ماین چاودنو ۲۶ ملکی انسانان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 30th, 2011


فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی نن د ماین چاودنو دوو پیښو ۲۶ ملکی انسانان له منځه یووړل . لومړنۍ چاودنه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نږدې پر یو کوچني موټر وسوه چی مور ، پلار او د هغوی څلور کوچنیان یې ووژل او دوهمه چاودنه د نیمروز ولایت په خاش رود ولسوالي کی د کندهار پر لویه لار وسوه چی ۲۰ سپرلي یې له منځه یووړل .
راپور زیاتوی چی په دې وروستیو کی د جنګ دواړی خواوی د ملکی انسانانو د مرګ او ژوند هیڅ پروا نه ساتی او په بې مسؤلیتۍ سره هغوی وژنې .

Copyright Larawbar 2007-2024