کور / هراړخیز / په نوې ځواني کې د هویت بحران

په نوې ځواني کې د هویت بحران

د هویت د مفهوم پیژندنه:
په یوه ساده تعریف کي کولای شو ووایو چي هویت هغه څه دي چي د یوه شخص د پیژندلو لامل کیږي یاني هغه څه چي یو شخص له بل شخص څخه بېلوي هویت ورته وايي یاني بیا هم وایو چي هغه بنسټیزتوپیرونه چي يو شخص له خپلو نورو هیوادوالو څخه بېلوي .د هر شخص هویت په لازمي ډول د هماغه شخص ذاتي هویت نه دی ، هویت یو رول نه دی چي د ټولني لخوا شخص ته ورسپارل کیږي ، هویت هیڅ وخت هم ثابت نه دی بلکه ویلای شو چي هویت متحول یا د حرکت په حال کي دی . یو له عمده مسایلو څخه چي نوي ځوانان له هغه سره مخامخ کیږي هغه د شخص د شخصي هویت تکوین یا پوره والی دی ، په دې مانا چي باید هغه پوښتنو ته  چي وایي ، زه څوک یم ؟ او موخه یا مقصد مي چیرته دی؟ ځواب ووايې.
په دې لاره کي ډيری د ودي یا رشد ارواپوهان هم په دې باور دي چي نوي ځواني باید د رول یا نقش د تجربو پړاو یا دوره واوسي ، په دې مانا چې نوي ځوانان د هغه په جریان کي وکولاي شي په خپلو سستو او ورو کړنو او رفتارونو ، او همدارنګه په خپلو علاقو او نړۍ لیدنو (جهان بینی ها ) باندي وپوهیږي چي په دې دوره یا مرحله کي د نویو ځوانانو لپاره کوم ډول رفتار غوره او دهغوي په ګټه دی.
د هویت پلټل یو دایم کار دی او کله چي یو نوی ځوان په هینداره کي خپلي څېرې ته ګوري او له ځان څخه دا پوښتنه کوي چي ، زه څه ډول شخص یم ؟ پيل کیږي . هغه (نوی ځوان) په دې پړاو کي له هر چا څخه ویریږي او له خپل مور او پلار څخه د نافرماني او سرغړوني په صورت کي غواړي خپل هویت څرګند کړي . نو راځو او په پيل کي هم تاسو قدرمنو لوستونکو ته د هویت په اړه تعریف بیانوو چي هویت څه شئ ده ؟
د هویت تعریف (IDENTITY)یا هویت له لاتیني کلمې سره برابر دی چي یو شخص په دې باندي باور پیداکوي چې زه له نورو څخه بيل شخص یم او همدارنګه یو مهم او باارزښته شخص هم یم، او یا په بل ډول وایو چي هویت هغه توپیر دی چي یو شخص یې د خپل ځان او نورو تر منځ ږدي او دهغه په وسیله له نورو څخه بیلوالی پیداکوي .
شخصي هویت یو ټولنیز رواني جوړښت دی چي هم د فکر طرز او هم عقاید پکښي ګډون لري چې شخص د هغه په وسیله پیژندل کیږي او له نورو سره د ده د اړیکو نمایندګي کوي چي څه ډول یو نوی ځوان له نورو سره په ټولنه کي اړیکي ټینګي کړي تر څو دا بحراني او له کشمکشونو ډکه مرحله په سمه توګه پاي ته ورسوي او نوی ځوان په کي خپل ځان روغ او سالم د لویوالي پړاو ته ورسوي .
د هویت بحران :
د خپل شکل یا څیرې په جوړولو کي د یوه نوي ځوان کم وسي ، ناتوانايي یا د هغه نه بریالیتوب چي دا دده د ماشومتوب د نا مطلوبو تجربو او یا د چاپيریال د اوسنیو نامساعده شرایطو له وجي ده په نوي ځوان کي بحران رامنځته کوي چې دې بحران ته د هویت بحران وايي، او نوی ځوان له ډیرو ستونزو سره مخامخ کوي .یاني داسي وایو چې کله هم نوی ځوان خپل چاپېریال ته وګوري نو داسي ډیر کسان ویني چې ډېر ستونزمن کارونه تر سره کوي او په خپل سر يې کوي نو کله چې دی (نوی ځوان ) هم وغواړي داسي کارونه تر سره کړي نو پاتي راځي نو فکر کوي چې نور داسي کارونه کوي زه یې ولي نه شم تر سره کولای دلته نو ده ته یوه ستونزه پیداکیږي چې دې ستونزي د هویت بحران ویلاي شو.
د هویت د بحران په وخت کي  په نوی ځوان کي ډول ، ډول تضادونه او کشمکشونه رامنځته کیږي له یوه اړخه له پلار او مور سره مینه لري او له بله اړخه د هغوي د دوامداره امر او نهي څخه نفرت کوي ، هم له اقتصادي او عاطفي اړخه له هغوي سره تړلی وي او هم غواړي چي خپلواک ژوند وکړي نو ځکه له هغوي سره مخالفت کوي نو د دوی دغه داخلي تضادونه د ډول ډول رفتارونو لامل ګرځي او نوی ځوان په شدید ذهني اضطراب او ناآرامي کي راګیروي لکه چې یادونه وشوه نوی ځوان اوس فکر کوي چې نو لوی شوی یم او خپل ټول کارونه باید بې د پلار او مور له مشوري وکړم ، خو کله چې د عمل ډګر ته راودانګي نو د هغه کار له کولو څخه کم وسه کیږي د،دلته نو له پلار او مور څخه هم فاصله پيداکوي او نه غواړي چې نور د دوی تر ولکې لاندي کار وکړي ، یا يې خبرو ته غوږ کیږدي نو په دې وخت کي د پلار او مور مینه له لاسه ورکوي خو د نوې ځواني په وروستیو کي بیرته پوهيږي چي کوم کارونه یې پخوا له دې څخه کول هغه سم نه وو نو مجبوریږي چي پلار او مور ته مخ راواړوي او څه چې هغوي (والدین ) ورته وایي سم یې بولي او مني یې .  همدارنګه د ارواپوهانو له نظره نوی ځوان په دې دوره کي بې هدفه او په يوه ډول ډار کي وي اوپه  عین وخت کي په منفي تصور کي ښکیل وي چي دې ته هم د هویت بحران ویلاي شو، نو په کلي ډول د هویت بحران د نوي ځوان د هغو ناتوانایوو توصیف دی چي هغه رول چي په یوه ټولنه کي له ده څخه انتظار کیږي په کار وړل کیږي ، یاني داسي ویلاي شو چي هر کله نوی ځوان په ټولنه کي د خپلو ورسپارل شویو کارونو په وړاندي کم وسه شو نو حتمي ده چي دا نوی ځوان د هویت له بحران سره مخامخ شي .
