کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښاغلي شېرزاد له درنې کورنۍ سره غمشريکي

د ښاغلي شېرزاد له درنې کورنۍ سره غمشريکي

دغمشريکۍاوډاډگېرنې پيغام  


په زياته خواشینی موخبر ترلاسه کړ چي په دسويډن  دمالموپه ښارکي ميشت ليکوال ،فرهنگپال الحاج محمداقا شيرزادمور،دافغانانودعلمیاوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې غړي ميوند شيرزاداو دځوان شاعراوفرهنگي څېرې  دروزگان مليمهالنۍخپرونې همکار اوتخنيکي مسول  ښاغلي هيوادشيرزاد،ځوان شاعر هلمندشيرزاد پتمنيانا  دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله  له خپلو دوستانواوخپلوانونه دابدی ژوند په لوررخصت واخيست  .


اناالله وانا اليه راجعون


موږ پداسي حال کښي چي دښاغلي حاجی محمد اقاشيرزاد دمحترمې مور مړينه ددهاوددوي دټولي درنې  کورنۍ لپاره ستره ضايع بولو،ځانونه دښاغلي حاجي  محمد اقاشيرزاد دکورنۍ اوټولو اړوندانو سره پدې لوي  اودردونکي غم کښي شريک بولو. دلوي څښتن  له دربارنه مرحومې ته دپردوس جنت غوښتنهاوپاتې دوستانوته ئې   دزړه صبر غواړو. روح دې ښادوي .


پدېهيله چي بيائي دکورنۍ دکاله دړه دداسي غم پيغام رسونکی ورونه ټکوي چي دائې پرې هيرسي.


په سويډن کيددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگېاوروزگان  ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب


 حبيب الله غمخور


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگیټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپروني اداره !

تبصره نسته

  1. ددرانه استاد حبيب الله غمخورسره خواخوږۍ
    پوهان وايي:کله چي تاسی له يو چا سره په خوښی کی ګډون وه کړۍ نو خوښي دوه ځله کېږي (تاسوهم خوښېږی او ستاسو دوست هم) همد غه رنګه که له دوست سره په غم کی شريک سی غم مو نيمی کړی (له دوست څخه مو نيم غم پورته کړی) پدې خبره به هغه وخت پوهېږو چې راسره دوستان ولاړ وي.
    خو کډوالي به مې ډېر ډېر وه ژړوي,ځکه چې دوستان به مو لږوي. که مووطن له ښامارانو خلاص واي ولي به می دومره ستر خلګ يوازي دڅوتورو په ډاډګېرنه خوشحاله کول .وسلام
    ويښ ځوانان :کوټه

  2. په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې دغم شریکي اوتسلیت پیغام

    په ډېره خواشیني سره مونن یو بل دردوونکی خبر تر لاس کړ، چې دګران او فرهنګپال، درانه او عزتمن لیکوال حاجي صاحب محمداقا شيرزادګرانه مور، دميوند شيرزاد، په موږ ګران او منلي فرهنګي او فرهنګپال ځوان خوږ ژبي اوباحوصلې شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد، زموږ ځوان اوتکړه شاعر هلمند شيرزادپتمنې اناد ورپېښې ناروغي له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

    انآلله و انا اليه راجعون

    موږ ټول په دې درانه غم اودردوونکو شېبوکې کې د شیرزاد صاحب له درنې کورنۍ سره ځانونه خورا دردمن اوغمجن بولو.

    موږ دعزتمن شیرزاد صاحب درنې کورنۍ او ټولوخپلوانوته جمیل صبر اوخدای بښلې بي بي ته دفردوس جنت سوالونه کوو.

    دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب

    محمدامین بسمل

    په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې دغم شریکي او تسلیت پیغام

    په ډېره خواشیني سره موخبر ترلاس کړ،چې دلویې پکتیااوښتون ټولنې تکړه اوفعال غړي زموږځوان، هڅاند، خوږ ژبي با استعداده شاعر، فرهنګي او فرهنګپال شخصیت ښاغلي احسان الله محجورقدرمن پلار په سیمه کوراوکلي کې محبوب اومنلی شخصیت ډګروال صاحب بسم الله جان دورپېښې ناروغي له کبله پرون وروسته د سهارلمانځه له ادأ کولو څخه په حق ورسېد.

