کور / هراړخیز / دعينومېني دښارګوټي ښكلا او سمسورتيا دتنګ نظرو او متعصبينو دسترګواغزﺉ ده !

دعينومېني دښارګوټي ښكلا او سمسورتيا دتنګ نظرو او متعصبينو دسترګواغزﺉ ده !

دلومړنۍ ليکني لوستلو ته دا سرليک کليک کړﺉ :عینو مېنه ، وخاندم که وژاړم


د ( عینو مېنه ، وخاندم که وژاړم  ) په اړه د عينو مېني د ادارې نظر


جوابي ليکنه :
دپرمخ تللي تكنالوجى له بركته دنړۍ په ګردچاپيره هيوادونوكي خلګ دكمپيوټراوانټرنيټ د سهولتونوڅخه برخمن اومثبته ګټه ځيني پورته كوي. له نيكه مرغه زموږپه ګران هيوادكي هم دتيرو لسوكلونوپه اوږدوكي ډيرځوانان كمپيوټراوانټرنيټ استعمالوي اوځينومبتكروځوانانوخوپښتو ويب سايټونه خلاص كړي اوكله ناكله په مستعارونومونوداسي مضامين خپروي چه د ژورناليستيكي اخلاقوڅخه فاقداوحتى په لوستلوئې خلګ شرميږي داځكه چه ليكنه دحقيقت او واقيعيت څخه ډيره ليري اويوازي دولس داذهانودمغشوشولولپاره نشريږي اوويب سايټ ئې هم په خورابې مسؤليته ډول پورته كوي. چه په دې لړكي مي تيره ورځ يوځل بيادلراوبرويب سايټ پر صفحه باندي دعينومېني دښارګوټي په اړه يوڅه ليكنه وليدل چه ليكوال ئې دافغانزوى په نامه ځان معرفي كړى خوله حقيقت اوواقيعيت څخه ليري وه. ليكوال ځيني نوي كلمات لكه سيخامخ،
سپين روبو، ډالري لسيزه ليكلي وه چه ماته ئې دتسميه وجه هم معلومه نه سوه.



ليكوال لومړى دعينومېني دښارګوټي دسترګوليدلى حالت ليكلى اودخوښۍاحساس ئې څرګند كړى اودغم ځپلوكندهاري ځوانانودتفريح اوسات تيري غنيمت ښارګوټى ئې ګڼلى اودكندهاري باتوره ځوانانوپرڅېروئې دموسكاخپريده دځان لپاره هم دخوښۍ علت ګڼلى اوپرنوموړي ئې تاثير ښندلى خووروسته ئې دتعصب اوتنګ نظرۍ توري عينكي پرسترګوايښي اوحتٰى دعينومېني د ښارګوټي ديوه رستورانټ چپس، برګراوآيس كريم ئې هم خارجي تقليدګڼلى.




په داسي حال كي چه چپس، برګراوآيس كريم دنوروولاياتوپه ولسواليوكي هم عام ګرزيدلي هلته بيا دخارجي تقليدګوت څنډنه نه ورته كيږي.


ليكوال دعينومېني دښارګوټي دښكلااوسمسورتياپه اړخ كي دځان دخلاصون لپاره دبل چاپه حواله دتنګ نظرۍ، تعصب اوسياسي مخالفت په اظهارباندي ليكني ته دوام وركړى اوليكي چه د عينومېني دښارګوټي ۹۰ فيصده كورونه دچارواكواو زوره ورودي. اودادښته دقشلۀ جديدمربوطه اودوزارت دفاع ملكيت وه دولس مشركرزي وروراحمدولي كرزى اوڅوتنه خارجيان راولاړشوه جريب ئې په شل زره افغانۍدوزارت دفاع څخه رانيوى. څنګه اوڅنګه …



