کور / کره کتنه / دپکتپا پوهنتون محصلين ولي شهيدان او زخميان شول ؟

دپکتپا پوهنتون محصلين ولي شهيدان او زخميان شول ؟

څرنګه چي دافغانستان اسلامي خاوره دغيرتمنو مسلمانو افغانانو کور دى دتيرو دريو لسيزو راپديخوا ددي خاوري پچيانو دخپل عزت او ناموس دساتلو لپاره په ميلونونو شهيدان ورکړي او لا اوس هم دخپل هيواده دباندي د درپه دري ژوند تيروي او دادى ټوله دنيا يي ګوري چي په روان اسلامي انقلاب کي ددي خاوري اصلي بچيان بيا دخپلو مسلمانو خويندو او ميندو دعزتونو لپاره قربانۍ ورکوي او دجهاد په تودو سنګرونو کي په خپلو نازکو بدنونو باندي ډول ډول تکليفونه ګالي او يو شمير نورو يي دکفارو په کرغيړنو زندانونو کي دخپلو عزتونو دمحفوظولو په خاطر خپل تقريبا نيمايي عمرونه تير کړل خو دبلي خوا دافغانانو په منځ کي داسي بي ضميره ، بي غيرته او بي وجدانه خلک هم شته چي نه خپل عزت لري او نه دبل مسلمان عزت دده نه محفوظ دى چي ددي جملي څخه يو هم دپکتيا ولايت دمنګلو دقوم يو تن لعين ډاکتر خان محمد منګل دى خان محمد منګل چي اوس اوس ددي ولايت په پوهنتون کي دطب دپوهنځي رئيس تعين شوى يو بداخلاقه انسان دى چي اسلاميت نه ډير ليري حتى چي دانسانيت په پوله هم ندي تير شوي .
راځۍ چي دهغه حقيقت نه مو خبر کړم چي تيره پنجشنبه دپکتيا په پوهنتون کي تير شو .
دپکتيا په پوهنتون کي دهلکانو تر څنګ دمختلفو ولايتونو څخه بعضي انجوني هم په درسونو بوختي دي چي دپوهنتون ليليه يي ورته په اختيار کي ورکړي او تر اوسه پکي اوسيږي دسه شنبي په ورځ دميزان ٢٦ مه ماښام مهال دطب دپوهنځي رئيس خان محمد منګل دليليي خونو ته چي وار له مخکي يي په تيرو امتحانونو کي دري تنه پکتياوالي انجوني په اعتماد کي اخيستي وي او ددوۍ په واسطه به يي نوري پښتني خويندي بد کارۍ ته رابللي چي له دي جملي څخه يي يوي تني زمونږ دپاک لمني کونړۍ خور دبي عزتۍ اراده لرله پکتيا والي ته يي وويل چي لاړه شي او دا (ل) کونړۍ راته راوله هغه ورغله او ورته يي ويل چي راشه رئيس صيب دي غواړي هغي ورته ويلي و چي رئيس په دي ماښام په ما باندي څه کوي پکتيا واله (م) بيرته راغله او رئيس ته يي وويل چي نه راځي رئيس ورته وويل چي په زور يي راوله پکتياواله بيا ورغله او ورته يي ويل چي مونږ پکتياوالي يو په زوره دي بوځو پښتني خور (ل) په دغه وخت کي خپل خاوند زلمى چي دننګرهار اوسيدونکى او دپکتيا په يوه ليري پرتي ولسوالى کي يي وظيفه ترسره کوله تليفون وکړ هغه په دي خاطر چي ډير ليري و خپل يو پخواني همصنفي ته چي ډاکتر شرافت نوميږي او احمدزى دي او دګرديز په ښار کي په وظيفه بوخت دى تليفون وکړ چي زر ولاړ شه په ليليه کي څه خبره ده ورندار دي تليفون راته کړى و هغه زر ولاړ کله چي ليليي ته ورسيد دليليي د دروازي څخه رئيس خان محمد منګل په ډيره وارخطايي راووت دراوتلو سره سمدستي ډاکتر شرافت دګريوان څخه ونيوه خو دا چي خان محمد منګل يو بدمعاش سړى و هميشه به يي تفنګچه ګرځوله په شرافت تفنګچه راوويسته او ورته يي ويل چي دمخي نه مي ليري شه کنه يو