د اریکسون د نظريي پر بنسټ :- که چیرته د نوي ځوان شخصي هویت د وخت په اوږدو کي له ټولني څخه د لاسته راغلو تجربو پر بنسټ ( څه ډول باید په ټولنه کي له یوه نوي ځوان سره چلند وشي )په تدریج سره رامنځته شي او نوی ځوان وکولاي شي خپل ځان وپيژني او د خپل ځان او نورو تر منځ توپير وکړلاي شي نو د هغه رواني تعادل به وساتل شي ،خو که چیرته عدم اعتماد د اعتماد ځاي ونیوه او ددې پر ځاي چي نوی ځوان له نورو سره اړیکي ټينګي کړي ګوښه کښیناستني ته مجبور شو ، او د حرکت پر ځاي له دریدو سره مخامخ شو ، او د ځان د خبروني او مثبت هویت د جوړیدو پر ځاي په ابهام کي راښکیل شو نو په دې پوه شۍ چي د نوي ځوان رواني تعادل له منځه تللی دی . اریکسون  لومړنی کس وو چي هویت یې د نوي ځواني یوه مهمه لاسته راوړنه او د یوه میوه لرونکي او خوښ شخص په لوري یې غوره ګام وګاڼه. د هویت جوړېدل یا تشکیل له دې څخه عبارت دي چي نوي ځوان ته دا څرګنده شي چي څه ډول شخص یاست؟او څه شي ته ډير ارزښت ورکوئ؟ او په ژوند کي کومه لاره غواړۍ طی کړۍ؟. یوه کارپوه هویت د خپل ځان په اړه  د یوي روښانه نظريي په څیر د یوه منطقي عامل ، هغه عامل چي د عقل پر بنسټ عمل کوي او ددې اعمالو مسؤلیت قبلوي ، یاني دی وایې چي هر کله یو شخص که هغه نوی ځوان وي ، ځوان وي او که د لوي عمر خاوند وي خو کله چي يې هویت او د ځان په اړه نور معلومات لاسته راوړل نو حتماً دا شخص یو منطقي عمل تر سره کوي او ددې د ترسره کولو لامل همدا هویت بولي .یاني د دې خبري موخه داده چې کله یو څوک که نوی ځوان وي ، که ځوان وي او د لوي عمر خاوند وي خپل هویت وپیژانده نو بیا هیڅکله هم دا پوښتنه نه پیدا کیږي چې دی دي د هویت له بحران سره مخامخ شي ، نو لازمه داده چې د خپل هویت په پيژندلو کي باید او باید ډیره هڅه وشي تر څو له دې ناوړي پديدې څخه هم ځان وساتو او هم کورنۍ او ټولنه له ستونزو سره مخ نه کړو ، ځکه دا خبره کوم چي د هویت بحران داسي یوه ستونزه ده چې نه یواځي دا چي نوی ځوان ورسره مخ وي بلکه ټول ورسره په جنجال اخته وي .
ګلاسر د درماني په نظریه کي وايي چې د یوه انسان اړتیاوي عبارت دي له ((شخص باید په دي پوه شي چي څه ډول د نورو د میني او محبت وړ ګرځي او څه ډول دی له نورو سره مینه او دوستي کوي هغه باید په دې نړۍ کي داسي څوک پیدا کړي چي ورسره مینه ولري او په مقابل کي هغه هم ورسره مینه ولري نو که چیرته وغواړي داسي ډير کسان پیدا کیږي که نه لږ تر لږه یو څوک خو به پیدا شي چي دی ورسره مینه ولري او په مقابل کي هغه هم ورسره مینه ولري )).
یاني د میني او عشق مبادلې ته اړتیا او د خپل ځان ارزښتمند کېدلو ته اړتیا چې دا میني او ارزښتمند کېدلو مفاهیم یو له بله سره دومره نژدې او سره تړلي دي چي کولاي شو دا دواړه په یوه قالب کي په کار یوسو.د ګلاسر مطلب داده چي نوی ځوان په دې پړاو کي میني او دوستي ته اړتیا لري چې دا مینه او دوستي کولای شي نوی ځوان له هر ډول غلط کار څخه راوګرځوي ، نو په ځانګړي ډول والدینو ته توصیه ده چې له خپل اولاد سره په دي دوره کي مینه او محبت کړي تر څو د هغه د بې لاري کېدو مخه ونیول شي .
د هویت د پیداکیدو ډولونه:
د نویو ځوانانو هویت یو د لاندینیو دریو طریقو پواسطه رامنځته کیږي
الف: ځیني نوي ځوانان د آزمایښت له یوې ورو او سستي دورې وروسته په یوه ډول نه په یوه ډول په خپل ژوند کي خپلو موخو(هدفونو) ته مینوال کیږي او هغو ته د رسیدو لپاره ګامونه اوچتوي
ب: ځینو نویو ځوانانو د پلار او مور ارزښتونه په هر ډول چي وي قبول کړي وي او د خپل ځان لپاره د یوه لوي شخص په څیر د ځان لپاره نقشونه ټاکي چي د پلار او مور له نظر سره پوره همغږي لري
ج: ځیني نوي ځوانان بیا د ځان لپاره انحرافي هویت ټاکي ، داسي هویت چي دهغي ټولني چي دی په کي ژوند کوي د هغې له  ارزښتونو سره په ټکر کي وي ، مثلاً هغه ځوان چي د خپل ژوند په اوږدو کي تر فشار لاندي وي نو که چېرته په راتلوونکي کي یو طبیب شي امکان لري چي ددې فشارونو پر وړاندي سرغړونه کړي .
