کور / شعر / غزل

غزل

ظالمه مه سوزه دخوست دباغېچو ګلونه
دا دپېغلوټو جېنکو د اوربلو ګلونه
دتور ټوپک دا لوغړنه شپېلۍ ورکه غواړم
په دې جنت وطن کې سوزي به ترڅو ګلونه
ظلم دې بس کړه ددې خلکو ازارمه اخله نور
لمبه لمبه دې کړل دغرو د سردرو ګلونه
له ډېره وخته مسافرتللی اشنا يې راځي
پېغلوټه ږدي په تور اوربل کې په نخروګلونه
تسکينه راشه چې په خوست نوی بهار راغلی
تاته راوړم په تا شېندم دګلدرو ګلونه



« داغزل مې په خوست ښارکې ديوې مرګونې پېښې په يادکې ليکلی چې ډېری پکې وژل شوي عام وګړي وو