کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ګریټ ګېم پېچلي او خونړي پړاوونه

د ګریټ ګېم پېچلي او خونړي پړاوونه

ډیری تاریخي او سیاسي شنوونکي په دې عقیده دي چې په سیمه کې د تروریزم پرخلاف او سنۍ جګړه د تیري سړې جګړې او د څو پیړیو وړاندي د ګریټ ګیم یا لويي بازۍ ادامه ده  هغوی په دې اند دي چې هغه مهال انګریزانو غوښتل چې د افغانستان په نیولو سره د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ځان ورسوي او هغه هیوادونه ترخپلي ولکې لاندي راولي خو اوس نورهیوادونه غواړي چې د افغانستان له لاري د تروریزم سره د جګړې په نوم ځانونه د منځنۍ اسیا د تیلو او ګازو زیرمو ته ورسوي ، شنوونکي په دې باور دي  چې اوس داجګړه د بُرد وباخت ( ګټلو یا بایللو ) تربریده رسیدلې او همدا لامل دی چې ددغي جګړې وروستي پړاوونه ډیر پیچلي او خونړي شویدي.
ګریټ ګیم یا لویه بازي په نولسمه پیړۍ کې هغه وخت پیل شوه کله چې انګریزانو  په هند باندي خپله ولکه ټینګه کړه او د افغانستان د نیولو تکل یې وکړ ترڅو ځان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ورسوي او هغه هیوادونه ترخپلي ولکې لاندي راولي په دې توګه لویه بازي د برتانیې او د روس د امپراطورۍ ترمنځ د منځنۍ اسیا دهیوادونو پرسر د نظامي او سیاسي رقابت پایله بلل کیږي چې د رقابت او تقابل ډګر یې افغانستان و.
 د لويي بازۍ پرمهال انګریزانو د افغانستان دنیولو هڅي وکړي او څو ځلي یې په افغانستان بریدونه وکړل ددې بازۍ پرمهال د افغانانو او انګریزانو ترمنځ درې جګړې رامنځته شوي چې وروستۍ جګړه د استقلال جګړه وه چې افغانانو له انګریزانو خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.
د دوهمي نړیوالي جګړې نه وروسته په سیمه کې د برتانیې امپراطوري پاي ته ورسیده هندوستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه او د پاکستان په نوم یو نوی هیواد رامنځته شو داوخت نړیوال تقابل په بله بڼه د نوي لوبغاړو ترمنځ پیل شو چې یوې خواته یې د امریکې متحده ایالات او بل لوري ته یې پخوانی شوروي اتحاد ولاړ ؤ چې دا جګړه د دغو دوو زبر ځواکونو ترمنځ د سړې جګړې په نوم یاده شوه ، سړه جګړه کټ مټ د لويي بازۍ ادامه وه یوازي یې لوبغاړو بدلون موندلی و خو سیمه یې بیا هم زموږ سیمه وه او افغانستان یې د نړیوالو رقابتونو په پایله کې د اصلي مرکز په توګه په نښه شو.
 دغو رقابتونو هغه وخت خونړۍ بڼه غوره کړه کله چې شوروي پوځیانو پرافغانستان یرغل وکړ او افغانستان د جګړې په اصلي مرکز بدل شو ، افغانانو د هیواد دخپلواکۍ لپاره جهاد او مبارزه پیل کړه غربي نړۍ یې مرسته وکړه او د دوو میلیونو افغانانو په شهادت سره نه یوازي پخواني شوروي داجګړه وبایلله بلکي ټول کمونسټي سیسټم او نړیوال سوسیالیسټي بلاک ونړید لنډه داچې ددې جګړي د بري ګټه نورو ته ورسیده او افغان ولس ته یوازي وران ، ویجاړ هیواد او غم ځپلی برخلیک ورپه برخه شو.