په نویو ځوانانو او ځوانانو کي د هویت د بحران شکل جوړیدل:
د بلوغ د دوران په رارسیدو سره د ماشومتوب هغه آرام ژوند او دوران پاي ته رسیږي ، په لومړي پیل کي نوی ځوان له خپل بدن څخه یو ځانګړی ذهني تصویر پیداکوي چي دا ذهني تصویر له هغه تصویر سره چي یو شخص یې په هنداره کي ګوري ډېر توپیر لري او له  بدني او ذهني برداشت سره یوځاي وي ، هر ډول بدني نیمګړتیا د نویوځوانانو ذهني برداشت چي له خپل ځان څخه يې ښيي ګډ وډ کوي . هغه اولادونه چي د هغوي په بدني وده کي تاخیر رامنځته شي فکر کوي چي د ژنیټيکي نیمګړتیا یا نقص درلودونکي دي ، د نوي ځوان چاغیدل او یا د بدن په یوه برخه کي تغیر د نویو ځوانانو په شخصیت باندي ډېر تاثیر کوي . سټولز په خپلو څیړنو کي دا په ډاګه کړه چي په سلو کي اته فیصده هلکان د خپل قد د ټيټوالي له امله د ځان د سپکاوي احساس کوي او دیارلس فیصده انجوني د خپل قد د لوړوالي له امله په افسوردګي کي راګیریږي . یاني داسي وایو چي نوي ځواني د ماشومتوب له دورې څخه د لویوالي مرحلې ته د انتقال دوره ده او نوې ځوانان په دې دوره کي د ځان د خپلواکي احساس کوي او دوی غواړي چي خپلي ټولي ستونزي په خپله حل کړي ، ځکه دوی اوس خپل ځان لوي احساسوي خو په واقیعت کي داسي نه ده ځکه دوي تر اوسه هم ځیني داسي کارونه تر سره کوي چي ماشومانو ته به ورته (یو شان ) وي ، په دې باره کي انافروید وايي ((چي نوي ځوانان چي په دې دوره کي د کومو کارونو په ترسره کولو کي پاتي راځي دا ددوي په استعداد او فکري قوه پوري اړه نه لري بلکه نوي ځوانان په دې وخت کي ددې کار د ترسره کولو لپاره پوره انرژي نه لري ))، نو والدینو ته دا لازمه ده چې په دې دوره یا پړاو کي په خپلو اولادونو باندي داسي کارونه ونه کړي چي د هغوي له وس او قدرت څخه لوړ وي که چيرته د والدینو له خوا دا غلطي وشوه نو ډېر امکان لري او یا که داسي ووایو چي حتماً به ددوی اولاد له دوی څخه سرغړوني ته مجبور شي او کله چي نوی ځوان په دې دوره کي سرکښه شو نو وروسته بیا خبره د والدینو له واک څخه وځي او د دوی (والدینو) پیښماني بیا وروسته کومه پایله نه ورکوي ، نو لکه چي د عنوان څخه معلومه ده چي دا د نویوځوانانو د شکل نیوني یا شکل جوړیدني دوره ده نو پلار او مور ددې لپاره چي خپل اولاد یې پرخاشګر ، عصبي ، تندخویه ، سرکښه او غوسه ناک ،بې انضباط ، سلطه جو ، ګوښه ګیر، استقلال غوښتونکی ، بې حوصلې او کم طاقته او مایوس جوړ نه شي نو دوی(والدینو ) ته دا لازمه ده چي له ډیري میني او محبت او د هغه تر څنګ له ډېري حوصلي څخه کار واخلي او د دوی د ځینو کارونو په کولو باندي غوسه نه شي ځکه کومي ځانګړتیاوي چې پورته یې یادونه وشوه په دې دوره یا پړاو کي باید شتون ولري او لکه چي یادونه مو وکړه دا داسي پړاو دی چي نوی ځوان ډير څه غواړي چي ورته ورسیږي نو والدین دي چې ورته تسل ورکړي او په ښه ډاډګیرنه سره دوی (نویوځوانانو) ته ووایو چې تر اوسه لا یو څه وخت شته .
د هویت د شکل نیوني مختلفي لاري:
۱- له خپل ځان او نورو سره د عاطفي ښکیلیدو او اړیکو له لاري
نوی ځوان په دې وخت کي غواړي له خپلي کورنۍ څخه بهر له نورو ځوانانو سره اړیکي ټينګي کړي او د ځان لپاره ملګري وټاکي نو د کورنۍ له غړو او د چاپېریال له نورو کسانو سره د دوی عاطفي اړیکي د نویو ځوانانو په هویت جوړونه کي ډېر مهم رول لري .
۲- د هغو شیانو پر بنسټ چي موږ ورسره مینه لرو او زموږ اړتیا پوره کوي
نوي ځوانان په دې پړاو کي غواړي چې ډېر څه ورته ورسیږي ، له ډېرو شیانو سره مینه لري نو والدین باید خپل اولاد مایوس نه کړي او د امکان په صورت کي ورته هغه څه برابر کړي چې د نوي ځوان په هویت پیژندلو کي او دهغه په شکل جوړېدنه کي ورسره مرسته کولاي شي.
۳- زموږ پر وړاندي د نورو د نظرونو او برداشت څرنګوالی
د هویت شکل نیول یا شکل جوړېدل د ټولني په ټولو غړیو پوري په ځانګړي ډول په نویو ځوانانو پوري ډېره اړه لري نو که د ټولني هر غړی وي او یا هم په خپله نوی ځوان وي د نورو نظریات او برداشتونه د هغوی لپاره ډېر ګټور تمامېداي شي ځکه مشهور متل دی چې وايې (( خپل عیب د اوږو منځ دی )) نو څومره چې بل څوک د یو چا په اړه ښه نظر ورکولاي شي په خپله  هماغه شخص دومره نه پوهیږي،نو بل چا ګټور نظریات او لارښووني او هم باید تر ډېره حده په پام کي ونیول شي.
۴- د ژوند له شرایطو او له اقتصادي او ټولنیزي وضعي سره زموږ اړیکي او زموږ د خپل ځان ارزښتونه
۵- د بدني وضعي او د جامو د اغوستلو د طریقي په اړه زموږ خپلي څرګندوني
بدني وضع یاني روغتیا او ځیني نور عوامل همدارنګه د جامو رنګ هم کولاي شي له موږ سره د هویت په پېژندلو کي تر ډېره حده پوري مرسته وکړي نو لازمه ده چې دېته هم پوره پاملرنه وشي.
نو لکه په پورتنیو مواردو کي چي اشاره ورته وشوه د نویو ځوانانو بحران امکان لري چي په ځینو کسانو کي د ځواني او یا هم تر منځني عمر او کله کله کیداي شي تر ډيره عمره دوام پیدا کړي .
له نویو ځوانانو سره ددې لپاره چي خپل هویت وپيژني او د خپل ځان رول چي په هغه کي پټ دی وپيژني نو باید او باید له هغه سره ښې او د دوستي اړیکي ټينګي کړو او د هغه پر مثبتو ټکیو تکیه وکړو تر څو چي ده ته خپل  وخت ورسیږي او د خپل ځان پر رول او اهمیت وپوهیږي .
