کور / شعر / اختر د ورورۍ

اختر د ورورۍ

خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                    زما په ولس په لر او بر د وررۍ


دا ستا رضأ هم په یووالي کې ده
                   ته مو نصیب کړې بیا جوهر د ورورۍ
سره پخلا او په جرګه کړې واړه
                         دا واړه ورونه ، مرور د ورورۍ


خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                    زما په ولس په لر او بر د وررۍ


واېي د خلکو زور د خداې زور وي
                      راځۍ بیا جوړ کړو لوې لښکر د ورورۍ
که شو یو موټۍ ، يو قوت شو ورونو
                      څوک به مو مات کړي دا سنګر د ورورۍ


خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                    زما په ولس په لر او بر د وررۍ



د ننواتو او جرګو په رسم
                     ټول سره کېنۍ په ټغر د ورورۍ
        هم سره لاس ورکړۍ وطن آباد کړۍ
                   په مينه ، مينه په اشر د ورورۍ


خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                    زما په ولس په لر او بر د وررۍ


که تېر په هېر کړو او ګذشت یو بل ته
                            هله پېدا به کړو هنر د ورورۍ
که شو خواږه او په درنښت یو بل ته
                     نشته دې بل کوم ښه نظر د ورورۍ


خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                       زما په ولس په لر او بر د وررۍ


راځۍ چې ځان او جهان وپېژنو
                      پردي هېڅکله نوي وړ د ورورۍ
مه ورکوئ بل زېرۍ مه ورکوۍ
                     حامد ته واوروئ خبر د ورورۍ


خدایه بیا راولې اختر د ورورۍ
                    زما په ولس په لر او بر د وررۍ


د ۲۰۱۱ع کال د اګست د میاشتې ۲۹مه ستاکتن کليفورنیا