کور / کره کتنه / د افغانستان دژورنالستانو داتحاديې مسول او ژورناليستانو ته

د افغانستان دژورنالستانو داتحاديې مسول او ژورناليستانو ته

د افغانستان دژورنالستانو داتحاديې درانه مسؤل رحيم الله ( سمندر) او نورو درنو ژورنالستانوته لومړي مينه، ادب ،نيکې هيلې اوسلامونه وړاندي کوم وروسته له سلامه زموږ اوستاسو دغه سپيڅلي دنده تقديروم ، احترام او درناوى يې کوم او بيا د ژورنالستانو دا نه ستړي کيدونکې منډې ،هڅې اولاسته راوړنې دټولني دغريب او بي وسه ولس دحق د غوښتلو ملاتړ او دظالم يا تيري کوونکي په وړاندي يوستر جهاد بولم.


 رښتيا وايم دهمدې ليکني له ليکلو څخه لس دقيقې وړاندي مې دا تکل کړى ؤ او دا خيال مې درلودی چې زه بايد اوس يو داسي ليکنه وکړم چې په نړۍکې زور واکي او په ځانګړي ډول افغان دولتي چارواکي له ژورنالستانو سره بد چلند اوناوړه وضعه کوي او ژورنالستان د حقايقو دبيانولو او دمظلوم ولس دحق غوښتلو په بدل کي له ډول ډول ستونزو ، تهديدونو او حتى دمرګ له کواښونو سره مخ دي چې له هغي ډلي څخه يې ځواني مرګ شهيد عبدلصمد ( روحاني ) په هلمند کي ، جان الله (جانداد) په پيښورکي ،.( سليم شهزاد ) په اسلام ابادکې (اويو بل) په ارزګان کې ديادولو بيلګې دي او يو ګڼ شميرنورژورنالستان دي چې ځورول شوي ، وهل شوي اوبندي کړل شويدي خو دوى له دې سترو ننګونو سره بيا هم دا کار د ځان لپاره يو وياړ او د ټولني لپاره يو خدمت ګڼي.


ولي اوس دا وايم چي کيداى شي له ځينو ژورنالستانو سره به بده رويه شوي وي او کيږي به خو ځينو ژورنالستانو بيا د ډيموکراسي د ډاله له ډنګولو او دبيان د آزادي له نامه څخه داسي ناوړه او بده استفاده کړيده چې که چيري له دوى سره يواځي په دې نامه محکمه وشي چې د انسانانو په ځانګړي ډول ( د لوړ پوړو چارواکو) انساني مقام ته يي دهغه  د انساني درناوي او احترام د نه مراعت کيدو سر بيره د هغوى داسي سپکاوى لا کړيدى چې د غټ سړی خو څه چې د يوماشوم سره لا نه ښاييږي نو اسلامي قانون څه چې دنړۍ هر قانون به يې لا ملامت او له قانون سر غړونکی وبولي اوهمدغه ډله ژورنالستان بيا ځان ته دا لقب لا هم ورکوي چې زه لوستى ،اجتماعي، پوه ،فلانى ،فلانى اوفلانى يم.


دوى خپله دومره ماغزه هم نلري چې لومړى ژورنالستيکي اداب او کړنلارې مراعت کړي ، خبري رسنۍ وګوري تعقيب يې کړي او بيا له هغه څخه يوخبره راوخلي  په سم ډول يې تحليل او وروسته يې بيا خپره کړي ولي دوى هم ديو مال والا شپون يايو بزګرپه ډول وايې چې احمد ويل محمود داسي خبره کړيده هغه خبره بيا په همغه بڼه دستي خپره کړي او دا لا څه چې ګردى ميز هم ورباندي جوړکړي .


نو زه وايم محترم کرزي صاحب چې تېره ورځ دپاکستان له جيو نيوز ټلويزون سره کومه مرکه کړي وه هغه ما له سر تر پايه دوه ځله ( ماښام اوغرمه) په خپلو غوږونو واوريده دنوموړي ټولې خبرې  د افغانستان او افغانانو په ګټه وي او هري خبرې يې هغه دخلکو په ينا تر ځمکه لاندي يو يو ګز ريښې لاهم درلودي داچې ځيني ژورنالستان ورباندي نه پوهيږي دا دهغوی خپله نيمګړتياده او  زه دلته دهغو ټولو خبرو ليکل او يادول ستونزمن کاربولم .


خو دومره ويل غواړم وکړم چې موږ هم شکردی ډوډۍ خورو ،عقل لرو ، د ښه او بد توپير کولاى شو او بل خپله زه داسي هم نه يم چې له دولت او يا کرزي صاحب څخه ويريږم او اوس يې پلوي کوم ما ډير ځله د دولت او کرزي صاحب په شته خاليګاؤ ( تشو) باندي ډير ليکني کړيدي خو دومره بي عزتي اود انسانيت له چوکاټه وتل مو نه دې کړي اخير کرزي صاحب خو يو مشر، سياست پوه ، افغان ، مسلمان ، انسان او حتى د افغانستان او افغانانو ولسمشر دى که هر څو ورسره وران شم ، په مقابل کې يې سنګر ونيسم ، په ټوپک يې و ويلم ولي هغه دپښتنو يو متل دی چې وايې ( تربور مړ کړه خو لمر ته يې مه غورځوه ) نو د ( شاپور) او د ده په رنګ نورو شاپوريانو دغه د ژورنالستيکي چوکاټ څخه وتلي خبرې خو مې نو نه ورباندي پيرزو کيږي او درنې را باندي تماميږي ځکه زموږ د ولسمشر سپکاوى د افغانستان او د افغان دغيرتي ولس سپکاوى دی او دغه دافغانستان په پارلمان او نړيوالو رسنيو کې د افغانستان او افغان دولت سپک نوم يادول او هره ورځ ورباندي رنګارنګ ډرامې جوړول هم د همدې بې تحليله او تش په نامه ژورنالستانوبرکت بولم.


نوهيله کوم د يو افغان ورور په صفت لمن درته نيسم چې دغه شاپوريان دي وپوهوه ،يا يې له دندي ګوښه کړه او يا دا ورته ووايه چې ته ژورنالستيکي اداب نشي مراعت کولاى بس دى د نورو درنو ژورنالستانو رنګ مه ور بده وه دبل په سپکاوي کې خپل عزت اوبرى مه لټوه.


په پښتنه  مينه