کور / شعر / دحقیقت ،خیال اوخوب ترمنځ

دحقیقت ،خیال اوخوب ترمنځ

 دنارنج دګل ميله وه،زه يې هم وم وربللى
 
 اديبانو کې ملګرو،زه لاهم ومه شمېرلى
 
 ډېرپه مينه ور روان شوم،په جاموکې نه ځايدمه
 
 چې به زه هم ورسره شم،دوى محفل جوړکړى ښکلى
 
 پسرلى دى خوشحالي ده،زېړ ګلونه غوړيدلي
 
 بلبلان وايي سندرې،بوراګل ته نځېدلى
 
 هلته ګورم دباغ کونج کې،ببر سرى بنده ناست دى
 
 ماويلې دابه څوک وي،ورروان شوم غلى غلى
 
 ګورم ناسته ده تورسرې،له کوترې نه اوتره
 
 سرسرتور وربل يې ژړ دى اوګريوان يې دى څيرلى
 
 حق حېران شوم چې،داڅوک ده يو قدم شومه وروړاندې
 
 يو ماشوم يې دى په غېږ کې ،په سرووينو لمبېدلى
 
 نا ببره مې کړه کريغه،چې داڅوک دى اوداولې؟
 
 داماشوم وايه دچادى اوداکوم ظالم وژلى؟
 
 بنيادم يې که شيشکه،دلته کله يې راغلې؟
 
 څه درشوي،څه دې کړي،چې دې پريښى کور اوکلى !
 
 ورويې سترګې کړې راپورته،وى چې زه خوکابلۍ يم
 
 دغه زوى مومجاهدو،په راکټو دى ويشتلى
 
 ورور،څښتن اومشرزوى مې،هلته شول دخاورو لاندې
 
 دايوڅوورځې دمخه،زمونږکوردى نړېدلى
 
 احساساتو مې اورواخېست،لاس مې پورته کړواسمان ته
 
 ماوى خدايه ته يې هلاک کړې،چې داکورچانړولى
 
 دى وى چپ شه “نبي خيله”ښېرامه کړه ،مجاهدو
 
 له روسانو په سرووينو داهېواد دى راګټلى
 
 دګل خواکې خواغزي وي،خزانې سره ښاماروي
 
 دامتل مې څوڅوځلې،له مشرانو اورېدلى
 
 اديبانوته مې مخ کړو،ماوى وخت دميلې نه دى
 
 دښمن اوس هم لاس په کاردى،اوهېواد دى غم لړلى
 
 چې مې سترګې رارڼې کړې،هاتف غږ راباندې وکړ
 
 “نبي خيله”لمونځ قضاشو،عجيبه خوب دى ليدلى