د پخواني شوروي په نړیدو سره نړۍ یو قطبي شوه او په نړۍ کې یو زبر ځواک د امریکې پاتې شو دغه مهال افغانستان د خپل منځي جګړو په ډګر اوښتی و چې په پایله کې یې یو نوی ځواک د طالبانو په نوم واک ته ورسید . د طالبانو امارت  یوازي دریو هیوادونو ( پاکستان ، سعودي عربستان او دعربي متحده اماراتو ) په رسمیت وپیژاند او د نوري نړۍ سره یې اړیکي خړي پړي وې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اسامه بن لادن ترمشرۍ لاندي د عربي هیوادونو پخواني مجاهدین او وسله وال په افغانستان کې میشت شول او مرکزونه یې جوړکړل چې په دې توګه نړیوالو د طالبانو امارت ته دشک او بې باورۍ په سترګه کتل.
خو د سپتامبر د پیښو نه وروسته هر څه بدل شول  امریکې ددې پیښو پړه د القاعده تنظیم پرغاړه واچول چې مشرۍ یې اسامه بن لادن کوله د امریکې په مشري پر افغانستان برید وشو د طالبانو واکمني ختمه شوه ، القاعده او طالبان ترهګر وبلل شول او دتروریزم پرخلاف دیوې نوي جګړې بنسټ کیښودل شو چې په دېتوګه  د لويي بازۍ او سړې جګړې نه وروسته یو ځل بیا افغانستان د یوې بلي جګړې په خونړي ډګر واوښت چې دادی لس کاله دا جګړه زموږ په هیواد کې روانه ده او دهري ورځي په تیریدو سره دا جګړه نه یوازي داچې د پاي ته رسیدو څرک یې نه لګیږي بلکي نوره هم پیچلو او خونړیو پړاوونو ته ورننوزي سیمه ییز او نړیوال ابعاد پیداکوي او د سیمي او نړیوالو هیوادونو دمقابلې په یوه لویه مجموعه باندي بدلیږي.
اوس داسي ښکاري چې نړیوال او امریکا هم ددې جګړې نه ستومانه شوې او دا جګړه د تاریخ یوه اوږده او خونړۍ جګړه بولي ، نظامي څیړونکي په دې عقیده دي چې جګړه څومره اوږدیږي د هغه د بریالیتوب هیلي کمزوري کیږي ، جګړه پیچلې کیږي او د حل اوبریالیتوب لاري یې ستونزمني کیږي چې د تروریزم پرخلاف اوسنی جګړه هم په همدغه ناروغي اخته شوې بلل کیږي.
سیاسي شنوونکي په دې اند دي که چیري د تروریزم پرخلاف د جګړې پر کړنلاري ، او هغو اساسي لاملونو باندي چې دا جګړه یې پیچلې او خونړۍ کړې له سره کتنه ونه شي داجګړه نوره هم اوږدیدلی شي او دبریالیتوب هیلي یې په اوبو لاهو کیږي ، ډیری څیړونکي په دې باور دي چې باید داجګړه هلته وغځول شي چې ددې جګړې د دوام لاملونه شتون لري په دې اړوند هغوي د امریکې له لوري په پاکستان د نورو فشارونو خبره کوي  او زیاتوي چې  په  افغانستان کې باید د بیا رغوني او اقتصادي پیاوړتیا هڅي ګړندی شي ، د فقر ، بیکارۍ او دېته ورته ستونزو په وړاندي مبارزه وشي ، بل پلو باید د افغانستان امنیتي ځواکونه د کمیت ، کیفیت او پرمختللو وسلو له اړخه پیاوړي شي ترڅو د مستقلي د فاع وړتیا ترلاسه کړي او ددې ترڅنګ په سیاسي برخه کې باید د سولي هڅي پیاوړي شي ترڅو د سولي او پخلایني په لاره کې شته خنډونه ټول له منځه لاړ شي هغه وخت کیدی شي له یوې خوا امریکا او نړیوال ملګري یې په دې اوږده جګړه کې بری ترلاسه کړي او له بلي خوا په جګړه ځپلي هیواد افغانستان کې د سولي او امنیت ډاډمنه فضا رامنځته شي. او افغانان پخپل هیواد کې په پوره ډاډ او امنیت سره خپل ژوند وکړي.