کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ولس لمرینې هیلې

د ولس لمرینې هیلې

حضرت علي رضی الله تعالی عنه وايي چې: \” ټولنی له کفر سره ژوندۍ پاتې کېدای شي، خو له بې انصافۍ سره نه \” . 
د طالبانو د حکومت له ړنګیدو نه  را په دیخوا شاوخوا لس کاله تېر شول، په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د اور ډګر تود ساتل شوی او په ځانګړي ډول قبایلي سیمې د منفی بدلونونو قرباني دي؛ په سیمه کې یو ګونګ سیاست پر مخ روان دی، ولس اریان دی چې افغان دولت، سیمه ییز هېوادونه، نړیواله ټولنه او په تېره بیا امریکا د دې سیمی لپاره کوم  دریځ لري او د جګړې د ډګر په تود ساتلو کې دوی کومې ګټی ویني.
 تر ټوله بده  بدمرغي دا ده چې له هر  لوري  پښتانه ځپل کېږي او وژل  کیږي،خو په پای کې د پړې ګوته هم پښتنو ته نېول کېږي او ناوړه تورونه پرې لګول کیږي .  که طالب، قبایلي مشر، دولتي سرتېری وژل کېږي  ټول پښتانه دي  . دوست  او دښمن نه دی څرګند  له هر لوري زیان  همدغه قوم ته رسول کیږي او په یوه او بل نامه وژل کیږي . د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په پښتون مېشتو سیمو کې په  بېلا بېلو هېوادونو پورې تړلو وګړو او جنګیالیو  دغه  سیمه د جګړې ډګر ګرځولې. عربانو، پنجابيانو، چیچنیایانو، ازبکو او د نوور هېوادونو  زرګونو جنګیالیو دغه سیمه  د وسلې او زور په واسطه د لوبی ډګر ګرځولی  او اوس خو کله نا کله دا غږ هم راپورته کېږي،  چې پښتانه ټول ترهګر  او بنسټ پاله دي او دې ورته په ډېرو نورو ناوړه نومونو یې نوموي.
پښتون دښمنه عناصر په دې هڅه کې دي،  چې وښیي هر ځای کې چې پښتون دی هلته تاوتریخوالی دی او هر ه  بده پېښه چې کیږی باید پر همدغه قام  ور وتپل شي چې له بده مرغه  دا پښتون ضد کړۍ تر ډېره بریده په دې برخه  کې بریالۍ شوې هم دي.
په ټوله کې  له ټولو پښتنو  او په ځانګړي  ډول  له  پښتنو قبایلو سره ډېره ناوړه او پیچلې لوبه روانه ده . له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې   قبایلي مشران ووژل شول، د قبایلي ارزښتونو د ختمولو هڅي وشوې، په جرګو مرکو بریدونه او بمبارونه وشول  او دا هڅې تر ننه پورې روانې دي .  په پښتون مېشتو سیمو کې چاودنې، وژنې او بریدونه  ورځنۍ معمول پېښې ګرځېدلي. داسی ورځ نشته چې د بهرنیانو د  عملیاتو، د طالبانو د یرغلونو، د دولتي چارواکو  د کړنو په پایله کې  پښتانه  نه  وي قرباني شوي او په یوه نه یوه ډول دوي نه  وی زورول شوي.
نړیوال او سیمه ییز قوتونه په دې ښه پوهیږي،  چې په سیمه کې د دغه قام  سټراتیژیک اهمیت تر ټولو ډېر  او د سیمې په سیاست او حالاتو کې هم  مرکزي او رغنده  رول لوبوي ځکه خو کوښښ روان دی چې د دغه قام ملي هویت ونړول شی او نړۍ ته یې د یوه وروسته پاتې او د تاوتریخوالي، سخت دریزۍ، جګړې او بنسټ پالنې پلوی وښي.
له اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي کړکېچ سره سره پښتون  ولس د یوه پېچلي سیاست په دام کې راګېر دی.  دغه سیاست  اوس مهال  په یوه ډېر خطرناک او ناوړه  شکل اوښتی  چې  د ځینو کورنیو کړیو پر مټ د بهرنیو دسیسه ګرو او استخباراتی اژانسونو له خوا په  مخ  بیول کیږي.
