کور / شعر / غزل

غزل

کـــــــه ته نه يې ستاتصـــــوير خــــو راسره دی


کــــه خـــــوښي نه وي نو وير خـــــو راسره دی 



که عـــــــلاج د ليـــــونتــــوب درسره نــــــه وي


لاس مــــــې وتــــړه ځنځير خــــــــــو راسره دی 



پدې چم کې که بنګ نشته شــــــراب نشته


ستا دمــــــړو سترګو تاثير خـــــو راسره دی  



بېلتانه د که  له مـــا هــــــرڅه ولجه کـــــــــــړل


خـــو پښتون غوندې ضمير خو راســــره دی 



که له درده  د کــــړم خـــــلاص زړګی د يــــوړ


خوب مې ورک دی او شوګير خوراسره دی 



که مې تا لوټ کړ پيزوان په چارګل وياړم 


که پاچــــــــــا نشته وزير خــــــــــو راسره دی