د چارواکو سره د اړیکو په نتیجه کي د خلګو وژل، غلا او جنسي تیری

مختار احمد احسان | سپتمبر 13th, 2011


د کندوز په ولایت کي هغو ملېشه ځواکونو قوانین نه دي مراعت کړي چي د طالبانو سره جنګیږي . د فولکس کرنت خبر لیکي چي نوموړو خپل طاقت د بشري حقوقو پر ضد کارولئ دئ .

دغه ځواکونو نه یوازي خلګ وژلي، بلکي غلاوي یې کړي او د زور څخه یې په استفاده جنسي عملونه هم ترسره کړي دي . دا چي نوموړي په حکومت کي د لوړ رتبه چارواکو سره اړیکي لري، نو د ذکر سوو کړنو له امله یې په تکراري ډول د محکمې او سزا څخه خلاصون موندلئ دئ .

د بشري حقوقو د څارني د مرکز ((Human Rights Watch)) له خوا خپور سوئ راپور د ذکر سوي موضوع په اړه داسي لیکي : “هغوی بېله سزا په آزادانه توګه سره خپل کارونه مخته بیايي .”
دغه راز د بشري حقوقو د څارني مرکز (HRW) په کندوز کي میر عالم خان ته هم اشاره کړې . لیکي چي نوموړی د افغان ولسمشر تر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم پوري د حکومتي چارواکو سره اړیکي لري .

همدا ډول ویل کیږي چي محلي پولیس هم د بشري حقوقو په ساتلو کي بریالي سوي نه دي، بلکي قوانین یې تر پښو لاندي کړي دي .

منبع: ANP

Copyright Larawbar 2007-2024