د هویت پلټني اړتیا :
هویت پلټنه له ابهام ، پریشاني او تردید سره ملګري ده ، نوی ځوان په دې فکر کي دی چې په دې ګڼه او بدلېدونکې نړۍ کي خپل ځان او خپل هویت پیدا کړي ، نوې ځوانان هڅه کوي تر څو هغه ډول چي ورته مخه ده خپل هویت لاسته راوړي او خپلي دغي همیشنۍ پوښتني ته ځواب ورکړي چې وايې ، موږ څوک یو؟ او د څه لپاره ژوند کوو ؟ بې له شکه دا ډول هویت په پوره ډول د کورنۍ د روزني، لیدنو او حرکاتو د دودونو محصول دي ، دېته هم باید پام ولرو  چې نوی ځوان هم کله د کورنیو حرکاتو او دودونو سره په جګړه کي کیږي او په دې فکر کي وي چي نوی هویت پیدا کړي . ټولنیز مسوولیتونه او له خپلو مسایلو سره ګډون ورکول ، د خپل ځان لپاره د ښو او مانا لرونکو رولونو برابرول هغه توکي دي چې د ځوان هڅي د هویت پیداکولو ته ډیروي .
په نوې ځواني کي د نویو ځوانانو ناوړه کارونه:
د ناوړه کارونو مخه نیول له معمولي او پرلپسې درملني څخه مخکي دي چې د ماشوم او په ځانګړي ډول د نوي ځوان د ارواپوهني په بحث کي د نویو ځوانانو او ماشومانو د ناوړه کارونو د علتونو او درملني څیړلو لپاره یو ځانګړی فصل لري . سره له دې چې ناوړه کارونه پر دې دوو سنونو پوري تړاو نه لري شخص په هر سن او د ودې په هر پړاو کي امکان لري چې په جرم او خیانت باندي اخته شي خو پر دې دوو سنونو کي یې( وده او بشپړوالی) تر ټولو دورو ډیره مخه نیول کیداي شي . د هري ټولني نوي ځوانان او ماشومان د هغې ټولني بنسټیزه پانګه ده ، ناوړه کارونه د ځینو د فکر پر خلاف یوازي په معاصره پېړۍ پوري اړه نه لري د انسانانو پېښه لیک له جرمونو او جنایتونو ډک دی خو په دې اوسني وخت کي د نویوځوانانو پر جنایتونو کي مطالعه کیږي او د ډېرو انساني علومو د پوهانو او د عادي خلکو افکار او نظریات يې دې خواته متوجه کړي دي .
پوهان او روزونکي د نویوځوانانو د ناوړه کارونو مسًلي ته د څېړلو له لاري کتنه کوي او دا هوډ لري چي د نویوځوانانو د ناوړه کارونو علتونه او عوامل پیداکړي او دهغو د مخه نیولو او درملني لپاره مثبتي لاري پیداکړي ، د نویو ځوانانو د جوړښتونو او ډلو مشران هڅه کوي چې د بیلابیلو ټولنو او روزونتونونو په جوړلو سره د نویو ځوانانو مسایلو ، ناارامیو او ستونزو ته پای وکړي او پلار او مور هم په ډیره وارخطايې سره په داسي لارو پسي ګرځي چې خپلو زامنو ته د خطر او فساد څخه نجات ورکړي ، خامخا د ټولنیزو علومو پوهان ، ټولنپوهان او ارواپوهان د څېړلو له پایلو څخه د پوره ډاډ او علمي ارزښتونو لرونکي دي او نوري ډلي ددې پوهانو د څېړنیزو لاسته راوړنو څخه کار اخلي .ویلاي شو چې هیڅ یوه ټولنه له ناوړه ځوانانو څخه خالي نه ده ، د دوی ناوړتیاوي او اندازه په بیلابیلو ټولنو کي توپير لري او هري ټولني ددي د مشخص کولو لپاره یو ځانګړی نوم  ټاکلی دی.
خطا کاري او ناوړه کارونه هغه کارونه ګڼل کیږي چې جزايي قوانینو او هغو قوانینو ته چې لویان او ځوانان ټول باید هغه ومني غاړه کیږدي او بل داچې د نوي ځوان او لویانو ناوړه کارونه توپير نه لري ، دواړو ته هغه وخت خطاکاري ویلای شو چې جزايي قانون ونه مني او د جزا وړ وبلل شي .له قاعدي څخه بهر هر ډول عمل او چلند ته جرم نه شو ویلاي ، د بېلګي په توګه که ځوان څو رنګه جامې واغوندي یا ځانګړې بل ډول جامې جوړي کړي نو دېته جرم نه شو ویلاي او نه هم ځوان مجرم دی ، کیداي شي له دې عمل سره د ټولني مخالفت سم وي خو د ځوان دغه چلند چاته تاوان نه رسوي او خطر هم نه رامنځته کوي یاني د ځوان دغه عمل یا چلند یواځي د یوه هنرمند څخه تقلید دی.
دنویو ځوانانو د ناوړه کارونو عوامل او علتونه:
۱- د نویو ځوانانو د ناوړه کارونو علتونه په دقیق ډول تعینول او په ځانګړي ډول یواځي د هغه د علت معلومول نه يواځي چې آسان کار نه دی بلکه په ډېرو مواردو کي ډېر ستونزمن او له امکان څخه لري دی .
۲- ناوړتیا د هر ځوان په ژوند کي په یوه ځانګړي ډول څرګندیږي او بیله بیله مانا او مفهوم لري ، ځیني وخت امکان لري چې ناوړتیا دیوه جرم په ډول پېښه شي چې د ټاکلو غوښتنو او عواملو په سبب رامنځته کیږي چې د دې غوښتنو او عواملو د له منځه تللو په وخت کي نه رامنځته کیږي .
۳- دغه ناوړتیاوي ځیني وخت د ماشوم نوې ځواني ته د رسېدو او ځیني وخت د کینې او ستونزي له امله پېښېږي چې باید د وخت په تېرېدو د ټولنیزو عواملو په واسطه پرانستل شي .
۴- ځیني ناوړه ځوانان له رواني او عاطفي اړخه جوړ نه وي او د ځوانانو له داسي ډلي سره یې ژوره ريښه پیدا کړې وي چې د نظم خرابوونکي ، له جزايي قانون څخه سرغړوونکي او د ټولني د آرامي او نظم له منځه وړونکي وي.