کارتوس دي دارو کوم هغه هم چي غيرمسلح و لاره ورکړه او رئيس په تيښته وتښتيد په سبا ورځ يعني دچهارشنبي په ورځ سهار مهال يي دمحصلينو په نماينده عزت الله احمدزي پسي خپل يو وراره چي هغه هم يو لوفر او بدمعاش انسان دى وروليږه او په څو کسانو يي سخت وواهه خو پوليس يي ترمنځ شول او حوزي ته يي ټول بوتلل حوزه کي يي تر ي پوښتنه وکړه چي څه خبره وه هغه نماينده ( احمدزي ) ورته ټوله قصه وکړه خو په دي ورځ ټول محصلين خبر شول چي زمونږ ديوي پښتني خور بي عزتي شوي ټولو په شريکه تصميم ونيوه چي درئيس څخه پوښتنه وکړي او مخه يي ونيسي
په سباورځ يعني دپنجشنبي په ورځ دميزان په ٢٨ مه سهار ودلايتي شورا رئيس شادي خان هادي ، ولايت معاون عبدالرحمن منګل ، جنت خان منګل ، او دمنګل قوم نور بدمعاشان چي دپکتيا په ولايت کي زيات اثر رسوخ لري ټول پوهنتون کي سره راجمع شول دامنيت ملي رئيس ، دامنيي قوماندان او نور مشران هم ورسره و په شريکه يي يو بي رحمه پلان جوړ کړ تر څو په دي طريقه محصلين وويروي او هر څه پټ کړي خو باغيرته محصلينو چي دخپلي پښتني او مسلماني خور په سر يي غيرت ته ملا تړلي وه په خپل وخت پوهنتون ته حاضر شول زه چي هم په دغه محصلينو کي وم تدريسي خونو ته داخل شوم محصلينو کوشش وکړ چي درئيس دفتر ته داخل شي رئيس دکړکۍ څخه ټوپ کړ او په محصلينو يي دخپلي تفنګچي په مټ ناتاره ډزي وکړي چي دري تنه محصلين يي په خپلو ډزو سره وويشتل چي دهغي دجملي څخه يي يو تن ورور په ملا لګيدلي و په دواړو پښو فلج شو ددي سره سمدستي دملي امنيت لنډه غرو په خالي لاس او بي دفاع محصلينو ناتاره ډزي شروع کړي چي تقريبا شل دقيقي يي دوام وکړ نهه تنه ورونه زخميان شول چي بيا وروسته يي سخت ټپيان کابل او قل اردو ته انتقال کړل او سرسري زخميان يي په صحت عامه کي دتداوي لاندي و چي تر ماذيګره پوري يي دوه تنه په شهادت ورسيدل اوباقي نور يي لاتر اوسه په روغتونونو کي بستر دي .
رئيس په ښه امنيت کي دملي امنيت ځواکونو په رينجر کي کښيناوه چاى يي ورته راووړ او بيا يي په امن کي دصحني څخه وويست دغه کسان چي په مونږ يي ډزي وکړي په دي کي مونږ وليدل چي دولايت دمعاون عبدالرحمن منګل شخصي عسکر هم چي منګليان و هم شامل و . بايد ووايم چي په دي واقعه کي دمنګلو ټول ګروپ چي په پکتيا کي اقتدار لري شريک دي او بايد ونه بښل شي مونږ به هم کوشش کوو چي تر هر ځايه پوري مو وس وي خپله دعوه به چلوو خو داچي مونږ محصلين يو بايد تاسي ټول مو په دغه لاره کي مرسته وکړۍ او خپل افغاني او اسلامي مسؤليت مو رفع کړۍ .
دا زموږ افغاني او اسلامي غيرت و نور دمشرقي دمشرانو ، دپارلمان دغړو ، دمشرانو دجرګي دغړو ، دمشرقي دولايتي شوراګانو کار دى چي دمشرقي عزت او په مجموع کي دټولو پښتنو خويندو عزت په ځاى کوي او که يي دپکتياوالو منګلو بدمعاشانو په پښو کي غورځوي قضاوت په دوۍ .
مننه
عبدالله دپکتيا پوهنتون دطب پوهنځي محصل




لراوبر ته پورتنۍ ليکني په اړه تبصره راغلې ده ، دلته يې کټ مټ خپروو :


اصیل پکتیاوال دعلم غوښتونکي دي !


