کور / سياسي / امريکا: خندنۍ موسکا خونړۍ امسا (يوولسمه برخه)

امريکا: خندنۍ موسکا خونړۍ امسا (يوولسمه برخه)

امریکا :


خندنۍ موسکا خونړۍ امسا


لیکوال : پروفیسور کابلی والا هند


— ———————————————————————————–


* افغانان باید له تاریخه درس واخلي ، با ید راویښ شي ، باید امریکا او هغوی ته چې دغه هیواد یې په سره تنوراړولی دی نوردزغم تګلاره بنده کړي او د زغم پرځای باید کرکې، نفرت اویوې پراخې (افغاني نه همکارۍ )ته ملاوتړي.


* ځکه چې خونړۍ امریکا په نړیواله کچه په یوه نوې هټلري بڼه کې ځان نړۍ ته وروښود او په عملي توګه دیوې پراخي صلیبی-مافیایي جګړې قومانده د اسلام او اسلامي هیوادو په مقابل کې دخپل تش په نامه بی عقیدې  ولسمشر په لارښونه په درغلۍ سره پرمخ بوتله او لاهم روانه ده ،


* همدا اوس دکابل حکومت یوازې یو څو کورنیو ته چي دسمتي او ستمي اړیکو څرګندونه کوي ورسپارل دی په لاندي ډول : ( دکرزي کورنی او اړوندان یې ، دپیر اومجددی کورنۍ او اړوندان یې ، شمالی ټلواله ، کریم خلیلی اواړوندان یي ) وزیران ، سفیران ، معینان ، قوماندانان ، والیان ، او یوزیات شمیر وکیلان داټول دهمدغو څلورو پنځو کورنیود اړیکو له مخي ټاکل شوي او ځای پرځای شوي دي ، استعداد ، وړتیا ، مسلک او تحصیل هغه څه دي چې په دغه مافیایی بازار کې نه ځای لري اونه هم څوک اهمیت ورکوي .


————————————————————————————-


دکابل پر واکمنۍ باندې ګمارل شوي یاران ، امریکایان او یاران یې ، پلورل شوې او افغان دښمنه مطبوعات ، جاسوسان اوپه افغانستان کې دیوه باثباته نظام دښمنان هره ورځ او هرساعت همدغه یوه ټکي ته اړم شوي چې که خونړۍ امریکااودهغي وحشی پوځیان له افغانستان څخه وتښتي، نو بیا به دا هیواد تراوسني فسادي حالت هم پر یوه بله تاریخي غمیزه باندې واوړي ؟! لوی لوی مجاهد ډول منافقین خولا دا ډندوره هم ورسره وهي چې« په افغانستان جګړه د خارجیانو پرضد نه ده …» مانا داچی دوی دلته موږ ته ګلونه کري او د دوی د وژنو ، بمباریو او نړیوالو جنایاتو ملا تړ باید وشی… په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده ، ترهرڅه دمخه باید موږ ځان په دې پوه کړو چې په افغانستان کې خارجیان څوک غواړي ؟ دڅه لپاره یې غواړي ؟ دادوی پوښتنې هغه څه دي چې باید لږ په عقل اوغورسره ځواب کړې شي ، په افغانستان کې ان له اوله ترننه ددغه هیواد اکثریت اوسیدونکو دخارجیانو راتګ افغانستان اوسیمې ته دیوه لوی خطراو ګواښ لامل بللی او خپل مخالفت یې ورسره کړی دی، دپښتنو اکثریت په سوله ییز او جګړه ییز ډول خپل مخالفت ښودلې او په دغه ډګرکې دخارجیانو دیرغل په وړاندې له لومړۍ ورځې بیا ترننه ولاړدي اوهمداده چې اوس یې دنړۍ ټول دموکراسي پلوي ځواکونه په دغه ټکي سره یوه خوله کړي ، چې افغانان دتاریخ په اوږدو کې چا نه غلام کړي اونه هم اوس یوځواک کولای شي په دغه برخه کې ځان پر بري باندې ورمخه کړي.


