د عوامو هغه ډرامې خوښېږي چې ډانسونه پکې وي، کچکول خان

د لراوبر اداره | سپتمبر 27th, 2011


 پښتو سينما: خپله لنډه پېژندګلو راته وکړئ؟


کچکول: زما نوم کچکول خان دی او د پلار نوم مې نادر خان دی. د پېښور په ګلبهار کې د فرورۍ په دوېم تاريخ کال ١٩٨١ء کې پېدا شوی يم، ايف ای مې کړی دی.


پښتو سينما: شوبز ته څنګه راغلې؟


کچکول خانکچکول: زما د سکول د وخت نه د فلمونو سره شوق وو.


پښتو سينما: دلته په راتګ کې درته څه مشکلات رامنځ ته شول؟


 کچکول: مشکلات دومره نه وو، ځکه چې هغه وخت کې د ډرامو کار ايله شروع شوی وو، بيا ما يوه ډرامه د “بنګړي مې مات نکړې” په نوم جوړه کړه او د ناز سينما هال کې مې ټولو ملګرو ته يوه پري (Free) شو (Show) ورکړه، زما د کار ستاينه وشوه او ملګرو خوښه کړه، همدلته هدايتکار يونس تهکالی هم وو چې بيا يې زۀ په خپله ډرامه کې د نونو (سيمي خان) او منصور غوندې ښه ارټسټانو سره هيرو کاسټ کړم.


پښتو سينما: تراوسه دې څومره ډرامو او فلمونو کې کار کړی دی؟


کچکول: پنځلس شپاړس ډرامو او پنځه شپږو فلمونو کې مې کار کړی دی.


پښتو سينما: تر ټولو زياته کاميابه ډرامه دې کومه يوه ده؟


کچکول: وفادار.


پښتو سينما: د هغې په حقله راته څه ووايه؟


 کچکول: هغه وخت کې د فلم انډسټرۍ والا ارټسټان ډرامو ته نه وو راغلي، مونږ ته موقع ډېره وه، په دغه وخت کې صرف د ټي وي ارټسټان وو، پروډيوسر بيا ماته سکرپټ هم حواله کړو، دا د اېکشن نه ډکه ډرامه وه، زما خپله هم اېکشن خوښ وو، هغه ډرامه ډېره کاميابه شوه.


پښتو سينما: مخکې به ډرامې لږې جوړېدې خو معيار به يې ښه وو او اوس ډېرې جوړېږي خو معيار يې هغه پخوانی نۀ دی پاتې، د دې وجه څه ده؟


کچکول: د معيار خبره بس همدا ده چې مخکې به مونږ سره دا احساس وو چې دا ډرامې خلک په کورونو کې هم ګوري، بيا پکې نوي نوي کسان راغلل او په ډانسونو يې شروع وکړه، خلکو هغه ډېر خوښ کړل، نو مونږ مجبوره شو چې داسې ډرامې جوړې کړو، ځکه چې عوام هم دغه شان ډرامې خوښوي.


پښتو سينما: په اوسنو ډرامو کې د انډين ډرامو نه فحاشي زياته شوه، دا ډرامې او فلمونه څوک په کور کې نه شي کتلی، په دې حقله به څه وايې؟


کچکول: دا خبره رښتيا ده، خو سي ډي داسې څيز دی چې څوک يې ګوري نو وړي يې او که نه، نو نه يې وړي، لکه مثال د سينما چې څوک خوښ کړي نو ټکټ يې واخلي او که نه نو نه يې ګوري، خو د عوامو هم داسې کار خوښېږي.


پښتو سينما: تخليقي معيار اوس دلته څومره دی؟


کچکول: تخليقي معيار دلته ختم دی، مونږ يوه ډرامه د “بېلتون” په نوم جوړه کړې وه، چې د يوې کورنۍ کيسه وه، هغه يوه صفا سوتره ډرامه وه، ډانس مانس پکې نه وو، په هغې کې جهانګير خان، طارق جمال او سبا کاظمي وو، هغه يوه تخليقي کيسه وه او ډېر ښه کاسټ يې وو، خو هغه ډرامه تراوسه د دکاندار سره پرته ده.


پښتو سينما: د ډرامې په زياتېدو سره، په مارکيټ څه اثر پرېوتو؟


کچکول: پوهه ډايريکټران اوس کار نه کوي، ځکه چې هغوي پنځه شپږ لکه روپۍ په ډرامه ولګوي او هغه پېسې بيرته ډرامه نه راسر کوي، ځکه چې دلته دوي ډرامه په هغه قيمت نه اخلي، نوي کسان ډرامې جوړوي او په نيم قيمت يې هم خرڅوي، بله وجه يې دا هم ده چې د ډرامې سندرې زړې شي نو خلک وايي چې دا ډرامه زړه ده، نو هر سړی کوشش کوي چې خپله ډرامه د بل نه مخکې کړي نو ځکه ټولې ډرامې يو ځائې شي او بيا هغه پېسې نه کوي.


پښتو سينما: راروان وخت کې به دا ډرامې ښې شي او که نه؟


 کچکول: په ښار کې خو خلک دا ډرامې ډېرې نه ګوري، دا ډرامې خو زياتره کليوال خلک ګوري، ځکه چې هلته کيبل نه وي، بله وجه د حالاتو هم ده چې نن سبا ډېر بد حالات روان دي اوس څه نه شو وئيلی چې راروان وخت کې به حالات څنګه وي.


پښتو سينما: که څوک دلته راتلل غواړي نو هغه ته به څه پېغام لرې؟


کچکول: اول خو پکار دا ده چې د دلته راتګ نه مخکې دې ځانله يو داسې کار پېدا کړي چې خپله ګزاره پرې کوي، ځکه چې وادۀ به کوي، کور به ورپسې وي، دا خو د رڼاګانو دنيا ده، راځي دې، کار دې پکې کوي، څومره قربانۍ چې زړو ارټسټانو ورکړي نو هغه څوک هم نه شي ورکولی.

Copyright Larawbar 2007-2024