ښاغلى افغانزوى صاحب! ستادپورته ليكني څخه ستاسوسياسي مخالفت داحمدولي خان كرزي سره دورايه څرګنديږي ځكه ليكنه مودحقيقت پربنيادنه ده ليكل سوې. زه ديوه افغان اوكندهاري په توګه غواړم تاسوڅوټكوته متوجه كړم.
كله چه يومضمون ليكى دهغه دتحقق اوپلټني لپاره پوره هلي ځلي وكړى ترڅوپوره معلومات د اړونده مراجعوڅخه لاسته راوړى. دبل په حواله اومحلي رواياتوپراساس ليكنه ونه كړى ځكه تاريخي پيښي دمحلي رواياتوپربنسټ نه، بلكه داسنادوپربنسټ ليكل كيږي.
ګرانه:- په ټول هيــــــــوادكي دښتونه يادخلګوملكيتونه وي اويادښاروالۍپـــــــــه چوكاټ كي ددولت ملكيت وي چه وروسته دعاموګټوداخيستني لپاره ترې كاراخيستل كيږي.
نوموړې مځكه دنن څخه تقريباًپنځوس كاله مخكي دوخت دولت دنظامي قطعاتودځاى پرځاى كولولپاره دښاروالۍله طريقه دتماميت ارضي دساتلواوښه تراامنيت تامينولوپه منظورددفاع وزارت په اختياركي وركړې وه خوكله چه ددفاع وزارت دشرايطودتحليل اوخپل بنسټيزپلان له مخي د كندهاردهوائي ډګرشاته دتوركوتل په ساحه كي دخپلونظامي قطعاتودځاى پرځاى كولولپاره بياد ښاروالۍڅخه مځكه واخيسته. ښاروالۍخپل پخوانى ملكيت ديوه نوي، ښكلي اوسمسورښارګوټي دجوړولوپه منظورچه دكندهارښارپرښكلااوسمسورتياپوره اغيزه ولري پرآفكوكمپنى باندي يو جريب په يوسل اوپنځوس زره افغانۍخرڅ كړى دى نه په شل زره افغانۍ.




دآفكوكمپنى سهم داران ټول افغان ملي تجاران دي خارجيان سهم پكښي نه لري. همدارنګه دآفكو كمپنى په سهم دارانوكي احمدولي خان كرزى سهم نه لري. داستاسوسياسي مخالفت اوتعصب دى چه داحمدولي خان كرزي په وړاندي ئې لرى. زه دخپلي دې خبري دتصديق لپاره تاسوته بلنه دركوم چه ولاړشى دكندهارښاروالۍته اودنوموړي موضوع په اړه پوره معلومات ترلاسه كړى.


تاسوليكلي چه احمدولي خان كرزي اوملګروئې دسيمي تريوڅه ودانۍوروسته مځكي ته داسي نرخ وټاكه چه ديوه عام افغان له وسه تيره خبره ده. كه موچيري ليكنه دعُقدې اوسياسي مخالفت پر بنسټ نه وي اودتعصب توري عينكي مونه وي ايښي نودآفكوكمپنى لخواخودلومړي سرڅخه تر اوسه پوري د/۷۵۰- افغانيوڅخه تر۱۰۰۰- افغانيوپوري ديوه مترمربع مځكي قيمت ټاكل سوى او په همدغه قيمت كمپنى پرعاموخلګوپلورلې ده. زه نه پوهيږم چه تاسوښاغلى په كوم تحليل اواستدلال باندي داخبره كوى چه نرخ ئې ديوه عام افغان له وسه تېردى كه واقيعيت ته ځيرسوپه همدغه مبلغ باندي هغه خدمات چه كمپنى ئې مسؤليت پرغاړه اخيستى لكه دسړكانوقيرريزي، دسايډواكونو جوړول، دبدرفت ياكانالزيسيون ايستل اوهمدارنګه دبرق دسيسټم فعالول اوتقريباًنهه سوه كندهاري كارګرانو، مستخدمينو، امنيتي پرسونل اودمامورينودمعاشاتوداجراء مصارف چه ټول دځمكوپه همدغه قيمت كي شامل دي پوره كړاى سى. كه تاسوپه كندهارښاراو شاوخواساحوكي دځمكودقيمت معلومات ترلاسه كړى نوبيابه هيڅ كله هم داسي بې محتواليكنه ونه كړى چه دعينومېني په ښارګوټي كي دځمكي رانيول دعاموخلګوتروس تيردى داُوه سوه پنځوس افغانيوڅخه ترزروافغانيوپوري نه يوازي په كندهاربلكه په كابل، هرات، جلال آباداومزارشريف كي هم نه پيداكيږي اوس كه ددغه عصري ښارګوټي دځمكي قيمت په كندهاركي دنوروځمكوپه پرتله مقايسه كړىاودتعصب، سياسي مخالفت اوعُقدې توري عينكي موله سترګوليري كړى بيانود خپلي ليكني بې محتواټكوته متوجه كيږى.