۵- د نویوځوانانو د ناوړتیاوو د علتونو د پېژندلو لپاره له بیلابیلو لارو څخه کار اخیستل کیږي چې دا هم عوامل او علتونه ډېروي ، ځکه چې د څېړوونکو هره ډله چې اساسي علت پیدا کړي نو یو څه وړاندي کوي ،همدا لامل دی چې په دې وروستیو کلونو کي یواځي د نویو ځوانانو د ناوړه کارونو عواملو او علتونو د پیداکولو ته پاملرنه نه کیږي ، لږ کسان دي چې یواځي کورنۍ ، چاپېریال او یا هم یواځي ذهني وروسته والی د ناوړتیا عوامل معرفي کوي.
۶- ځيني وخت د (ناوړه ځوان) کلمه پرته له فکر کولو د ځوان د عواملو لپاره دومره ډېره کارول کیږي چې ټول څېړوونکي او پوهان د دې د بې ځایه کارولو سره مخالفت کوي ، هیڅکله باید د ناوړه ځوان کلمه له علت او خپل ځاي څخه ونه کارول شي .
۷- د ځوانانو ناوړتیا نوې مسًله نه ده نو که چېرته يې تاریخ ته وګورو نو له میلاد څخه (۳۰۶) کاله وړاندي رومیانو د ماشومانو لپاره د ماشومانو لپاره جزايې قوانین وضع کړي وو.
۸- هر ماشوم چې د لویانو د هیلو او غوښتنو خلاف کار کوي نو قاعده ماتوي او یا هم چلند یې یو منفي چلند بلل کیږي خو دې ته ناوړه کار نه شو ویلای ځکه چې کله کله هم له ماشومانو او ځوانانو څخه ځیني کارونه پيښېږي چې د لویانو په نظر غیر عادي دي په داسي حال کي چې نظر د ده د ودي او بشپړوالي دورې ته یو طبعی چلند دی.
۹- د ناوړه ځوانانو کارونه په ټوله نړۍ کي دومره پراخ دي چې په سختي به وکولای شو د ټولو جرمونو په اړه یو ټولنیز حکم وړاندي کړو ، بلکه ویلای شو چې په معمولي ډول دغه اعمال له هغو ماشومانو څخه رامنځته کیږي چې د اوو او اتلسو کلونو ترمنځ وي .
۱۰- د بلوغ سن او د ناوړه ځوان د قانون په وړاندي مسؤل پيژندل په ټولنو کي توپیر لري یاني هغه سن په بیلابیلو دولتونو کي توپیر لري په کوم کي چې ماشوم مسؤل ګڼل کیږي یاني که د قانون مخالفت وکړي نو محکمې ته ور پيژندل کيږي .
۱۱- لنډه دا چې جرایم او ناوړتیاوي چې امکان لري ځوان يې سرته ورسوي یو له بل سره توپیر لري ، د بېلګي په توګه ویلای شو : غلا ، د خلکو سپکاوی، د نورو پر مالونو تجاوز، د خلکو ناموس ته په بده سترګه کتل ، قمار وهل ، شراب څښل ، قاچاق ، وحشیانه چلند، له ښوونځي څخه تېښته ، غیر اخلاقي کارونه ، په نشه یې توکیو روږدېدل چې دا ټول د جرایمو په ډله کي راځي.
د هغو نویو ځوانانو د پیژندلو طریقې چي مثبت او مؤفق هویت ولري:
۱- د مور او پلار څخه په پوره ډول جدايي او خپلواکي
کله چي نوی ځوان خپل هویت په سمه توګه وپېژني نو هغه که هر څومره هم له پلار او مور څخه لري واوسي نو بیا به هم بریالی وي .
۲- د خپل جنسیت پوره کیدل او د هغه درک( انجلۍ وي او که هلک وي)
نوی ځوان که هغه هلک وي که انجلۍ وي په دې دوره کي باید خپل جنسیت درک کړي یاني کله چې له خپل جنسیت څخه ډاډه شو نو هیڅ ډول ستونزه به هم ورته پیدا نه شي.
۳- د وجدان او اخلاقیاتو پوره والی او پرمختیا
هغه نوی ځوان چې خپل وجدان ته په پاملرني سره یې ټولنیز اخلاقیات وپيژندل نو بریالی او مؤفق به وي .
۴- کار کولو ته اقدام: که څه هم وویل شول چې نوی ځوان په دې دوره کي د کار کولو پوره توان او وس نه لري خو که چیرته د کوم کار په کولو کي بریالی او په سمه توګه یې تر سره کړ نو معلومه ده چې دی ( نوی ځوان) د بریالیتوب پړاو ته رسېدلی دی.
۵- له خپل مخالف لوري سره د عاطفي اړیکو سره مینه او کورني جوړښت او د اولادونو روزنه
د هویګهریست له نظره نوی ځوان په دې پړاو کي چې نور د لویوالي پړاو ته وردانګي په دې باید وپوهیږي چې څه ډول باید له خپل مخالف لوري سره چي هغه د ده میرمن ده عاطفي اړیکي وساتي او څه ډول باید خپل اولاد ورزي نو باید چې پوره چمتووالی ولري تر څو له کومي ستونزي سره مخ نه شي ځکه نور دی پلار او یا هم مور جوړیږي چي پخپله به د کورنۍ سرپرستي کوي.
۶- ډیر عاطفي ثبات ته رسیدل ، نژدیوالی او صمیمیت ، پخوالی او برابروالی
عاطفي بلوغ په ژوند کي د اړیکو د ټینګولو او د ژوند د موخو د پرمخ تللو لامل ګرځي نو لازمه ده چې نوی ځوان له عاطفي اړخه سمباول واوسي تر څو د خپل ژوند موخي او اهداف په سمه توګه لاسته راوړي.
۷- واقیعت غوښتنه ، کمال غوښتنه، د ځان رهبري
نوی ځوان چې په دې وخت کي د کمال حد ته رسیدلی او یا هم نژدې دي چې دې حد ته ورسیږي او نو لږ تر لږه دومره باید وکولای شي چي څه ډول خپل ځان رهبري کړي او یو منظم شخصیت ترینه جوړ شي ، کله چي نوی ځوان د ځان په رهبري کولو بریالی شو نو بیا هم وایو چې بریالی دی .