له بل لوري  نړیوالې ټولنې او د وخت چارواکو له دې قام سره  ستره جفا وکړه . د دې لپاره چې دوی خپلې موخې تر لاسه کړي، د افغان ولس  ډېری وګړي،چې پښتانه دي د دوی پر خلاف یې په ځینو ډېرو ناوړو ستراتېژیو کار وکړ او آن د دوي تر ډل وژني پورې  دوي  هڅي  وکړي.
خپلو موخو ته د رسېدو او د افغانستان  د ملي یووالي  کمزورتیا لپاره  نړیوالې ټولنې د ځینو سیمه ییزو افغان ضد کړیو په هڅونه  ځینو ځانګړو وړو قامونو ته امتیازات او لیوریج ورکړل  تر څو دوی د لویو قامونو پر وړاندې ودروي  او د ځان په ګټه ترې کار واخلي . د افغانستان په حکومتي کړیو او په ځېنو ډېرو مهمو بنسټونو په ځانګړي  ډول په  امنیتي څانګه  کې قومي انډول ته هېڅ پاملرنه و نه شوه.
پښتون مېشته سیمې اوسمهال دوه  ډول حکومت لري او دا دواړه حکومتونه ، چې د هر یوه تله درنه شوه د سیمې پر  وګړو حکومت کوي.  
له یوې خوا حکومت ضد مخالف جنګیالي،  چې  وسله او خلک لري راشي یو څو ډزې وکړي او بیا له هغه ځایه پښې سپکې کړي  غرونو ته وخېژي،  کلی او  ولس د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د مدافعینو د  ړندو بمباری سرو ګولیو، بې ځایه نیولو او تلاشیو ته پرېږدي.
له بل لوري حکومتي چارواکو هم خپله  دنده په  سمه  توګه نه ده  تر سره  کړې. د دولتي پوستو قوماندانان خلک دې ته مجبوروي، چې  حکومت ضد مخالفو جنګیالو ته دې پناه نه ورکوي او دوی ته دې  وروسپاري . مخالفو جنګیاليو د وسلې په زور ولسي  خلک  یرغمل کړي دي،  دا د دولتي امنیتي چارواکو دنده ده ،چې ولس وساتي او  دفاع ترې  وکړي  نه  دا چې له  ولس نه غوښتنه وکړي چې ولس دې دحکومتي چارواکو دفاع وکړي،هو ولس باید همکاري ورسره وکړي.
د افغان حکومت ملاتړي  بهرنې پوځونه  پرته له دې ، چې  د مخالف او  عام وګړي تر منځ توپیر وکړي او یا هم  له کورنیو امنیتي ارګانونو سره په  اړیکه  او همغږۍ کې  عملیات وکړي، له  بده مرغه پرته  له  همغږۍ  په بيړه خپلې  ړندې بمبارۍ پېلوي او عام ولس  تباه کوي . څوک چې د عملیاتو په جریان کې په سیمه کې په لاس ورشي، پرته له دې چې جرم یې ثابت شي  ناڅرګند ځای ته لېږدول کیږي او هلته نو  چې له  کوم ظلم، بربریت  او شکنجو  نه کار اخیستل کېږي، له هغې یواځې د انساني حقونو او ډیموکراسۍ ټیکداران خبر وي . که له بهرنیانو نه په دې اړه کومه پوښتنه کیږي،  نو هغوی درته  ورسره  د وخت  د  واکدارانو له لوري  لاسلیک کړي  تړونونه مخې ته ږدي ، چې د مهال چارواکو د خپلو شخصي امتیازاتو او ډالرو  تر لاسه کولو لپاره له بهرنیانو سره لاسلیک کړي دي ، چې څرګنده .بیلګه یې د ۲۰۰۳ م کال تړون دی،  چې د هغه مهال د افغانستان  د بهرنیو چارو وزیر   ډاکټر عبدالله عبدالله او د کورنیو چارو  وزیر یونس قانونې له خوا د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف د دې هېواد د ناموس او د خلکو د وینو پر سر  له امریکا سره لاسلیک شوی دی  . د همدغه تړون پر بنسټ  افغان ولس پرته  له  پوښتنې د  بېلا بېلو عملیاتو او تورونو پر بنسټ  وژل کېږي، شکنجه کېږي او زورول کیږي،  د پوښتنې حق نه لري،  چې ولې او په کومه ګناه  داسې کېږي. 