ښاغلى ليكواله:- تاسوليكلي چه دعينومېني مځكي يوازي دډالروقماروهونكو، چارواكو، زوره ورو اوزرداروترخپل منځ سره وويشلې اوپه سلوكي نوي(۹۰)قوماندانان اونورلوړپوړي دي تاسو څنګه ځانته داحق وركړى چه دعينومېني دښارګوټي پراستوګن خلګوچه تقريباً درې زره كوره ميشت دي دډالرودقماروهونكو، زوره ورو اوقوماندانانونومونه ايږدى. معلومه ده چه ژورناليستيكي اخلاقوسره مومخكي لادخداى په اماني كړې ده ځكه چه دتوهين اوتهديددداسي كلماتواستعمال د همداسي چاعادت وي چه دقلم عفت نه ساتي اوبې مسؤليته ليكنه كوي. ښارګوټى دولس مشترك كوردى په دې ښارګوټي كي هره طبقه خلګ ژوندكوي دلته طبقاتي ناانډولتيانه ليدل كيږي تركومه ځايه چه زه خبريم دعينومېني ددفترمشرتابه څلورسوه بې وزلي، غريبوكورنيوته دهري كورنۍپرسر يوه يوه درې سوه متره نمره مځكه دچاردېوالى اودكورچادري ګېټ(دروازې)سره دآفكوكمپنى په مصرف مفت اورايګان وركړي اوپه دوهم پړاوكي نورهم دغريب اوبيچاره ولس سره دمځكي د وركړي پلان لري. همدارنګه دښارعاموخلګوددغه عصري اوسمسورښارګوټي دمځكي دقيمت د ټيټ والي اوخدماتودترسره كولوپه خاطردلته ډيري مځكي رانيولې چه اوس استوګن دي اوتاسود خپل تعصب په عينكوكي ټول دزورځواكو، قوماندانانواوډالري قماروهونكو اوزرداروپه كلماتو تهديده وى. آفرين دي وي ستاپرمنفي قضاوت.


ښاغلې:- تاسوليكلي چه عام كندهاريان له دې سيمي څخه يوازي دجمعې دورځي په مازديګرخوند اخلي اوښايسته ودانيوته ئې حيران حيران ګوري نورنوداپراخه سيمه رسماًدڅوهغوكسانوپه نامه قيدده چه رسنۍئې دمځكومافيابولي اوپه اصطلاح ددابة الارض دستري شبكې غړي بلل كيږي.


ښاغلې:- دواقيعيت څخه ليري قضاوت مودخپلي تنګ نظرۍ اوبدبينۍله مخي كړى دى.
لومړى خوعام كندهاريان هرماپښين اومازديګردشپې ترناوخته په همدې پاركونوكي په دوديزو بانډارو، چاى څښلو، فوټبال اونوروسرګرميوبوخت وي چه داسيمه دځوانانواوښاريانودتفريح او سكون لپاره دښارپه منځ كي مناسب ځاى ګڼلاى سو.
دوهم داچه يوه كمپنى چه دملي تجارانوڅخه متشكله اوپه شرعي قباله ئې ددولت ملكيت د ښاروالۍڅخه رانيولى اوديوه عصري ښارګوټي دجوړيدوپه اړه ئې زياراوزحمت ګاللى اودخپل پلان مطابق ئې مځكي په ټيته بيه پرعام ولس خرڅي كړي اوخدمات ئې كمپنى دځان مسؤليت ګڼلى وي دابه دواقيعيت څخه ډيره ليري اوبې انصافي نه وي؟ چه رسنۍاوياتاسوغوندي بې مسؤليته ليكوالان دآفكوكمپنى هم دمځكودمافياپه ډله كي وشميرى.
زماپه نظرتاسوديوه روڼ اندي ليكوال په توګه صحيح قضاوت ځكه نشى كولاى چه هرڅه له منفي نظره مطالعه كوى اواحساس دكمترۍلرى دخپل اظهاروجودلپاره چه كله ناكله قلم راپورته كړى بيله دې چه دقلم عفت وساتى اويادليكوالى اصول مراعات كړى دځان دخلاصون په موخه ديوه او بل دروايتونوپربنسټ دعُقدې اوتنګ نظرۍڅخه ډكي ليكني كوى.


