کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ

خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ

افغانان د يو شمېر نورو صفتونو تر څنګ د خپلې پردې، ستر او ناموس ساتنې لپاره مشهوره دي. خو له بده مرغه چي په تيرو څو کلنو کي د ناديده توب يا هم د بېځايه عصريتوب له کبله افغانان د خپلو دغو دوؤ صفتونو سره د خدای په اماني په حالت کي دي. نوې ټېکنالوجي او د هغه سره د ناديده توب له مخي چلن دغه پروسه لا زياته چټکه کړې ده.


افغانان د انټرنټ پر مخ پرانستي کتابونه


دا چي پر انټرنټ د لسګونو او سلګونو زرو افغانو ځوانانو عکسونه، د هغوی تقريبا بشپړه ژوندليکونه، ټليفوني شمېرې، برېښناليک پتې، د اوسېدو ځايونه، د زدکړې ځايونه، د کار ځايونه، د ملګرو نومونه، د ملګرو انځورونه او د هغوی د اوسېدو ځايونه هر څوک پر فېس بوک ليدلای سي اوس يو تريخ حقيقت ګرځېدلی دی. که يې لنډه کړو نو موږ تاسو د انټرنټ په مرسته د سلګونو زرو افغانانو په هکله معلومات تر لاسه کولای سو چي څنګه يې څهره ده، څوک څوک يې خپلوان او څوک يې انډيوالان دي، چيري اوسيږي او څه کار کوي او څه ډول سياسي يا ديني مفکوره لري……
ښايي يو شمېر لوستونکو ته دا پوښتنه ورپيدا سي چي پدې کي پرابلم څه دی. دلته پرابلم د شخصي معلوماتو سره د اړين احتياط کمښت او د هغه سره تړلي تاوانونه دي.  زموږ ستاسو زياتره کمکي ځوانان او يو شمېر ناديده مشران پدې ندي خبر يا يې موقتا دا خبره هېره کړې وي چي کوم انځور، ويډيو او يا هم بل ورته شخصي معلومات چي يو ځل انټرنټ ته داخل سول نو بيا د هغو بېرته را ايستل ناممکنه کار دی. انټرنټ هيڅکله هيڅ شی نه هېروي!



خپله خو خپله د بل دا يې لا بله


بله مهمه خبره دا ده چي څوک د خپلو شخصي معلوماتو څخه د ساتنې تر څنګ د دې مسؤليت هم لري چي د بل چا شخصي معلومات پرته د هغه د اجازې پر انټرنټ خپاره نه کړي. خو له بده مرغه زيات شمېر کسان چي څنګه د خپلو شخصي معلوماتو سره بې احتياطي کوي او ورته مهمه نه معلوميږي نو د نورو کسانو د شخصي معلوماتو سره همدا چلن کوي چي دغه کار يوه ستره جفا او حماقت دی. د بېلګي په توګه که زه خپل انځور پر فېس بوک او يا هم پر بله انټرنټ پاڼه خپور کړم نو هغه خو زما شخصي موضوع ده. خو که دا چي خپل داسي يو انځور خپور کړم چي راسره نور ملګري او يا کسان هم پکښي معلوميږي نو دا به پرته د هغو نورو کسانو د اجازې د اخلاقو څخه ليري کار وي. له بده مرغه همدغه کار ته افغانانو ملا تړلې ده. خپل ځان خو خپل ځان د نورو خلکو شخصيت او محرموالي ته احترام نه کوي.



پر انټرنټ د پرده لرونکو د بې پردګۍ ننداره


خبره هغه وخت لا زياته کړکېچنه کيږي کله چي د مېرمنو موضوع مطرح سي چي د دغې مقالې اصلي مقصد همدغي ستونزې ته د خپلو افغانو ورونو او خوېندو پام را اړول دي. يوټيوب، فېس بوک او يو شمېر نوري وېبپاڼي د داسو افغانو مېرمنو او انجونو په انځورونو ډک دی چي ښايي پر انټرنټ د خپلو دغو عکسونو د شتون په هکله خبري او راضي نه وي.
په اصطلاح د عصري افغانانو خبره به پريږدو خو د انټرنټ پر مخ د داسو افغانو پيغلو او ښځو انځورنه هم پاشلي دي چي په جوته توګه د داسو ليري پرتو سيمو سره تړاو لري چي انټرنټ خو پرېږده فکر کوم برېښنا به لا هم نه لري. پدې ډاډه يم چي که دغې مېرمني او يا يې هم کورنۍ پدې خبر سي چي انځورونه يې د ټولي نړۍ لپاره پرانستی کتاب دی نو لوی ناورينونه به رامنځ ته سي.