په نویو ځوانانو کي د هویت وده (رشد):
دنوي ځواني پیښه له دې پوښتني سره یو ځای ده چې نوي ځوانان له خپله ځانه دا پوښتنه کوي چي (زه څوک یم؟) دا پوښتنه چي څو کاله دوام وکړي نو دې ته د هویت پلټنه وايې، په واقعت کي خبره داده چې هیڅوک په دې نه پوهیږي چي مخکي له ده په دې نړۍ کي چا ژوند کاوه او وروسته له ده څخه به دې نړۍ ته څوک راځي ؟نوی ځوان چي له دې اساسي پوښتني سره  ځان مخامخ ويني او ډېر ژر به د خپل ژوند مسؤلیت په خپله غاړه واخلي او له ځان څخه دا پوښتنه کوي چي : څه ډول باید ژوند وکړي ؟ کوم کسب د ځان لپاره وټاکي ؟ له خپل مخالف جنس سره په اړیکه کي او د خپلي راتلوونکې کورنۍ د ژوند په اړه څه باید وکړي ؟په کومو ارزښتنو او باورنو باید ژوند وکړي ؟  دې پوښتنو ته ځواب ویل څه آسان او ساده کار نه دی او معمولاً له تشویش سره هم ملګری دی ، کیداي شي ووایو چي د پلار او مور تشویش هم د نویو ځوانانو له تشویش څخه کم نه وي ، هغه نوي ځوانان چي غواړي خپلي وزري وغړوي او په خپله خاصه نړۍ کي پرواز وکړي او پلار او مور یې چي کله کله د خپل اولاد د خپلواکي په غوښتلو او له دوی (والدینو) څخه په بیلیدو سره په فکر کي وي او همدارنګه کله کله د خپلو نویو ځوانانو د هغو غوښتنو پر وړاندي چي له دوی( والدینو ) څخه يې لري د امنیت احساس نه کوي ، په دې منځ کي نوی ځوان په دې احساس کي راګیریږي چي پلار او مور یې ددې پر ځاي چي مرسته ورسره وکړي هغوي آرام او په خپل حال نه پرېږدي. ریښتیا هم ځيني والدین پیدا کیږي چې له خپله لاسه خپل اولادونه په دې بحران کي راګیروي او نه غواړي چې خپل اولاد یې د چاپېریال له نور ځوانانوسره اړیکي وساتي دلته نو نوی ځوان له خپل پلار او مور څخه سرغړوني ته مجبوریږي او غواړي چې له خپلو والدینو څخه لري ژوند وکړي ، نو دا والدین دي چې خپل اولاد به دې حالت ته مجبوروي یاني هر څه د نویوځوانانو د والدینو په لاسونو کي دي چې هغه په دې دوره کي له خپلو اولادونو سره څه ډول رویه او سلوک کوي.
په نویو ځوانانو باندي د هویت د بحران تاثیر:
نوې ځواني او ځواني داسي دوران دی چې په هغه کي د هویت بحران د شخص په رواني سازمان باندی غالب کيږي نو له دې وجي نوی ځوان او ځوان چي د خپل هویت تږی وي د ډول ډول ارزښتونو او کله کله د متضادو ارزښتونو په لوري باندي ځي او هغوي ارزوي چي څه ډول خپل هویت وپيژني او هغه څه چې دی یې غواړي ورته ورسیږي؟
د هویت د بحران په وخت کي نوی ځوان د ځینو مواردو په اړه لکه د اوږدمهاله موخو په ټاکلو ، د راتلوونکي لپاره د دندي په ټاکلو، د رفاقت نمونې ، جنسي رفتار او تمایلات ، مذهبي تشخیص ، د اخلاقي ارزښتونو نظام او د ځینو نورو په اړه په شک او تردید کي وي .
د هویت بحران په دې عمر کي سربیره پردې چي نوي ځوانان يې له خپلي نړۍ څخه د یوې بلي بهرنۍ نړۍ په لوري وړي وي او هغوي په دي کي ورک وي چې اوس څه وکړي ځیني نوري ستونزي هم د هغه لپاره رامنځته کوي چې هغه عبارت دي له :- د کارونو په اړه هيڅ دقت نه کوي او همدارنګه وخت ته هيڅ اهمیت نه ورکوي ، په بدني خصوصیاتو باندي د شخص مشغولیدل ، د دندي په اړه ځیني غلط سوچونه ، د خپل ځان داخلي فضا ته نه توجه او … په نوي ځوان کي منفي هویت رامنځته کوي چي په دې وخت کي نوی ځوان نه پوهیږي څه وکړي او د ژوند کولو لاره ترینه ورکیږي نو نوی ځوان دې ته اړ کیږي چي خپله کورنۍ او ټولنه هم پریږدي او د ځان لپاره ګوښه توب ورته غوره ښکاري .
د هویت د بحران حل:
د اریکسون د نظريي مطابق هغه بحران چي نوي ځوانان ورسره مخامخ کیږي نو د ټولنیز رول له مخي ورته د هویت په مقابل کي سرګرداني وايې یاني نوي ځوانان چي کله دې پړاو ته ورسیږي نو کورنۍ او ټولنه ده چي د نوي ځوان د هویت د بحران لامل ګرځي ځکه نوی ځوان هیله لري چي دده غوښتنو ته پاملرنه وشي او دی(نوی ځوان ) هم له هغو حقوقو څخه چي یو لوي شخص ورڅخه برخمن وي دی هم ترینه برخمن شي ، یاني بیا هم په تکرار سره وایو چې نوې ځواني له ماشومتوب څخه د لویوالي پړاو ته د انتقال دوره ده نو که څه هم نوی ځوان د لویانو په څیر د ځیني کارونو په تر سره کولو کي پوره وس او توان نه لري یاني اوس هم په ده (نوي ځوان) کي ځیني علامې او خویونه د ماشومانو په څېر وې خو بیا هو نوی ځوان غواړي چې له هغو حقوقو څخه چې د ټولني یو لوی شخص برخمن دی نو دی هم باید ترېنه برخمن شي. د پورتنۍ خبري په ځواب کي وایو چي په هویت کي د نوي ځوان سرګرداني او د ټولني رول په غالب ډول سره داسي تجربه کیږي چي نوی ځوان یواځي ددې پوښتني ځواب غواړي چې ، زه څوک یم ؟، په ټولنه کي څه رول لرم ؟، د څه لپاره دې نړۍ ته راغلی یم ؟ ، کوم ځاي ته به ولاړ شم ؟ او په راتلوونکي کي به څه کاره شم ؟
نو باید په پام کي ولرو چې د هویت د بحران حل یو داسي طیف دی چې په یوه اړخ کي یې د هویت کسبول دي او په بل اړخ کي يې سرګرداني او تکلیف دی چې د هر ډول ټولنیز هویت د بحران د واقعي حل لپاره باید یو ځانګړی سبک او حل لاره ولټول شي چې په دې حالت کي شخص د دوو متضادو قطبونو تر منځ ځای لري ( هویت د بې هویتي پر وړاندي ) نو په دې ځاي کي باید مثبت قطب ته ډېره پاملرنه وشي ، په پایله کي وایو چي د نوي ځواني په وخت کي یو شخص نه د پوره هویت څیښتن وي او نه د بې هویتي ، نو لازمه داده چي د هویت برخه او احساس باید او باید د بې هویتي له برخي او احساس څخه قوي او دروند وي .