سیمه د یوه عجیب حالت ښکار ده، جګړه د مخالفو جنګیالیو او حکومت یا بهرنیانو تر منځ روانه ده، خو تر منځ یې  بې ګناه  ولس وژل کېږي، شکنجه کېږي او په بېلا بېلو ډولونو زورول کېږي.  مخالیفین په زور یا رضا خلک د حکومت پر خلاف راپاروي او حکومت بیا ولس مجبوروي چې د مخالفانو په ځپلو کې ورسره مرسته  وکړي .
بې ګناه او ګناهکار معلوم نه دی فقط یو شی  څرګند  دی،  چې پښتانه خدای مکړه سخت دریزه، بنسټ پاله او یا هم د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پلوي خلک دي  او که  له  دوی سره که کوم ظلم کېږي نو  پروا  نه لري ، که بې ګناه وګړي یې مړه شي د  څو ډالرو په   ورکړې  سره یې  کیسه او دوسیه پای ته ورسېږي ، بهرنیان  د sorry په ویلو بسنه کوي   او ولس چې  مري،  نو مري دې کنه .
د عملیاتو په پایله کې چې افغان ولس ته څومره  اقتصادي،  ټولنیز او نور  زیانونه رسېږی  په اړه یې څوک غوږ هم نه ګروي ، خو هره ورځ  د نړۍ په معتبرو ورځپاڼو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي .  ایا نړیوالو کله دا هم سنجولې  اوفکر یې کړی ، چې افغان ولس په کې څه حالت لري ،  څومره افغان ځوانان وژل شوي، بې کاره شوي  او بې وزله شوي دي .
له ۳۳ کالو راهیسې افغانان او په ځانګړي ډول  پښتانه د یوې پېچلې  وارداتي جګړې ښکار دي . لوبه د نورو په ګټه  روانه  ده، امتیازات  نور اخلي، خو په منځ کې  مرګ ژوبله  او نورې ټولې ناخوالې  د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو په برخه دي .
په سیمه کې بې کارۍ، بې علمۍ، ناپوهۍ، بې وزلۍ، د حکومت او نړیوالې ټولنې  بې پروایۍ او د مشرانو بې حسۍؤ   خلک او  په ځانګړي ډول ځوانان د نا هیلۍ یو داسې پړاو ته رسولي چې ډېرو بېړنیو او پر وخت اقداماتو ته اړتیا لري. ولس او سیمه د اضطراب، ویرې او نا امیدي ښکار  شوي ده.
نن ورځ ،  افغان ماشوم، ښځه، سپین ږیری، ډاکټر، چارواکی، مشر لنډه داچې د ټولنې هېڅ غړی  خوندي  نه دی . د پښتنو جونګړه ، کېږدۍ ، خېمه ،  کلی، ښار، واده ،  جنازه، ښوونځی ،  پوهنځی لنډه داچې هېڅ څه یې  په یو ځای کې هم محفوظ نه دي پاتې.
د پښتنو پر خلاف یوه  ژوره توطیه روانه ده، ولس په ډېر وحشیانه ډول وژل کېږي او حکومت، سیاستوال  او  قومی مشران چوپه خوله  دي. د مسوولیت احساس په چا کې نشته او نه هم څوک د دغو کړنو مسوولیت پر غاړه اخلي.
 په منځ کې پښتون ولس  اریان  دی،  چې اخیر دا  لوبه کوم  لور  ته روانه ده ؟  د دوی په بربادۍ کې د چا آبادي نغښتې  ده؟  ولې دوی وژل کیږي او لکه د نړۍ د نور ولسونو په څېر  هوسا ژوند ته نه پرېښودل کیږي .