احتياطي تدبيرونه


پر دغه موضوع او د دغې موضوع پر اړخونو باندي د ويلو او ليکلو لپاره ډېر څه سته چي ښايي ورباندي کتابونه ډک سي. دلته به پدې اکتفا وکړو چي و دغې ستونزې ته لنډه اشاره وکړو او پر خلکو د خپلو شخصي معلوماتو سره د احتياط کولو ږغ وکړو.
هغه څه چي زما په فکر موږ يې د خپلو محرمو معلوماتو د ساتنې لپاره کولای سو په لاندنيو ټکو کي ستاسي په خدمت کي وړاندي کوم:



1) انځور اخيستونکي موبايلونه:
کله چي په يوه موبايل انځور واخيستل سي او بيا بېرته ترې ډيليټ يا پاک کړل سي نو هغه بيا هم هلته موجوده وي ګرچه موبايل استعمالوؤنکی يې نه ویني. د ځانګړو پروګرامونو په مرسته څوک د موبايل د چيپ او آلې څخه پاک سوي معلومات بېرته راژوندي کولای سي. له همدې وجې د افغانانو په سلګونو زره شخصي انځورونه پر انټرنټ او بازار خپاره سوي دي ولي چي د موبايل د ګواښ څخه نا خبره دي.
کله چي موبايل ورک سي نو د موبايل سره هغه معلومات او انځورونه هم د غېر مسؤلو کسانو ولاس ته ورتللای سي چي محرم وي. هغه څوک چي دغه موبايل يا خو پيدا کړي او يا يې هم غلا کړی وي په آساني سره پر موبايل شته انځورونه او نور معلومات کاپي کولای او پر انټرنټ يا نورو طريقو خپرولای سي. د دې تر څنګ د دغه موبايل څخه هغه معلومات او انځورونه هم را ايستلای سي چي د موبايل څخه پاک کړل سوي ول.
ښه به دا وي چي انځور اخيستونکي موبايلونه و اومو ځوانانو او انجونو ته ورنه کړل سي ځکه چي هغوی د موضوع په حساسيت نه پوهيږي او د کور او بېبان انځورونه په اخلي. کله چي دغه موبايلونه يا ورک يا غلا سي او يا هم خراب سي او بيا د جوړونې لپاره بازا ته يووړل سي نو پر دغو موبايلونو د شتو معلوماتو او پخوانيو معلوماتو د کاپي کېدنې امکانات سته.
کله چي څوک انځور اخيستونکی موبايل لري او يا يې هم و خپل اولاد ته په لاس ورکوي نو بايد و يادو سوؤ ټکو ته يې پام وکړي. داسي موبايل چي يو وخت ورباندي د کور انځورونه اخيستل سوي وي بايد څوک خرڅ نه کړي او نه يې هم په بې احتياطۍ سره و موبايل جوړؤنکو مستريانو ته پرېږدي.



2) کمپيوټرونه، هارډ ډسکونه او يو ايس بي سټيکونه
د کمپيوټرونو هارډ ډسکونه او يا د معلوماتو د ساتنې آلې يو اېس بي سټيکونه تر موبايلونو لا په آساني سره د شخصي معلوماتو د خپرېدلو سبب ګرځېدلای سي. زيات افغانان په بازارونو کي خپل دويم لاس يا مستعمله کمپيوټرونه رانيسي او پلوري. پدې توګه سره د مستعمله کمپيوټر دننه ثبت ژوندي او پخواني معلومات هم د يوه کس څخه و بل کس ته په لاس ورځي.
لکه څنګه چي د موبايلونو سره احتياط پکار دی په همدې ډول د کمپيوټر د ثبتولو د آلو او کمپيوټرونو سره هم احتياط پکار دی. کوم وخت چي خپل کمپيوټر پلورو او يا يې هم غورځوؤ نو بايد پدې پوه و اوسو چي د هارډ ډسک د لس واري فورماټ وروسته لا هم پکښي ثبت پخواني معلومات بېرته راژوندي کېدلای سي.



