په ميدان وردګ ولايت کي لومړنی خصوصي پوهنتون پرانستل سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 13th, 2011


په میدان وردګو ولایت کې دلومړي ځل لپاره یو خصوصي پوهنتون ددې ولایت دزده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.


دنوموړې خصوصي پوهنتون دپرانیستې په مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم
فدایي، سربېره، دلوړو زده کړو وزارت دنشراتو ریس او ورسره پلاوي، دتابش
دپوهنتون ریس او ورسره استادانو،په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازو،ولایتي
شورا غړو، دترکي ولایتي بیارغاونې ریس مظفر  او ددې ولایت قومي مشرانو او
ځوانانو برخه اخیستې وه.
ښاغلي والي په خپله ویناء کې په تیرو لسزیزو کې افغانستان ته په اوښتو
زیانونو او پدې برخه کې اهل علم ونډې ته په اشارې وویل (علم په زده کولو
سره باید د انسان په چلند او فکر کې مثبت بدلون راولي او دعلم څخه په
استفادې په ټولنه کې تغیر راولي) همدا راز نوموړي وویل هغه وخت به
افغانستان  دنړۍ دهېوادونو سره سیال شي چې مسلکي او علمي کدرونه دهمدغه
تعلیمي موسساتو له لارې ټولنې ته وړاندې  شي).
دتابش دپوهنتون ریس پوهندوۍ سیدمحمد ټینګار وویل موږ هڅه کوو چې دمرکز
ترڅنګ په ولایتونو کې هم دهغه زده کوونکو لپاره دزده کړې زمینه برابره
کړو چې نشې کولای دخراب اقتصادي وضعیت له امله خپلو لوړو زده کړو ته دوام
ورکړي.



دلوړو زده کړو وزارت دنشراتو ریس پوهندوي محمد  عظیم نوربخش وویل چې
دلوړو زده کړو وزارت په ولایتونو کې د دولتي پوهنتونو دایجادولو په موخه
ترلاس لاندې پروګرامونه لري چې په ۲۰۱۴ کال کې به په وردګو ولایت کې هم
دولایتي مسولینو په غوښتنه دیو پوهنتون ایجاد کړو او ددې ولایت دخلکو په
غوښتنه په راتلوونکي کې به ټولې دکانکور ازموینې او بهرنیو برسونو
ازموینې په ولایت کې واخیستل شي.
د ترکیي ولایتي بیارغاونې ډلې مشر ښآغلي مظفر ژمنه وکړه چې دتابش خصوصي
پوهنتون ددغه نیک ګام په اخیستو سره موږ ژمنه کوو چې دغه پوهنتون به
دترکي دیو پوهنتون سره د ورور پوهنتون په نوم نوموي او د دواړو پوهنتونو
ترمنځ به دایمې اړیکې رامنځته کوي.


وروسته په غونډه کې په ملي شورا کې ددې ولایت استازو هریو حاجی
عبدالمجید، سناتور سعیدي او د ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان په وار
سره خبرې وکړي او ددغه خصوصي پوهنتون په ایجاد کې ولایت والي هلو ځلو څخه
مننه وکړه او هم یې ددې پوهنتون ایجاد ددې ولایت زده کوونکو لپاره یوه ښه
لاسته راوړنه وبلله او ژمنه یې وکړه چې دولایت ولسونه به  دنوموړي
پوهنتون څخه خپلې مرستې او ملاتړ ونه سپموي.
وروسته دګډونوالو لخوا دپوهنتون رسمي پرانیسته وشوه او هم دنژدې ۱۰۰ زده
کوونکو څخه دپوهنتون دشمولیت ازموینه واخیستل شوه.
دتابش دخصوصي زده کړو پوهنتون د اوس لپاره دحقوقو او اقتصاد پوهنځې لري
چې په راتلووکي کې به دزده کوونکو دغوښتنې او ګډون سره سم نور پوهنځي هم
پکې شامل شي.



 

Copyright Larawbar 2007-2024