ښاغلې:- زه ديوه افغان په توګه درڅخه غوښتنه كوم چه دهري موضوع لپاره هراړخيزه څېړنه او تحقيق وكړى اوموضوع دواقيعيت اوحقيقت پربنسټ دقلم دعفت دساتلودپه نظركي نيولوسره وليكى ترڅودواقيعتونوپربنياددخلګواوولس په منځ كي ديوواقيعيت بينه ژورناليست په توګه شهرت ترلاسه كړى. دهري موضوع مثبت اومنفي اړخونه وڅېړى ارزيابي ئې كړى اونتيجه ګيري وكړى. وګوره چه موضوع پخپل ذات كي دولس په ګټه اوكه په زيان ده؟ بيانودواقيعيت پربنياد ليكنه پروكړه. دعينومېني دعصري ښارګوټي جوړول پخپل ذات كي دولس لپاره په ډېره ټيټه بيه  مځكي وركړي دي چه دآفكوكمپنى مشرتابه دخپلوښاريانولپاره دسرپناه زمينه سازي كړې ده. آفكوكمپنى دولس سره دمرستي داحساس له مخي لېڅي رانغښتي چه داواقيعيت اوحقيقت د كندهارښاريانو ته اوس معلوم اوښكاره دى. نوردعاموښاريانوذهنيتونه ستاسوسياسي مخالفتونه نشي مغشوشولاى.



ښاغلى ليكوال:- كه تاســــوديوه فني انجينيراومحاسب سره كښېنى اوهغه مځكي چه آفكوكمپنى د
عامي ګټي اخيستني يعني پاركونو، مكتبونو، مسجدونو، كلينيكونو، سړكونو، سايډواكونو، شفاخانواودوه بابه پوهنتونونولپاره په نښه كړي اوددغه عام المنفعه ځمكومساحت چه زرونه جريبه كيږي پرځان مفت اورايګان تحميل كړي په داسي حال كي چه پركمپنى باندي نوموړي عام المنفعه ځمكي دښاروالۍلخواخرڅي شوي اودوى ئې ښاروالۍته پيسې وركړي. همدارنګه يومحاسب انجينيرپه ډيره ساده طريقه دهركوردمخ دسړك دقيرريزي، سايډواك، كانالزيسيون، ترصندوقه دبرق لين راوړل، دمكتبونو، كلينيكونو، مسجدونواو پاركونودجوړولولګښت اوهم دباغوانانو، كارګرانواومحافظينومياشتنى معاش چه تقريباًتعدادئې(۹۰۰)كسانوته رسيږي اوكندهاري ولس ته ئې دكارزمينه برابره كړې ډيرژررا ايستلاى شي بيابه نو تاسودخپلي بې محتواليكني په اړه دخپل وجدان سره محاكمه وكړى اوپخپله به ځان محاكمه كړى اوداټول خدمات به دمځكي دقيمت په تناسب مقايسه كړى. زماپه نظراوس نوچه دټولوجزئياتوڅخه خبرسواست كولاىسى چه صحيح قضاوت وكړى چه آيادكندهارښاردښكلااوسمسورتيالپاره د عينومېني دښارګوټي جوړول يوسترخدمت دى اوكه نه؟ ښاريان هم دنوموړي موضوع په اړه قضاوت كولاى سي نوربه نوقضاوت ليدونكوته پريـږدو.
ستاسوداصلاح په هيله