    انآلله و انا اليه راجعون

    موږ له ګران محجورصاحب اودرنې کورنۍ سره یې په دې دردوونکي غم کې ځانونه شریک او سخت غمجن ګڼو،ده اودرنې کورنۍ ته یې له لوی خدای (ج) څخه دجمیل صبر او خدای بښلي ډګروال صاحب بسم الله جان ته دفردوس جنت غوښتنه کوو.

    دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب

  3. په ډيره خواشينۍسره بايدووايم چي،دحاجي صاحب شيرزادمورله دې فاني نړۍ څخه دعابدلپاره رخصت اخيستۍ،په داسي حال کي چي کورنۍ ،اولادونه لمسيان او…دغم پرټغرراټول اودبېلتون په ويرکي يې زانګي.
    موږ(دکندهارفرهنګيان)دښاغلي شيرزادسره په دې غم شريک يو،الله ج دې داوطن ددې هره ورځ ماتم څخه خلاص کړي.
    امين ثم امين
    سيداغاوطن ياردهارپاڼي مسؤل
    http://www.haar.blogfa.com

  4. په ډيره خواشينۍسره بايدووايم چي،دحاجي صاحب شيرزادمورله دې فاني نړۍ څخه دعابدلپاره رخصت اخيستۍ،په داسي حال کي چي کورنۍ ،اولادونه لمسيان او…دغم پرټغرراټول اودبېلتون په ويرکي يې زانګي.
    موږ(دکندهارفرهنګيان)دښاغلي شيرزادسره په دې غم شريک يو،الله ج دې داوطن ددې هره ورځ ماتم څخه خلاص کړي.
    امين ثم امين
    سيداغاوطن ياردهارپاڼي مسؤل
    http://www.haar.blogfa.com

  5. ښاغلي محمداقا شیرزاد او د کورنۍ ټولو غړو ته د متوفی و ابدي ژوند ته د تګ په اړوند ، د خپل ځان او کورنۍ له خوا خپل ژور خپګان څرګندوم . له لوی خدای څخه متوفی ته د فردوس جنت غوښتنه کوو او ستاسو د کورنۍ له پاره دعا کوو چي دا غم دي اخیري وي . امین .

  6. بلجیم میشتي افغانان او افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه د افغان کلتور ، علم او پوهي د لارویانو ښاغلي هیواد شیرزاد ، هلمند شیرزاد او د شیرزاد صیب د کورنۍ غړو ته د دوی د محترمي انا حق ته د ځان سپارلو په اړه خپل خپګان او درناوي وړاندي کوي . خدای دي هغوۍ ته جنت فردوس او تاسو ته د زړه صبر درکړي . امین . افغان کلتوري بهیر ، مشرتابه جرګه . بروکسل . بلجیم

  7. په دې توګه د ګران ورور ښاغلي محمد آقا شېرزاد او ځوان فرهنګیال ښاغلي هېواد شېرزاد او د دوي له درنې کورنۍ سره د ورپېښې غمیزې له امله خپله غم شریکۍ ځرګندوو ، او له لوی خدای نه متوفی ته د ښو جنتونو په هیله ، د شېرزاد صیب کورنۍ ته د صبر او تسلیت څرکندونه کوو .دا غم دې بل غم نه هیروي ، دا دې وروستۍ غم وي .
    په درنښت
    محمد یوسف هیواددوست

  8. د شیرزاد صاحب کورنۍ ته د خواخوږی پیغام:
    په ډیری خواښیني سره می خبر تر لاسه کړی چه د شیرزاد صاحب کورني ددوي دکورنۍ د یوه ګران اودرانه غړي ددی فانې نړۍ څخه رخصت واخیست او د حق و ابدی نړي ته کوچ شوه.
    زه ددوي و کورني ته خپل تسلیت او ژور خپګان څر ګندوم او ددوي سره په دي غمرازی او ویر کي ځان شریک ګڼم.
    خدای دی متو فی ته د فردوس جنت ور کړی اوستاسو وکورنۍ ته د زړه صبر او حو صیلی غواړم.
    پاک ا لله مي د نورو غمونو څخه وژ غوره.
    ستاسو دوست
    ولی محمد نورزی هالند