کور / شعر / جانان هېواد !

جانان هېواد !

بيا زما جانان هېواد جنګونو کې ياديږي


بيا مې مېړنی ټبر ننګونو کې ياديږي


هغه اريانا بلخ، ګندهارا زما د نيکونو


دا د اوستا په سرودونو کې ياديږي


هغه راهيبان د غور چې ولاړل فلسطين ته


ځکه د بيبل په اهنګونو کې ياديږي


هغه د سره سيند (جيحون) د غاړې مست شمال


دا چې د قران په اياتونو کې ياديږي


دا خو سپين تمن زردشت روښان لکه د لمر دی


ځکه د جهان په کتابونو کې ياديږي


ها زموږد ويدي د سړيتوب ښکلې سندرې


دا د اباسين د زړه  اهونو کې ياديږي