دویم ټکی چې باید په غورسره په پام کې ونیول شي هغه په افغانستان کې دپښتنو نه رضایت دی ، دوی ته دافغانستان په اوسنۍ فسادي حالت کې هیڅ ډول مدني او معنوي حقوق نه دي ورکړه شوي ، همدالامل دی چي دوی به کله هم په کابل کې دامریکا اونورو له اوسنۍ افغانستان ورانونکې پالیسۍ او دامریکا له سیاسي ،پوځي او ان اخلاقی بدنیتیوسره دپخولاینې تګلارې ته زړه ښه کړي . پوره لس کاله پښتانه د امریکایي پوځیانو له خوا توهین شول ، ووژل شول ، بې تعلیمه پاتې شول اوان په ګوډاګۍ ملکي اداره کې دوی او یاهم ددوی رښتینو استازو ته نه واک اوځواک ورکړشو او نه هم چا د اهمیت په سترګو ورو کتل.


پرپښتنو برسیره په دویم ګام کې دملي مقاومت دغې داعیې ته یوزیات شمیر هغو روڼ اندوافغانانو چې له هغوسره دیوه خپلواک ، ناپییلي او په دموکراتیکو بنسټونو ولاړ افغانستان پوښتنه وه هرکلی ویلی داهغه ځواک دی چې نه يي په فساد اونه یې هم دافغانستان دیوې لسیزې په چور اوچپاول کې برخه درلوده ځکه دوی په افغانستان کې دویم ملي ځواک دی چې دوی باندنیان نه غواړي اونه یې ددوی له ناروا سخاوتونوڅخه دخپلو ایمانو او وجدانو سپیڅلتیا ککړه کړه دوی نن هم پرخپل دغه ملي ژمنتوب اوتعهد باندې ولاړدي او تراوسه هم په ډاګه داخبره دوی کوي چې خارجیان په افغانستان او سیمه کې د افغانستان د بدنامولو ، ددغه هیواد د تاریخي ، کلتوری او معنوی ارزښتونو د مسخ کولواو وراني په موخه راغلي او دایی هغه ماموریت دی چي دیوشمیرپلورل شویو ، معامله ګرو اوځان ګټو خوندي ساتونکو په مرسته یې عملي کوي او په دي باوردي چې :