د مارسیا د نظريې مطابق هغه غلط احساس چي په دې وخت کي په نویوځوانانو کي شتون لري هغه داده چې دوی(نوي ځوانان) غواړي چې په دې دوره کي د هویت په کسبولو باندي بریالي شي ، دا واقعي خبره ده چي که چیرته نوی ځوان په آساني سره وکولاي شي چې خپل هویت کسب کړي نو په لویوالي کي به ورته د هر ډول کار ترسره کول ناممکن او ستونزمن نه وي .
د دین له نظره د هویت بحران:
هغه پوښتنه چې د دیني عالمانو ترمنځ په دې اړه د بحث وړ ده هغه د هویت پر وړاندي د دین د موضوع څرنګوالی دی . دیني متونو ته په توجه سره کولاي شو چي لاندي اصول په دې اړه لاسته راوړو: دین د هویت د اجزاو او عناصرو په اړه د تایید او قبول موضوع لري ، دیني سرچینې د فردي ، کورني ، ډله ایز، ټولنیز ، صنفي ، فرهنګي او د دوی په څیر د هویت نور ډولونه هیڅکله هم نه نفي کوي یا ویلای شو چي نه يې ردوي بلکه ځيني د هغو یې هم تایید کړي دي ، په دې صفتونو سره دین فطري ، معنوي ، او اخلاقي هویت ته ډېر ارزښت او ارجحیت ورکړی دی . الهي دینونو د بشر لپاره دا توصیه د یوې تحفې په ډول راوړې چې د یوه شخص لوړ او معنوي عنصر د هغه هویت
او شخصیت دی چي لازمه ده هغه ته ډېر په درنه سترګه وکتل شي . سربیره پردې دین د یوه شخص
په هویت کي د هغه په تنظیم ، برابر ساتلو او دهغه د نورو عناصرو په اصلاح کولو کي د کورني ، ټولنیز ، ملي او نژادي هویت په احساس باندي هم  ډېر تاکید کړی دی.
د هویت د بحران دیني لاري:


د هویت د بحران په له منځه وړلو کي د سمو او مناسبو لارو چارو وړاندي کول یوه ډېره مهمه مسًله ده چي د نن ورځي ټولني ورسره مخامخ دي . له هغه ځایه چي ځوان نسل په دې ډګر کي کلیدي رول لوبوي نو ددې بحران څیړل له ډیر اهمیت څخه برخمن دی .
له هغه ځایه چي دین د انساني فطرت پر بنسټ جوړ شوی نو کولاي شي د هویت د بحران په حل کي بنسټیز رول ولري نو پر همدي بنسټ په دې راپور کي هڅه شوي ده تر څو د هویت پیژندلو د مانا او مفهوم په روښانولو کي دیني لاري چاري د بحران د له منځه وړلو لپاره چي په ځانګړي ډول د دې بحران ډيره برخه په نویو ځوانانو کي وي وڅيړي .


د دین رول د هویت د بحران په حل کي:
په کلي ډول مذهبي اعتقادات د نفس سلامت او په ټولنه کي د اخلاقو د حفظ لپاره د حل لاره ده . د مدني قوانینو ترسره کول که هغه هر څومره سخت او مدبرانه هم وي بیا هم د ټولنیز بحران څخه د وتلو او تېرېدلو لاره نه ده او نه شي کولاي چي د هغه لپاره د حل لاره وټاکي ، تر هغه وخته چي د ایمان ضعف حاکم وي نو هیله نه لرو چي کورنی نظام خپل اصلي کار ته چي هغه د اولاد پر وړاندي او د هغه د روزني پر وړاندي د مسؤلیت قبلول دي بیرته راوګرځي .
او په ځوان نسل کي د ټولنیز بحران لمنه په ټولیدو کړي . په کورنۍ کي د دیني ارزښتونو ضعیفوالی د اولاد د روزني د ضعیفوالي لامل کیږي او د روزني ضعف د خپلو اولادونو د ایمان او اعتقاداتو د لپاره لومړنی ګام دی . د اولادونو اعتقادي ضعف هم هغوی د ټولنیزو انحرافاتو پر وړاندي زیانمن کوي تر هغه ځایه چي کولاي شو یو څه ووایو هغه دادي چي  ټولینز بحرانونه په کورنۍ او ټولنه کي د اعتقادي او ارزښتي ستنیو (پایو) څخه پرته د حل لاره نه شي جوړیدلاي . په ټولیز ډول سره ویلای شو چي په خلکو او په ځانګړي ډول په نویوځوانانو او ځوانانو کي د هویت د بحران د حل لپاره د دین هغه مثبتي کړني او د حل لاري په لاندی ډول سره بیانوو او ډلبندي کوو.
الف: ( ځواب ویل او د ستونزی حل : د هویت د بحران په حل کي د دین لومړنی کار د هغه د ریښې د حل لاری او یوي پوښتني ته د ځواب ویلو له لاري کیداي شي ، هویتي بحرانونه د عامو انسانانو او د هغه د ټولو مختصاتو په برخه کي په دیني حوزه کي ځاي لري ، دین د یوه لومړني نظام په روښانه کولوسره په ژوند او هویت جوړونه کي د انساني فطرت پر بنسټ سربیره پر دې چي هویتي ابهاماتو (هغه څه چې پټ دي ) ځواب وايي د هویتي بحرانونو او د فردي او ټولنیز ژوند د ماناداره کیدو لپاره حل لاري وړاندي کوي).
ب: ( له بشري تجربو او فکرونو څخه ګټه اخیستنه او هغو ته د نویو ځوانانو هڅول : په ډېرو انساني رواني او هویتي بحرانونو او ستونزو کي دین په کلي او عمومي قاعده سره د بشري معروفو تجربو او دهغه له فکرونو اوانديښو څخه ګټه اخیستنه توصیه کړي ده او د انسان لپاره یې د عملي کړنو لاره په واک کي ورکړې ده . د کورني او یا د راتلوونکي ژوند د بحرانونو د حل لاري څرنګوالی او دهغه په څیر نور داسي کارونه دي چې انساني عقلانیت ته يې ورسپارلي دي ، البته په دې لاره کي به ایمان ، اخلاق او معنوي اعتقاد یو قوي ملاتړی وي ، یاني لکه څرنګه چې د دین د اصولو او قواعدو پلي کول او مراعت کول په ډېر کچه د پام وړ دي په هماغه اندازه دا موضوع هم د پاملرني وړ ده چي باید ورته توجه وشي ).