3) «د کېمرو او موبايلونو څخه معذرت غواړو.» کفايت نه کوي
د افغانانو د ودونو او د ښاديو د محفلونو په تقريبا ټولو بلنليکونو او کارډونو کي ليکلي وي چي  «د کېمرو او موبايلونو څخه جدي معذرت غواړو.» خو د هغه برسېره انټرنټ او د افغانستان او پاکستان د ويډيو فلمونو دکانونه د افغانانو د شخصي او محرمه د خوښيو د محفلونو په فلمونه ډک دي. د هغه وجه دا ده چي زيات افغانان داسي فکر کوي چي پدغه يوه جمله ليکلو سره يې د خپلو شخصي معلوماتو او د پردې د ساتني لپاره اړين ټوله ګامونه پورته کړه. خو دغه يوه جمله کفايت پدې نه کوي ولي چي بيا هم د هرې انجلۍ او ځوان په لاس کي موبايلونه وي او په پټه او ښکاره محرمه انځورونه اخلي. که دغه کسان په قصد سره دغه انځورونه خپاره نه کړي نو دا ګواښ وسره تړلی وي چي دغه موبايل ورڅخه ورک سي او يا هم له بلې لاري د يوه مضر چا و لاس ته ولويږي.


د دې تر څنګ دا هم يو  دود ګرځېدلی دی چي اوس هر څوک د خپلو ودونو او ښاديو فلمونه جوړوي او بيا يې په بازار کي د ځانګړو دکانونو او کسانو په مرسته سره يو ځای کوي. زيات دغه شخصي او کورني فلمونه د دې لاري نامحرمه کيږي ولي چي کوم څوک چي د کمپيوټر يا نورو تخنيکي آلو په مرسته په بازار کي دغه فلمونه سره يو ځای کوي هغه په پټه د دغه فلمونو کاپي اخيستلای سي.
له همدې وجې د بلنليک په کونج کي د يوې جملې د ليکلو سره د شخصي معلوماتو او پردې د ساتلو ټوله مسؤليت پای ته نه رسيږي. که يو څوک د ستر او پردې په ترځ کي جدي وي نو بايد يو شمېر نور تدابير ونيسي چي ستر يې بې ستره نه سي.



4) انټرنټ، اعلانونه او جاسوسه ادارې
انټرنټ مارکيټنګ هغه څه ته ويل کيږي چي له مخي يې انټرنټ کتونکو ته د بېلابيلو مصنوعاتو اعلانونه پر وېبپاڼو ښودل او يا هم د برېښناليک په مرسته لېږدول کيږي. په نړۍ واله توګه لوی لوی شرکتونه سته چي په قانوني او غېرقانوني توګه د انټرنټ کارؤنکو شخصي معلومات رانيسي او خرڅوي يې. هر هغه ايمېل ادرس چي ورڅخه کار اخيستل کيږي د انټرنټ مارکيټينګ له مخي په پيسو ارزي. دغه دول معلومات لا زيات ارزښت مومي کله چي د برېښناليک تر څنګ د انټرنټ کارؤنکي نور شخصي معلومات هم ورسره مله وي لکه هيواد، جنس، عمر، ….. ولي چي هر څومره چي دغه معلومات زیات وي په هغومره کاميابه توګه سره و سم کس ته د سم شي اعلان رسول کېدلای سي.
حتی اوس د افغانانو داسي شرکتونه راوتلي دي چي په ناسمه توګه د افغانانو د راټولو سوؤ د برېښناليکونو بزنس کوي. دغه شرکتونه د يو شمېر نورو تجارتي شرکتونو تر څنګ پر استخباراتي ادارو هم د افغانانو شخصي معلومات پلوري. يو شمېر کارپوهان پدې اند دي چي د نړۍ هيڅ کمپيوټر او برېښناليک د استخباراتو څخه خوندي ندی.
زيات افغانان پدې ندي خبر چي هر هغه څوک چي انټرنټ کاروي هغه په انټرنټ کي يو ډول نخښي پرېږدي. د دغو نخښو په مرسته استخبارات او د انټرنټ اسانتيا برابرؤنکي شرکتونه ځان ته معلومولای سي چي کله او د کوم ځای څخه انټرنټ ته يو څوک ور داخل سو.
نو هر هغه پيغام، برېښناليک او نور معلومات چي د انټرنټ په مرسته استول کيږي هغه هيڅکله هم سل په سل کي پټ نه سي کېدلای. يوه بېلګه يې دا ده چي کله چي تاسو په خپل شخصي برېښناليک کي ليکونه لولی نو بعضي وخت درته اعلانونه ښودل کيږي. زياتره وخت دغه اعلانونه د يوه داسي شي په هکله وي چي ستاسو په يوه يا بل برېښناليک کي يې ذکر سوی وي. د بېلګي په توګه که ستاسو په برېښناليک کي تاسو خپل ملګري ته ليکلي وي چي بازار ته ځی او لږ روميان رانيسئ نو کېدلای سي چي ستاسو ملګري ته داسي اعلانونه وښودل سي چي د روميانو په هکله وي لکه د روميانو تخم، د روميانو روب…….
دا پر دې دلالت کوي چي حتی د خلکو شخصي برېښناليکونه لا لوستل کيږي تر څو هغوی ته برابر اعلانونه وسي چي د دې لپاره ځانګړي کمپيوټري پروګرامونه په کار اچول کيږي.


