تروريستان

د لراوبر اداره | سپتمبر 21st, 2011


زماوطن ته پرنګيان راغلي
وطن يي وران کړوښاماران راغلي


اوازکوي درته وطن جوړوو
خوموږيي پيژنو وحشيان راغلي


يوڅوپلچکه څوسرکهً جوړکړه
پدي بهانه دا حراميان راغلي


دجمهوريت اوامن چغي وهي
سواره په ټانک دا توپکيان راغلي


وطن زموږه واک يي دوي سره دي
پوځي جامو کي شيطانان راغلي


ټول رهبران يې په ډالرکړه راضي
خولي يي ورباندي کړي ټګان راغلي


سلهاوو قتل کړي بياسوري وکړي
بدل لباس کي شيطانان راغلي


بمباري وکړي ماشومان قتل کړي
که په زابل که په لغمان راغلي


ناوي يي کونډي کړي مورګاني بوري
خدايه دا څنګه ظالمان راغلي


زما ملا زما طالب قتلوي
داڅومره غټ تروريستان راغلي


زماهيواده ته زخمي زخمي شوي
په دا څنګه حاکمان راغلي


دشپي اوده وم ګړزهار شروع شو
خلکوکړي چغي انګريزان راغلي


تمکين چي وليده قيامت پري راغلئ
سرو سره خواکي داخليان راغلي

Copyright Larawbar 2007-2024