ج: ( د یوه شي پر ځاي د بل رامنځته کول او هغه ته د مقاومت وربخښل: هغه وخت چي په شخص کي بحران او تعارض شتون ولري او د هغه د اړتیا د حل لاري ته ځواب ویل ستونزمن شي او یا امکان ونه لري نو ایمان او دیني اعتقاد کولاي شي د یوه شخص د بحران د ډيروالي مخه ونیسي او هغه ته یوه داسي ټینګه اراده ورکړي چې په هغه کي د هویت بحران ورو ، سست او کم شي . دیني مفاهیم لکه: صبر ، توکل ، رضایت او ځیني نور د دې محور او ښکارندوي دي چې روحي بحرانونه او رواني سلامت کنټرول کړي . د یوه کار پر وړاندي دیوه شخص رواني  مقاوم کیدل او یا مقاومت کول د داسي کارونو درلودونکي وي چې کولاي شي یوه بله پيښه په خپل وجود کي ځاي پر ځاي کړي چې دې حالت ته ځای پر ځای کول یا جایګزین کیدل وايې . نو لازمه ده چې که چیرته یو انسان او یا په ځانګړي ډول نوی ځوان په داسي رنځ اخته شو نو د دین ورته غوره لاره داده چي دی کولای شي د دې پر ځاي په خپل ذهن کي یوه بل مطلوب شي ته ځاي ورکړي چي هم یې د ځان په ګټه وي او هم يې کورنۍ ته په کي کوم زیان ونه رسیږي.)
 پــــــــــــــــــــــایله :
د ژوند هره دوره ډېره مهمه ده هغه که ماشومتوب وي ، نوې ځواني وي ، ځواني وي او که لویوالی حتی ویلای شو چې د یوه ماشوم د مور په رحم کې ژوند هم له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی یانی که چېرته د یوه ماشوم ژوند د مورپه رحم کې پاملرنه ونه شي نو ډېر عوامل دي چې د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کړي یانی ویلای شو چې د هغه په ژوند باندی ځانګړی تاثیر لري . نو راځو او د ژوند دې مهمي دورې ته چې له یوه ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده لازم تدابیر د نویو ځوانانو پر وړاندي نیول د هغوی لپاره ډېر مهم دي ، لکه چې یادونه وشوه د پلار او مور محبت ، دوستي او د خپلو اولادونو پر وړاندي د هغوی حوصله مند کېدل ډېر مهم دي . لکه چې معلومه ده نوې ځواني یوه مهمه او د تغیر دوره ده ، په نوې ځوان کي له هر اړخه تغیر رامنځته کیږي ، په ذهن ، جسم ، جنس ، تفکر ، روان ، مهارت ، استعداد ، پوهه ، له نورو سره د اړیکو ټینګولو لاري ، د خپل ژوند د غوراوي لاري ، او ځیني نورو ډېر څه چې د ټولو لیکل له امکان څخه وتلي دي . په پای کي بیا هم وایو چې په دې دوره کي د خپل اولاد سره دوستانه اړیکي او له هغوی سره مینه او محبت کول یواځیني لاره ده چې کولاي شي د نویو ځوانانو د هویت د بحران مخنیوی وکړي .
وړاندیزونه:
لکه چې وړاندي یادونه وشوه نوې ځواني یوه د هویت د پيژندلو دروه ده او په دې دوره کي نوی ځوان د خپل هویت په پيژندلو کي له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي ، له کورنۍ څخه جلا کیږي ، هر وخت غوسه وي ، عصبي وي ، او ډېر چې ورته لېوال وي هغه د والدینو له واک او سلطې څخه د دوي (نویوځوانانو ) خپواکي ده نو په دې برخه کي کورنۍ ، ټولنه ، ښوونکي او په ځانګړي ډول د پلار او مور دنده ده چې د خپلو اولادونو ژوند ته په دې پړاو  کي ډېره پاملرنه وکړي .
۱-  په لومړي قدم کي والدین دي چې خپل اولاد له دې بږنوونکي او سرکښه ناروغي څخه وژغوري که څه هم دا به د والدینو لپاره ډیره ستونزمنه هم وي خو کولاي شي دوي په دې برخه کي کلیدي رول ولري ځکه که چیرته والدین وغواړي نو هیڅکله به هم ددوی اولاد د هویت له بحران سره مخامخ نه شي لکه چې وویل شول نوی ځوان خپلواکي غواړي او ځان د لویانو په ډله کي حسابوي نو پلار او مور دي چې دوی ته په سمه توګه قناعت ورکړي چې تر اوسه لا یو څه وخت شته او کله چې دوی ( نوي ځوانان ) ټاکلي حد ته ورسیږي نو هر څه به د دوی په واک کي ورکړي . نوی ځوان په دې دوره کي له ډول ډول پوښتنو سره مخ وي او ددې پوښتنو ځواب په سمه توګه غواړي چې پيداکړي نو پلار او مور کولای شي تر ډېره بریده د ده ددې پوښتنو په وړاندي قانع کوونکي ځوابونه ورکړي خو که چېرته والدین بې تفاوته شول نو پوه شئ چې نوي ځوانان به داسي کارونو ته مخه کړي چې موږ یې تر اوسه فکر هم نه شو کولای.
۲- کله چې یو ماشوم له ماشومتوب څخه د نوې ځواني پړاو ته وزي یا رسیږي نو لکه چې یادونه وشوه خپلواکي غواړي او په ټولنه کي له نورو هم عمره او همزولو سره اړیکي ټينګوي ، د نورو له مهارتونو ، خصوصیاتو او ځانګړتیاو څخه متاثیره کیږي نو په هغه ټولنه کي چې دوی ژوند کوي د ټولني نورو غړو ته هم لازمه ده چې د نوي ځوان ژوند او راتلوونکي ته ځانګړي پاملرنه وکړي ځکه دا هم د دوی د خپل اولاد په څير د بل اولاد دی چې ښې روزني او لارښووني ته اړتیا لري .
۳- یو ماشوم په اووه کلني کي ښوونځي ته ځي او دا ژوند ډېره مهمه دوره چې نوې ځواني ده ټوله په ښوونځي کي چې یو روزنیز او ښوونیز مرکز دی تیروي نو ښوونکو ته لازمه ده چې دوی (نویوځوانانو ) ته سمه لارښوونه وکړي او په کورنۍ او ټولنه کې چې له کومو ستونزو سره مخ کیږي د هغو په حل لارو يې وپوهوي او لارښوونه ورته وکړي .