کور / د ډيورنډ کرښه / په لر اوبرپښتنو سیمو کی د امنیتی ستونزی لاملونه او حل لاره!

په لر اوبرپښتنو سیمو کی د امنیتی ستونزی لاملونه او حل لاره!

ليکنه: اجمل عالم زی

دکرښی په دواړو خواوکی پراخو امنیتی ستونزو لاملونه څه دی؟

اساسی ستونزه چی پیداشوه ددواړ هیوادونو افغانستان اوپاکستان دحکومتونو له نه پاملرنی څخه رامینځته شوه چی یوه هم دکرښی دواړوخواو پرتو پښتنوته داول سټیزن شیپ په سترګه نه دی کتلی اوهڅه نوع ټولنیزخدمتونی دوی ته په طول د تاریخ کی نه دی برابرکړی داکارددی لامل شوچی ددی وګړو دژوند اوتعلیم سطح ټیټه پاتی شوه چی عمده اواساسی دستونزی عامل هم همدادی کله چی په یوټولنه کی علمی سطح ټیټه وی هرڅوک له هغوڅخه دخپلو اهدافو لپاره کاراخیستلای شی . داچی ولی افغانستان اوپاکستان ددی سیمی پښتنوته ټولنیز خدمتونه نه دی برابرکړی بیلابیل لاملونه لری چی شرح دلته ډیروخت نیسی او زه يې یادونه دلته ضروری نه ګڼم خودومره وایم چی افغانستان غیر شعوری او پاکستان دامریکا اونګلستان په دستور شعوری دی سیمی ته نه یوازی دا چی پام ونه کړبلکی دتخریب وظیفه يې هم درلوده چی بیا وروسته له دی کمزوری څخه یوشمیرهیوادونو او تروریستی ډلوپه بیلابیلونومونو ددواړوخواو پښتنو احساسات راپارول او دځان په نفع یی تری ګټه پورته کوله او دخپلو اهدافو لپاره یی له دې وګړو څخه د ابزار په توګه کار واخیستل چی موږ اوتاسویی دتاریخ په اوږدوکی شاهدان وو .