دا د چا کار دی؟  ګاونډیان په کې لاس لري، لوېدیزې پټې څارګرې شبکې دا کار کوي، د پخواني شوروي استخبارات او یا هم د برطانیې استخباراتي کړۍ دا کار کوي تر څو له افغانانو خپل پخوانی  بدل  واخلي  که  ځینې کورني عناصر دي،  چې د پردیو استخباراتي کړیو په لمسون دا کار کوي  او که  د سیمه ییزو او نړیوالو  استخباراتي کړیو سره ځینو افغان ضد کړیو لاس یو کړی او د هغو له خوا استعمالېږي ؟.
 مسوولیت او خبره مشرانو او کارپوهانو ته راجع کیږي،  چې کله د دوی د جیب ډکولو وار وي نو غږ یې ،  ارګ خو څه کوې د امریکا، برطانیې سفارتونو او آن تر نیویارک پورې رسېږي ، خو کله چې د ملت د برخلیک  پوښتنه راولاړېږي  بیا  نو د دوی پر خولو، ماغزو، سترګو او غوږونو باندې مهر ولګول شي او ګونګ او کیلي شي.
په سوال، زاریو، نعرو او  ګیلو هیڅ  څه هم   لاس ته  نه شو راوړی  باید واقعاتو او حقیقتونو ته پام وکړو او د خپل حق  د تر لاسه  کولو لپاره  له دواړو وسیلو یعنې  له  زور او رضا  نه  کار واخلو.
افغان ولس باید د انصاف د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي او د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره په ملي کچه زیار وباسي.
له لوړپوړو بهرنیو او کورنیو چارواکو څخه شروع آن تر کورنیو ژباړونکو پورې،  چې د دوی د عمدیي او غیر عمدي تېروتنو او یا هم په کوم بل ډول د دې قوم په وژنه او زورونه کې لاس لري، محکمې ته د کش کولو هڅه وکړي تر څو دوی د خپلو ناوړه اعمالو سزا  ووینې او نور په راتلونکې کې څوک دا جرات و نه کړي،  چې د افغان  ولس پر خلاف د کوم ناوړه عمل حتی فکر هم ونکړي.


همدا اوس وخت دي  چې  ملي رهبران، قبایلي مشران، با نفوذه شخصیتونه، روڼ اندي ، سیاست مداران  او ولس خپل  غږ د انصاف د تر لاسه کولو لپاره  پورته کړي. او د دې ولس  پر خلاف توطیو ته د پاۍ ټکۍ کیږدي. د دغو بدبختیو پر وړاندي پټه خوله پاتي کیدل  او مسولیت نه احساسول تر ټولو لویه بدبختي ده او له دې نه بل لوۍ عذاب  شتون نه لري چې  جنګسالاران، قاتلان ، داړه ماران ، قاچاقبران  او بهرنۍ استخباراتي کړۍ او نیواکګر دې د ولس سر، مال، عزت  او ناموس تر پښو لاندي کوي او د ولس په حق کې دې څوک د غږ پورته کولو وال نه  وي ، له دې نه لویه بې حسي به نوره کومه وي.. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې:  \” که ځانګړي کسان فساد کوي او ولس غلي وي  نو عذاب به عام شي.\” له بده مرغه نن په سیمه کې عذاب عام شوي او په داسي حال کې د پا څون  اړتیا ده او هر یوه  وګړې ته د مسولیت احساسول په کار دي  تر څو دغو ستونزو ته  د پاۍ ټکۍ کیږدي.
افغان ولس او په ځانګړي ډول چارواکې، روڼ اندي او سیاستوال  باید نور د غفلت او بې تفاوتۍ له خوبه راویښ شي، په خپل منځ کې یو موټی او د خپل  ورور په  وژنه  خوښ نه شي. دوی باید خپل دوست  او دښمن وپیژني ،  له ځان ځانۍ او پردي پالنۍ څخه لاس واخلي  د خپلو ملي ګټو او هېواد ساتلو په فکر کې شي.