زمادرنوخویندواوروڼودمینی اوادب په سلام اودرناوي مولمانځم . زمادالیکنه دګران ورور عبدالله صاحب چې ځان دپکتیاپوهنتون دطب پوهنځی محصل پیژنی اودهغه دلیکني دملتیالپاره چې دپکتیاپوهنتون محصلین ولی شهیدان کیږی ترعنوان لاندی مطب دی  څرخیږی.


که رښتیاووایم  مادښاغلی عبدالله صاحب مطب پداسی حال کښی ولوست چې زه ډیرستړی دکارنه خپلی کوټه ته راستون شوم اوددی مطب په لوستلو زما زړه په سینه کي دخفګانه ټوپونه وهي اوضمیر مي داجازه رانه کړه چې قرار کښینم . وروڼو اوخویندو زه یوپکیتاوال یم او په عامه کي مونږاوتاسی ټول دلااله الاالله محمدرسول الله دمبارکه کلمي وروڼه اوخویندی یو. زمونږ اوستاسوټولو پت اوعزت یو دی اوداسی شریر صفته انسانان چې دهغوی پواسطه مونږ سپکیږو باید ورسره مقابله وشی اودټولنی څخه دیوه منفور انسان په بڼه وشړل شی. زه غواړم دلته ووایم چې ټول پکتیاوال دشریرو خلکو لکه ډاکتر خان محمد منګل ، معاون عبدالرحمن منګل ،احدی منګل ، جنتی منګل اوداسی نورچاپلوسان ، دانسان دپت اوعزت خرڅونکو جاهلان ندی  چې دبل په بی عزتی کي خپل عزت ولټوی.


له بله خواه په ډیره خوشینی سره چې په پکتیاکي نن هغه دننګونواوشملو مخور څوک په صحنه کی پدی نامه نه پریږدی چې ګویا ته ښه چاپلوسی اودملت عزت نشی خرڅوی لکه دا پورتنی څوتنه دلالان ، نو دپکتیادغیرت خونه نن ورځ ورانه ده او ددی پست همته چارواکو چې دپکتیا نوم پری پروت دې اوپه دندوګمارلی دی ، تل به دپکتیا حالات خراب اورسواه وی. . های افسوس چې د نومیالی جنګسالار ښاغلی  دپکتیاوالی جناب همدرد صاحب غیرت هم دده دشااوخواه تش په نامه غیرتی اداره چیانو له لاسه دابد په خوب بیده دی.
 
زما هیله په اخر کي  له تاسوټولو څخه داده چې نن ورځ دپکتیا پوهنتون په خپلو پښو ولاړ شوی او باید چې له هغه څخه مونږ ټول ملاتړ وکړو ترڅودپښتون زوی اولور دجهل له تور تم څخه راووځي او درڼا لاره غوره کړي . همدارازماهیله دپکتیاپوهنتون له ګرانو محصلینو څخه دا ده چې دپورتنویودلایلو په رڼا کي او داسلامی مسولیت په ادا کولوسره خپلي غوښتنی داسي مطرح کړی چې ټول هغه کسان چې دتیری پنجشنبه په کرغیړن عمل کي شامل دی په ګوته اوپه سخته سزاورسول شي، او زیار ووستلی شي چې پدی هځو کې  دپکتیاهستی ته چې پوهنتون دی زیان ونه رسیږی، که نه نوزمونږ دوطن څخه لیری مسافرچې خپل اولاد ته دروښانه اینده سوچونه کوو هغه به په اوبو لاهو شي .


ستاسی دابادی اوسرلوړی په هیله
سباوون     afghanpakteen@yahoo.com