په دی سیمه کی پراته وګړی د پاکستان، انګلیسانو ، روسانو ،امریکایانو ، دسیمی دهیوادونو ،نړیوال تروریزم او اوس دنړیوالی ټولنی لخوا په بیلابیلو نومونو وټکول شول چی بیلګی دمشرانو وژل،معنوی اومادی زیربناوی لمینځه وړل او داسی دبدبختی حالت یې پری راوست چی تل بل ته احتیاج پاتی شول ترڅو دوی دتل لپاره دخپلو شومو اهدافولپاره تر استفاده وکړی .
په دی ځای کی لازمه بولم چی دافغانستان دجګړی لاملونوته هم یولنډه اشاره وکړم دافغانستان دکورنۍ جګړې علتونه زیات دی ، خودهغې عمده علت په شلمه عیسوی سدۍ کې دساړه جنګ دوام دی . سوړجنګ دشلمی پیړۍ په دوهمه لسیزه کی رامینځته شو،امریکا اوشوروی اتحاد ددوهمی نړیوالې جګړې دګټونکو په توګه دنړۍ په دووستروقدرتونوبدل شول اودساړه جنګ په دوو مخالفوقطبونوکی سره مخامخ شول .دلودیځ سترپرمختللی هیوادونه چی داته ګروپ دهیوادونو په نوم مشهور دی دامریکا پرشاوخوا راڅرخیدل خو شوروی اتحاد اودهغه دختیځی اروپاملګری مقابل قطب ته راټول شول چین له شوروی سره دایدیالوژیکی اوسرحدی شخړوله کبله مستقل اوکله په موقتی ډول له یو یابل لوری سره سرخوځاوه .خودنړۍ یوشمیر هیوادونو ،عمدتآ پرمختلونکوهیوادونو چی نوی له استعمارڅخه ازاد شوی ووپه ۱۹۵۵ ع کال کی دنه انسلاک دهیوادونو ترنامه لاندی یوخوځښت رامینځته کړ چی دپرمخ تللوهیوادونو له خوانه د دریمی نړۍ دهیوادونو په نامه هم یادیده . بنا پر بی شمیره عواملو چی دلته یې تفصیل بی ګټی دی ویې نشوکولای چی داقتصادی او ټولنیز ودی خپلواک او دریم نهضت رامینځته کړی . نو دامریکا اوشوروی رنګا رنګوسیاسی ،اقتصادی او نظامی مداخلوله کبله دشلمی پیړۍ په وروستیوکلونوکی دنه انسلاک ناپیلی خوځښت له بشپړې ماتی سره مخامخ شو.
دامریکا اوشوروی اتحاد ستراتیژیک هدف دساړه جنګ دوو مخالفو قطبونو دنه پخلاکیدونکو مشرانو په ډول داو چی پر ټوله نړۍ باند خپله سیاسی ، اقتصادی ،فرهنګی ، نظامی او ایدیالوژیکی اغیزه خپره کړی او خپل مخالف لوری دنړۍ له مخی بلکل نابود کړی . دغو دوو قطبونو دخپل مصلحت له مخی نه غوښتل چی په مخامخ او تودو جګړوکې یوله بل سره خپله منازعه پای ته ورسوی . ځکه چی دواړه خواوی په اتومی او دډله ایزې امحا په وسلومجهزو او دجګړې دپیل په صورت کې دواړه خواوې له مینځه تلې ، نو هغوی دمخامخ جنګ پرځای ددریمی نړۍ دهیوادنو دتابع کولو اوتراغیزلاندې راوستلو کوشش پیل کړ،څودخپل کورجنګ اونابودی نورو هیوادونو ته منتقله کړی او په پردی کورکی دپهلوانی میدان جوړکړی .دختیځی اروپا دهیوادونوشخړې، د دووکوریاوو ترمینځ شخړی دویتنام خونړۍ جګړه اوپه افغانستان کی دابرقدرتونو جنګ ،تباهکاره پروګرامونه ،دانسانی اوطبعی منابعواستهلاک اودافغانانو دسره جنګولو اور لوبه یې پیل کړه که څه هم اوس شوروی اتحاد دیو ابرقدرت له مقامه لویدلی دی خو سیاست لکه د طبعیت په څیر خلانه منی او دادی زموږ په زمانې کی دنویو سیاسی قدرتونو سیاسی او اقتصادی اتحادیی ځان راښکاروی اونوی چلنجونه راپیداکوی افغانستان دهمدی لوبو قربانی شوی دی ، دافغانستان په جګړه اوتباهی کې دځینو ګاونډیو هیوادونو غرضی لاس وهنی هم دافغانانو په کورخرابۍ اوتباهۍ کې بې اغیزې نه وی. ددی دیرش کلنی جګړی په نتیجه کی د ټولو پښتنو اونوروافغانی قومونو دودونه اغیزمن شوی اودخلکو اوقومونوترمینځ اعتماد اوباور زیامن شوی انسانی ارزښتونه ،اخلاقی کودونه اواسلامی ورورګلوی بی اعتباره شوی دی .بین المللی شخړی ،سیالۍ اوکسات اخیستونکی احساسات که دهغوی ریښه عربی ده که ترکی تاجیکی ده که ازبکی که ختیځ اولودیځ دی شمال اوجنوب دی زموږ لوړو او ژوروته راکوچیدلی اودټولوزهرزموږ په کاسه اودیګی کې راتوییږی داجګړه چی ملی ،نړیوال اوسیمه ایز عوامل لری دپاکستان اوپښتونخوالمنی هم نیولی ده اوس دسوات ،باجوړ،مهمندو،کورمی ،ورکزیو او وزیرستان نونو قبایلی کمربند هم اور اخیستی دی دقومی مشرانو دودیزو ملایانو جرګو اومرکو واک افراطی عرب اوسخت دریځه چیچینایی ته ورپاتی دی . اوس چی زموږ په ګاونډیوکی هم دبی ثباتی ،شخړی ،تروریزم اورلګیدلی دی هغه وخت رارسیدلی چی دسیمی هیوادونه دخپلومتقابلوګټو پرمبنا له چیلنجواوستونزوسره په ګډه مبارزه پیل و کړی دا څرګنده ده چی دا لاره اوږده اوسخته ده لیکن ناممکنه نه ده .

