راغلي نا بللي

د لراوبر اداره | سپتمبر 17th, 2011


خپل ځان او بل پرې وژني خو وسلې پردۍ پردۍ دي
سرونه یې غټ غټ خو ارادې پردۍ پردۍ دي
پوهېږم له مېړانې را وتلي یاست ډګر ته
شپه ورځ سرونه ښندئ خو نقشې پردۍ پردۍ دي
ډېر مه ورته ګډېږه را نسکور به شې کمبته
نڅادې ډېره وکړه خونغمې پردۍ پردۍ دي
دلوی دښمن مزدورو هم مو وژني هم پرې نازئ
باور پرې کوئ تاسوخو وعدې پردۍ پردۍ دي
سبابېګالګیا درته راوړي دکرکې توري
منم، کاتبان ستادي خوکیسې پردۍ پردۍ دي
دا تاسو یې چې څښئ پکې زهرجنې غوندې ښکاري
شراب به مو دځان وي خوپیالې پردۍ پردۍ دي
ور واچوه واسکټ چې ستا استاد هم جنتي شي
زموږ په قبرستان کې خو جنډې پردۍ پردۍ دي
دا نه وینې، چې زانګي بېګناه پاس په هوا کې
سرونه دي زموږ خو غرغرې پردۍ پردۍ دي
دخدای لوی جهان تنګ کړي لکه سپم دوړې ستنې
زاهد مو کلیوال خو موسلې پردۍ پردۍ دي
لس کاله شوو، چې خوب مو یوه شپه هم سم ونه کړ
بانډې زموږه خپلې خو چاپې پردۍ پردۍ دي
جانانه ځه چې جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
په دې کلابند ښار کې خو ګزمې  پردۍ پردۍ دي
پخپلو کې خو هیڅ وخت سره لاس اوګرېوان نه وو
دوروڼو قومو مینځ کې خوفتنې پردۍ پردۍ دي
دعلم او معرفت په ځای یې سره اورونه راوړل
یو بل تورنوو خو دسیسې پردۍ پردۍ دي
زموږ دکلي مینځ کې نړیواله جګړه پیل شوه
هستي مو دبابا ده خوتوبرې پردۍ پردۍ دي
پرون یې دکرزي ترږیره لاندې بارخر تېر کړ
داته څلوېښتوملکو خو پهرې پردۍپردۍ دي
له سلو قصابانو غوا مرداره شوه هغه ورځ
دوی هر یو ښه ماهر و خو چړې پردۍ پردۍ دي
راغلي نا بللي دې خدای ژرله سیمې ورک کړي
بسمله ملک زموږخو ادارې پردۍ پردۍ دي

Copyright Larawbar 2007-2024