له همدې کبله پکار ده چي هر څوک خپله د برېښناليک پته ډېره خوندي وساتي او هر چيري يې پر انټرنټ پاڼو ونه ليکي. کله چي څوک په يوه ځای ډيرو کسانو ته برېښناليک ليږي نو بايد د ايمېل اکاونټ د هغه آساني څخه کار واخلي چي له مخي يې يو ايمېل تر لاسه کوؤنکی د هغو نورو کسانو د برېښناليک پتي نه ويني. دغه آساني ته bcc  ويل کيږي.


په ټوليزه توګه ويلای سو چي کله چي موږ د نوي ټيکنالوجۍ څخه کار اخلو نو بايد د شخصي معلوماتو و حساسي موضوع ته جدي پاملرنه وکړو. تر څو چي هغه څه چي نه غواړو ټوله نړۍ په خبره سي په پرده کي پاته وي.

تبصره نسته

  1. د لراوبر ويب پاڼي ټولو کارکوونکو او ښاغلي احمد ولي اڅکزي ته سلامونه او نيکي هيلي .
    ښاغلى اڅکزى صاحب زه درسره پر دې خبرو سل په سل کي موافق يم او فکر کوم چي ډېر نور مسلمانان وروڼه به هم ورته نظر لري او هم به يې په راتلونکي کي په عملي اقدام وکړي .
    او دا په رښتيا هم داسي ده او هم د دې څخه کېداى سي ډېري سختي پېښي رامنځ ته سي په کوټه کي مو څو کاله وړاندي يو ښوونکى لوست راته وايه چي تر يوې خبري يې دې خبري ته هم اشاره وکړه .
    ښاغلي استاد ويل : چي يوه ملګري مي قيصه راته کول چي يوه ورځ د بل ملګري کره تللى وم چي هلته يې تلوېزيون راوړى او کله چي يې روښانه کړ نو يې يو وېډيو فلم ور واچوى او ويل يې چي دا د فلانکي د واده دئ نو استاد ويل چي انډيوال مي راته وويل چي فلم يو ګوړى شروع و چي ګورم يوه ښځه پکښي تېره سوه چي ورته و مي کتل چي امه مي او همدا ډول نوري ښځي چي په هغو کي مي خپله مېرمن او مور هم وليده .
    نوموړى وايي چي کله کور ته راغلم او پوښتنه مي وکړه چي دا ستاسو انځورونه خو مي په پلانکي ځاى کي د پلانکى کره وليدل او وايي چي ښه جوړ لت مي ټول کور ته ورکړ .
    نوموړى وايي چي کور کي ټولو راته وويل چي دا خو يې د پلانکي کره کېمره راوړې وه او هلته عکاسي شروع وه .
    نو دا خو يې يوه پېښه وه داسي نو تر حساب تېري پېښي سته او ځني خو داسي هم پېښ سوي چي په ويلو او ليکلو يې سړى شرمېږي
    خداى دي تاسو ته خېر درکړي چي مسلمانانو ته مو په دې اړه معلومات ورکړل