– ددی ستونزی دحل لاری څه ده او موږ څنګه ددی ستونزی په حل کی موثرواقع کیدای شوو ؟

معلوم داره خبره ده کله چی دیومرض علت معلوم شی اوتشخیص په درسته توګه وشی نو تداوی دهماغه علتونو له مینځه وړل دی چی په لمړی سرکی د دواړو هیوادونو حکومتونو افغانستان اوپاکستان وظیفه ده چی دی ته ژمن شی چی ددی سیمی ستونزی به له مینځه وړو دوهم دواړه هیوادونه باید ددی سیمی وګړوته د ټولنیزخد متونو زمینه برابره کړی دریم دتعلیم دسطح دلوړوالی لپاره باید خاص پاملرنه وشی څلورم اقتصادی ستونزودحل لپاره یی باید لار ولټول شی او نړیوالی ټولنی ته ددی ستونزی دلمینځه وړلو په برخه کی مشخصه طرح ورکړل شی خودا زموږ وظیفه ده چی ددی دواړو هیوادونو په حکومتونو فشار واچو ترڅو زموږ له پریکړو سره سم عمل وکړی او داکار هغه وخت ممکن دی چی اول دغه دکرښی دواړو خواته پراته قومونه په خپلوکی سره صادقانه ناسته وکړی ستونزی مشخصی کړی او دپښتنو لپاره یوداسی محوریت ایجاد کړی چی ټول پښتانه قومونه په هغه راغونډ شی وروسته له هغه بیاخپلوپریکړوته پابند پاتی شی اوهغه پریکړی په دواړوحکومتونو اونړیوالی ټولنی ومنی داکار پراخو غونډوته اړتیا لری چی له دواړو خواوو داسی مشران په کی ونډه ولری چی هغوی په واقعیت کی ددی ستونزولمینځه وړلوته ژمن وی خلک پراعتماد اوباورولری زه ددواړو خواوو پښتنو مشرانو حیران یم چی هغوی ولی تراوسه پټه خوله پاتی شول اودخپل قوم دتباهی ننداره وکړه دوی دی په دی پوشی چی داپټه خوله پاتی کیدل ددوی لپاره ستر زیان رسوی اود راتلونکی نسل په ذهن کی بیلابیلی پوښتنی راپیداکوی چی دوی ولی دی ستر ناورین ته لاس تر زنی ناست ول ایا دوی خو په کی لاس نه درلود؟ اوکه خپلی ګټی یی په خطرکی وی او دی ته ورته پوښتنی .

– ژورنالستان ،لیکوالان ، روڼ اندی او فرهنګی شخصیتونه چی دټولنی خوله اوژبه ده څنګه کولای شی ددی ستونزی په حل کی عمده اوساسی رول ولری ؟

ژورنالستان،لیکوالان روڼ اندی اوفرهنګی شخصیتونه ددی سیمی دستونزو په لمینځه وړلوکی او دپښتنو په یوالی کی خورا ارزښتناک رول دیادولو وړ ده چی هر فرهنګی اوروڼ اند شخصیت تر ټولوسیاسی ډلو په ټولنه کی زیات عتباراو باور لری علت دادی چی دوی دکوم شوم هدف لپاره کارنه کوی او دبیطرفی په اصوولو ولاړوی نوپه همدی خاطر خلک پری باورلری نوکله چی دوی دا اعتباراو اعتماد لری راځی چی له دی عتبار اوباور څخه مثبته ګټه پورته کړو او دهغه څه لپاره تری کار واخلو چی ورته ضرورت دی هغه ددی قوم راویښه ول دی هغه دخان عبدالغفارخان دعدم تشدد سیاست دی اوهغه دتعلیم اوتربی دسطح لوړ والی دی راځی په هغه څه کاروکړو چی دښمن یی له مینځه وړی هرهغه څه چی زموږ دښمنان هغه لمینځه وړی دهغه په جوړه ولو او راویښه ولو کی ددی قوم بریا نغښتی ده راځی هغه وپیژنو چی دښمنی په بیرحمانه توګه لمینځه وړی هغه ښونځی دی ،ملی زیربناوی ،قومی مشران ،روڼ اندی شخصیتونه دخلقی ،کافر اونورنومونویی ژنی راځی په دی اوسنی حساسه تاریخی شیبوکی داسی پریکړی ته ورسیږو چی د تاریخ په اوږدوکی د دواړوولسونوله پاره دویاړ وړوی .یوه وروستی خبره هم کوم هغه داچی ددی ستونزمن کارپه حل کی ژورنالستان کولای شی دخپلو مرکو ،ګردی میزنو ،خبرونو، تعلیمی اوتربیتی پروګرامونو ، روزنیز پروګرمونو ، تنظونو ،ډرامو،پوسترونو او داسی نورو خپرونوله لاری ددی قوم په راویښه ولو کی ستر رول ولوبه وی په همدی توګه داوظیفه یوازی دژورنالستانونه ده بلکی روڼ اندی ،فرهنګیان ،لیکوالان ، سیاستوال او د کرښی دواړوخواووته پرتو پښتونو دفرد فرد وظیفه ده چی ددی قوم په یوالی ، عامه پوهاوی او د خدماتو په برابرولوکی په پراخه پیمانه برخه واخلی او خپل اواز پورته کړی .