کور / راپور / دپښتونخوا ادبي غورځنګ غونډه وکړه

دپښتونخوا ادبي غورځنګ غونډه وکړه

راپورټ: محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه




پښتونخواادبي غورځنګ کوم چي دسهیلي پښتونخواپه تاريخي ښارکوټه کښي دپښتوژبي اوادب دپرمختګ دپاره جوړکړل سوي دي.دلومړي ورځي څخه یې خپلي ادبي غونډي پېل کړي دي.هم په دې لړکښي تېره ورځ د سمنګلي په سيمه کښي یوه درنه غونډه وسوه کومه چي وروسته په یوې لوي مشاعرې بدله سوه.دغه غونډه دپښتونخواادبي غورځنګ مشرعلي جان خوشحال په مشري کښي وسوه.دغونډي پېل دقرآن پاک دتلاوت کلام پاک څخه وسو.ښاغلي محمدالفت انقلابي دکلام پاک دتلاوت کولووروسته غونډه پېل سوه.دغونډي لومړي برخه کښي مشاعره وسوه.چي پکښي نوموړوشاعرانوخپل شعرونه وړاندي کړل چي نومونه اودشعرونمونې یې په داډل دي،


مشرعلي جان خوشحال:


زه چي مي سرباندي جامونه شراب واړوم


رقیبه تابه زه په نوي عذاب واړوم


عبدالله دانش:


چي وسرته مي ختلي نن جنون دي


بې پروامي ځکه …………….دي


اوهم دغه شان ښاغلي دويمه غزل په ترنم کښي وړاندي کړه.


محمدالفت انقلابي:


سره مات سه چي ټیټ نه سې غلامي یې بولم


هغه دوخت داتلانوسرټیټي یې بولم


صالح محمدبهار:


زړګیه ډیرزهیرسوې دخپل یارپه جداي


په ژوندکښي خوپېښېږي هم غم هم شادي


نوموړي خپله دغه غزل په ترنم کښي وویلا.


عبدالستارصابر:


راسي کارورڅخه واخلوداژوند…………دي


سرمایه پکښي ډېرېږي دعقباډېرښه ملت دي


ښاغلي محمدغني خپله حقیقي غزل په ترنم کښي وړاندي کړه.


ته دفلک په سفرولاړې اې نبي اې نبي


سولې…………………………….هاشمي


فیض محمدښادنام:


مکتب په لاس کښي خال وخط دخپل جانان وایم


دمحبت په مدرسه کښي امتحان وایم


عباس شاه درویش:


په سپینه ورځ مي رقیب ویني په تیارودرځم


یمه لکه ړوندلاس لګوم په دیوالودرځم


احمدهنریار:


دزړه په کورکښي مي جانانه ستاانځورساتلي


عبدالهادي ریاض:


ځوبه آخردخداي حضورته بله چاره نسته


زموږپه وړاندي بې دجهاده بله لاره نسته


هم دغه شان ضبط الله نړیواله اوسیمېزه خبرونه وړاندي کړل.


عبدالرحمان یارانه:


نن سترګي که راپورته پېغامونه مي راوړي دي


………………………..سلامونه مي راوړي دي


محمدرمضان ارماني:


مه مي ویښوۍ په خوب وېده ښه یم


ورک ددې دنیادغمه زه ښه یم


هم دغه رازپه مشاعره کښي نوروملګرولکه محمدظریف لالا.سلطان شاه آغا،عبدالنافع،محمداسلم وطن جار،محمداسلم،حاجي اُستامحمد،محمدصادق راحت،حاجي محمدصیم،ګل آغاباوري،حیات الله خلجي،احمدالله احمدي،عبدالغفارحقمل،حاجي محمدکریم،محمدسلیم ګلستاني،سیف الله،ګل حسن.عبدالسلام،منیراحمد،عبدالولي،جمال ماما اوعطاء محمدګډون درلود.


دمشاعرې وروسته دوینابرخه پېل سوه.دپښتونخواادبي غورځنګ مشرښاغلي علي جان خوشحال دپاي په ویناکښي وویل چي هرشاعرپه خپل شعرکښي بېلابېل انځورونه موږته وړاندي کړل.شاعردټولني انځورګروي.کوم چي داولس ستونزوته پخپل شعرکښي ځاي ورکوي.پښتوژبه زموږدپښتنودبې غوري له کبله ډېره ځپل سوې ده.په لوي شمېرپښتانه خپله پښتوژبه نه لیکلۍ سي اونه یې لوستلي سي.کوم چي زموږترټولولوي بدبختي ده.دپښتونخواادبي غورځنګ ملګروداهوډکړي دي چي موږبه پښتوژبه دنورژبوسیاله ژبه جوړو.


دپښتودپرمختګ دپاره خپلي هلي ځلي کوو.نوموړي وویل چي په پاکستان کښي په حکومتي کچه باندي دپښتوژبي دپرمختګ لپاره هيڅ ډول ځانګړي عملیات نه کېږي چي له دې کبله پښتوژبي په پاکستان کښي هیڅ ډول پرمختګ نه دي کړي.ښاغلي وویل چي شاعرانودپښتوژبي خدمت کړي دي.شاعردخپل قام دپرمختګ دپاره کارکوي.هم په دې ترڅ کښي پښتونخواادبي غورځنګ داهوډکړي دي چي غورځنګ به دیوې خپواکي ټولني په څېردپښتوژبي خدمت کوي.لوي څښتن دي موږپه دې کښي بریالي کړي چي پښتونخواادبي غورځنګ دپښتوژبي دپرمختګ وسېله وګرځي.