  2. اڅګزی صاحب دا دي ډېري ښې موضوع ته زموږ پام راواړاوه ، نن سبا ريشتيا هم په ډېرﺉ موبايلونو کي کمرې سته ، په موبايل کي کېمره ستونزه نه ده بلکي اسانتیا ده خو زموږ ستاسي خلک يې په چم نه پوهيږي ، د ناکي ناکي شیانو عکاسي په کوي مګر ډېر هغه ضروري شيان چي بايد ثبت سي هغه وخت یې خپله کمره او موبايل هېر وي ، نن سبا په افغانستان کي هره ورځ په هره سيمه کي يوه نادوده خامخا رامنځته کيږي چي له عاملین يې هيڅکله نه نيول کيږي نه یې په اړه اسناد پيدا کيږي ، که دغه د موبايل کمرې لرونکي د هر ډول جنګي او جنايي پېښو پر مهال به خپلو موبايلونو او کېمرو پېښه عکاسي کړي په دې ډول سره به يې د خپلي اسانتيا څخه پر ښه وخت ګټه اخستې وي او د يو چا د جرم څخه به يې سند جوړ کړﺉ وي چي په دې ډول سره د جرمونو مخنيوﺉ هم کيدای سي ، په نوره دنيا کي يو ځای يوه کېمره پرته وي ټول خلک يې ترمخ په احتياط تيريږي هغه نو مالومه نه وي چي کېمره فعاله ده کنه .
    بل دا چي افغانستان کي دا مهال د ډېرو ناخوالو سره لاس اوګرېوان دی ، خارجيان ، دولتيان او طالبان او دا نور خاشه او ماصديق په يوه ډول نه يو ډول سره پر بېګنا خلکو ظلم کوي ، خلک دي په ودونو کي د بل د ښځو د عکاسيو او انټرنټ ته د نورو په اړه د معلوماتو پورته کولو پر ځای دغسي اسناد او شواهد انلاين کړي .
    دغه موضوع له ټولو خلکو سره شريکه کړﺉ
    مخ لکه بانجڼ

  3. Salamona aw neki heley Mr Ahmad Wali Asakzai Saheb ta da di Khodai hamish kayaba lary kho za da daa sa deer Manana kawam deera pa zara pory likana ye karey da aw muz ye deer ghati ghalati ta motawaji karoaw omed laram che da ta khodai nor hum tawan aw tufiq war ki che TV..DA LARY DA WENA WA KHAPOLO AFGHANANO ta wa wara we da pa de khatar che za muz aksara khalag be talima de kho da new technology Mobile's use ka we kho da de shan kiso sa na de khabar no hogho ta ba hum sha khabar we da,,,Nor de no Khodai hamish da Asakzai Saheb por qalam barakat ka sheze di,,,Ameen

  4. Salamona
    Neke hille au ehteramat der schaghalai Ahmad wali saheb ta au de web pane cha tolo chalawonko ta ,au dera manana kawam la Ahmad wali saheb na che mung ta ye dase pa zra pore malamut ra ligali Alllah de poha 1 pa 1000 kra sara la tolo poshtano pa dranawi

  5. salamona aw ehteramat mana kaoma la ahmad wali saib aw staso tolo da di paree chalonko skha der khkolee malomat mo Liklee dii khushala aoseaeee

  6. Der Sha. Der sha maalomata aw larshoone dee. Pa kar day che pa paam ke waneewal shee.
    Dranaway
    Ahmad

  7. السلام عليكم -دومره شكلي معلومات دي وركري دي سي تراوسه هيس يوكس نوو وركري دنيادانترنيت فوخوند كي تللي ده خفل زانونه اوغيرت اواسلام يي شاته كري ده

  8. تر ټولو دخه د لراوبر ويب پاڼي ټولو کارکوونکو او ښاغلي احمد ولي اڅکزي ته سلامونه وړاندی کوم ګرانه وروره ستاسو دمعلوماتو څخه ډیره مننه واقعاً چی موږ نادیده یو تر اوسه نه په څه خبریو او نه هم ځان خبروو نن ډیر خوشحاله سوم چی ستاسو دغه ښکولۍ او په زړه پورې مطلب می ولوستۍ ستاسو همدردې دخپل وطن او وطنوالو سره دستا ینې وړده او یوځل بیا درڅخه مننه کوو ښاد اوبریالې اووسې

  9. ښاغلی اڅکزی صاحب ستاسو دلیکني څخه یو جهان مننه !
    په ریشتیا چي مهمي موضوع ته مو اشاره کړېده ، افغاني ټولنه په اوس وخت کي دنوي ټکنالوژۍ ښکار سوېده او ستاسو دلایل یو په یو پر افغاني ټولنیز ژوند صدق کوي ، حتی داسې خو لا هم پېښ سوي چي خبره تر مرګ پوري رسېدلې وي، خدای پاک دي ټولو افغانانو ته انصاف ورپه برخه کي چي دخپلو اولادونو او کورنېو سره په دې هکله دپوره غور اودقت څخه کار واخلي. په درنښت.

