کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ولسمشر کرزي د پوره مرکې اوريدل پکار دي

د ولسمشر کرزي د پوره مرکې اوريدل پکار دي

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، نن په ګڼ شمېر رسنیو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي  د بشپړې مرکې یوازي دوه یا دری جملې راڅرګنده شوي. په دې کې په دې جملې ژور ټینګار شوی چې ګواکي افغانستان به پر پاکستان د امریکې د احتمالي برید په حالت کې د پاکستان تر شا ودرېږي.


پاکستاني جیو ټۍوي هم د دې مرکې یوازي همدا برخه په خپله ویبپاڼه کې خپره کړي     


http://www.geo.tv/10-22-2011/87959.htm
جیو ټې وي خو د پاکستاني چارواکو د ګټو استازیتوب کوي خو آیا مونږ ته هم په کار ده چې هغوی ته ورته چلند ولرو؟ ځکه ځینو افغاني رسنیو بیا د افغان ولسمشر د مرکې اردو برخه راخیستي لکه سړی چې غواړي په ولسمشر د پاکستاني ټاپه ولګوي.  آیا مونږ په خپله په ځان پسې لمن پورته کوو که څّه؟ که مونږ د افغان ولسمشر بشپړې مرکې ته غوږ شو او بیا یې ټوله مرکه له دې وروستیو دوه دریو جملو سره په ګډه ارزیابي کړو، نو راڅرګنده به شي چې ولسشر د پاکستاني استبلیشمینت په مقابل کې، د پاکستان په دا اوسني کړکېچن حالت کې، د ځان په ګټه د پاکستاني ولس دراپارولو او دهغوی د زړونو د ورخپلولو لپاره له معقوله نرم افزارو نه کار اخیستی چې د ده  د پاسیف سیاست ویندویي کوي او د داسي سیاستونو نتیجي راسا سبا نه بلکه په اوږده موده کې راڅرګندېږي.


هغوی ته چې تشویش  ورلوېدلی:


پوښتنه دا ده چې که پر پاکستان برید وشي افغانستان  به څه وکړي؟  هېڅ، غیر له دې چې مرګ پر امریکا ووایي پاکستاني مهاجرو ته پناه ورکړي او ښایي د مهاجرو په منځ کې د راتلونکي لپاره افغان دوسته ډلګۍ وروزي او استعدادونه او پانګوال یې ورخپل کړي.


 منم چې په مونږ کې د بېحوصلې او وچو خلکو کمی نشته، غښتلي او زمریالي یو او فکر کوو چې یوازي تندي خبرې یا د ځینو په اصطلاح قاطعت په هر چاره کې ښې پایلې لري. منم چې مونږ اوس هم د مېږتانه په موقف کې غواړو پیلانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو، خو هډوکې به د چا ماتېږي د پيل که د مېږي؟


ځکه نو زما په ګومان  د  جیو ټې وي سره د افغان ولسمشر د بشپړې مرکې له اورېدو نه د مخه  د کوم څه لیکل به معقول چلند نه وي. زما په ګمان افغاني رسنیو ته ښایي چې په داسي اساسو موضوعاتو کې له پوره هوښیاری نه کار واخلي او د اوس  لپاره د ولسمشر د  بشپړې مرکې ویډویي کلیپ، چې له میلي تلویزیون نه خپور شوي، په خپلو ویبپاڼو کې د دوه دری ورځو لپاره پر لیکه ولري.


هیله مند یم چې هغه خویندي  او وروڼه چې د ولسمشر د بشپړې مرکې  ویډیویي کلیپ ته لاسرسی لري، هغه به د (یو ټیوب) او افغاني ویبپاڼو له طریقه له خپلو وطنوالو سره شریک کړي.


زما پر اند په یادې  مرکې کې د ولسمشر ویناوي د افغانانو د زغم، ژور لرلید، له دوست سره  د لوڅو خبرو د کړو وړتیا، د ګاونډیانو  د راخپلولو او هوښېاری ویندويي  کوي. دا وینا په ورته وخت کې د افغانستان  په نوښت او ښایي په اوږد مهال کې د افغانستان  تر چتر لاندي  د یوې نوي سوله اییزه منطقوي همکاری د رامنځته  کېدو د شونتیا ویندویي هم کوي. ښایي زه به تاسو ته خوشبین ښکاره شم او باور لرم چې ډېرو ته به ډېر ساده ښکارم او زه په رښتیا سره ساده او خوشبینه یم هم، خو په ورته وخت کې د غیره متشدده پالیسیو په نیکو پایلو پوره باور لرم. هیله ده چې زما نه به څه بې ادبي نه وي شوي او که شوي وي وار دمخه بښنه غواړم.