  10. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    محترم اڅکزی صاحب ستاسو خبري ماته ترټولو ډیري په زړه پوري دي خدای(ج)دی وکی چی ټول ملت به ستاسو ددی ستري لارښووني خڅه پند واخلی او عمل به پرې کوي ثابته خبره ده په اسلام کی چی هرشی حرام اوممنوع بلل سوی دی هغه دبشر په خیر دی نو لازمه ده چی داسلام ټولو اوامرو ته غاړه کښېږدو او دنوامرو څخه یی ډډه وکړو.
    ‌ډیره مننه

  11. کور مو ودان اڅکزی صېب،
    الله دي پر ځواني او قلم برکت کړه. د خپل قلم پوره پوره حق مو پدغه ليکنه ادا کړی دی. الله دي ژوندی لره چي موږ دا تاسو غوندي ځوانانو ته سخته اړتيا لرو.
    په احترام

  12. Thanks brother it's really usefull information. Everyone should be carefull about their privacy and personal pictures and videos. It's really matter of concern for every one specially who are sensitive about their familie's secrets.

  13. لیکنوته دی خوشحالیږم یوه ورځ می دی یوه لیکنه ولوستله خدای سته ښایسته لیکنه وه له هغه نه ورسته می دی ټولی لیکنی پیداکړی .
    اوسنی دی هم داسلام اوهم زمونږدکلتور لپاره دی ډیری مهیمی نقطی دی په کی په ګوته کړی دی
    دخلکودپوهیدو لپاره ښی لارښوونی شته پکی
    الله دی داوړتیا نوره هم لوړه که

  14. تولو دوستانو ته سلامونه اواحترام.
    گرانه ولي اڅکزی صیب! که د اسلام له نظره هم د عکس اخیستل توضیح شوي وای او هم د ورته حوادثو په هکله مثالونه بیان شوي وای. نو دا ستا دا لیکنه به لانور ه هم زیاته بهتره او مهمه شوی وای. (خو بیاهم اصیل ته اشاره بس ده).
    گرانو دوستانو! لیکنه خو به مو لوستلي وي او په کراتو مراتو یې ولولی – غوره داده چی په همهغو کلکو دیني او زیگو دودیزو اصولو عمل وکرو.
    نه یوازې دا چې خپل عکس عبث واخلو د نورو عکسونو ته هم باید ونه هوسیژو-هیڅ یوې غونډی ته نه خپل ناموس واستوو او نه یی را وغواړو.

  15. اڅکزﺉ صیب ته سلام او د لر او بر د اداری ټولو کارکوونکو ته نیکی هیلی وړاندی کوم. ما د ټولو ملګرو نظرونه او د اڅکزی صیب لیکنه په مکمل ډول ولوسته خو زما نطر دا دی هغه ورونه چه په لرو پرتو سیمو کی پراته دی او انټرنټ ته لاس رسی نه لری د هغوﺉ خبرول هم ډیر ضروری دی ځکه چه د کمری والا مبایل اوس د هر ځوان په لاس کی لیدل کیږی نو اڅکزی صیب ته دی الله ج آجر ورکړی چه هغه کسان چه انټرنټ ته لاس رسی لری ورسوله نو اوس مونږته په کار ده چه دغه لیکنه پرینټ کړو او خپلو دوستانو او مکتبونو ته یی واستوو. مننه

  16. اڅکزﺉ صیب ته سلام او د لر او بر د اداری ټولو کارکوونکو ته نیکی هیلی وړاندی کوم. ما د ټولو ملګرو نظرونه او د اڅکزی صیب لیکنه په مکمل ډول ولوسته خو زما نطر دا دی هغه ورونه چه په لرو پرتو سیمو کی پراته دی او انټرنټ ته لاس رسی نه لری د هغوﺉ خبرول هم ډیر ضروری دی ځکه چه د کمری والا مبایل اوس د هر ځوان په لاس کی لیدل کیږی نو اڅکزی صیب ته دی الله ج آجر ورکړی چه هغه کسان چه انټرنټ ته لاس رسی لری ورسوله نو اوس مونږته په کار ده چه دغه لیکنه پرینټ کړو او خپلو دوستانو او مکتبونو ته یی واستوو. مننه

  17. دا خبره ريشتيا ده ما خپله دوردگودولايت دچك دولسوالي د بولاغ دكلي دصفت دلور عكسونه چي اوس مهال د ليبك فه كلي كي واده ده ليدلي د هر عكس سره يي نوم (ناظيمه)ليكل شوي حال دا چي كور فري خبر نه دي دا به هم نه وي خبره

  18. OK it is very bad work so they see the bad thank in the net caffe
    now there in every caffee bad thank is all on
    i have a massage the net caffee leader off the bad thank
    thank you
    by