امریکا په افغانستان کې دخپلې درواغجنې تګلارې لپاره هم پخوا او هم اوس یوازې دهشت ګرد اوترهه ګرپه کرایه اخلی او په خورا مهارت سره یې د خپل ما فیایی طلسم ترچتر لاندې په افغانستان او سیمه کې کاروي ، دا که شمالي ټلواله ده او که اوسنی فاسد حکومت تردوی دهشت ګرد ، خاین او دملي ګټو په وړاندې درغل ځواکونه د افغانستان په تیره یوه پیړۍ کې نه وو او نه به په راتلونکې را منځ ته شي ، تش په نامه ګوډاګي حکومت په تیره یوه لسیزه کې افغانستان ته څه وکړل ، یو ښه اقتصادی سستم یې ورته جوړکړ ؟ یوه ښه او رښتینی اداره یې په پښو ودروله ، یوښه هراړخیزه تعلیمی سستم یې په سراسري توګه رامنځ ته کړ ؟ یوه ښه ملي اواسلامی فرهنګی پالسی یې جوړه کړه ؟ کومه برخه ده چې سړی ووایي یوه خویې ښه ده ، ګورۍ همدا اوس ټوله نړۍ دا وايی او په دې پوهیږي چې کابل په سیاسي لحاظ یوه نړیواله مافیا لارښونه کوي ، دهرې ورځي په اوږدو کې یوه ستونزه دیوه دوامدار پرګرام په توګه چي تر چتر لاندې یي یوافغان هم دیوې شیبې لپاره ځان آرام نه احساسوي جوړیږي او په ډیره سړه سینه عملي کیږي ، رشوت ، سړی وژنه ، ځان وژنه او نور هغه څه چې دیوه افغان د ورځني ژوند برخه جوړوي ، هغوی چې پرې پوهیږي اوځانونه یې ناګار اچولي دهغوي خولې يې په ډالرو ور ډکې کړې کله یې چې خوله دیوې شیبې لپاره خالي شوه ، بیاهغه مهال غږ وباسي اولایی غږ پورته کړی نه وي چې بیا یې خانمرګي تیار ورته درولی وي او دابدلپاره یې پرې الوزوي ، هغوی چې نه پوهیږي هغوی یې زغمي اویاباید ځان بی ښه او بده دیوه نا کا م مقاومت لمنې ته دځان مرګۍ تر پولې پورې ور وسپاري ، ټول سیاسي نظام یو بی بڼسټه او پړسیدلی ناروغ ته ورته دی چي د هیڅ باور اوپایښت هیله نه ورته کیږي ، امریکایانو طالبان په شمالي ټلواله ووهل ، بیایی ټلواله داسې سره خوره وره کړه چې اوس یې لاره چاره دځنځیري قتلونو په ترڅ کې سړی نه شي اټکل کولای ، اوس یې بیاد طالبانو(البته دلته مراد له هغه مقاومت څخه نه دې چې دافغانستان لپاره د قربانۍ په ډګرکې ولاړدي ) په نامه لام ورته ببرکړي او داسې ښيي چې له هغوی سره به دیوې معاملي په ترڅ کې خپل دوه مخې نفوذ ته یوڅوکاله نورهم دوام ورکړي ، په داسې حال کې چې دوی خپلو کورنیوامریکایی ستونزو ته نه پام کوي او نه د نړیوالو په وړاندې اعتراف ، د اوباما سیال سناتور جان مکن په خپله وروستي مصاحبه کې د اوباما د ناوړې پالیسي په وړاندې په ډاګه دا خبره وکړه چي اوباما او دموکراتان چې هرډول سره او شنه خوبونه وینی « امریکا نوره دجګړي توان نه لري …» مانا داچې امریکا اوس په ملیاردو ډالره پوروړې ده ، په امریکا د بیو زلو او غریبو شمیر د افغانستان دنفوسوکچې ته لوړه شوه دا ځکه چې خونړۍ امریکا په نړیواله کچه په یوه نوې هټلري بڼه کې خان نړۍ ته وروښود او په عملي توګه دیوې پراخي صلیبی-مافیایي جګړې قومانده د اسلام او اسلامي هیوادو په مقابل کې دخپل تش په نامه بی عقیدې مرتددمسلمان ولسمشر په درغلۍ سره صادره کړه چې لړۍ تراوسه هم لا پای ته نه ده رسیدلې .


دا ټول هغه څه ووچې تریوه حده زموږ پورتنیو دوو پوښتنو ته ځواب کیدای شي خودا باید په ډاګه کړوچې نورباید ولسونه ، وچي او هغوی چې لا هم په دغه دام کې نه دي نښتي دهغوی پرتوطیو باندې ځانونه د زړه له کومي پوه کړي اوباید له دغه پټ اوره په هرډول چي کیږي ځانته د ژغورنې لپاره لاره په نښه کړي .


ما مخکې هم یاده کړه ، چې امریکایی ما فیا د افغانستان واک غلواو داړمارانو ته ورکړ، ترټولو دشرم خبره خو داده چې اوس هره ورځ دوی او د دوی مطبوعات همدغه ډنډوري وهي اوخپله دغه بي شرمي په سرلوړۍ سره دخپلې بدنامې تګلارې دماتې په توګه دخپلو سرمقالو په ترڅ کې امریکایانو او نړیوالو په مخ کې ږدي . دوی عملآ اوس کابل د خپل یو ویسرای (چې د نړۍ له شرمه یې سفیر بولي) په واسطه اداره کوي ، دوی په دی هم پوهیږي چي افغانستان اوس د افغانانو له لاسه وتلي اوهرڅه یې ددوی په لاس کي دی ، تاسې دیوشیبې لپاره فکروکړئ چې دوی همدا اوس دکابل حکومت یوازې یو څو کورنیو ته چي دسمتي او ستمي اړیکو څرګندونه کوي ورسپارلي په لاندي ډول : ( دکرزي کورنی او اړوندان یې ، دپیر اومجددی کورنۍ او اړوندان یې ، شمالی ټلواله ، کریم خلیلی اواړوندان یي ) وزیران ، سفیران ، معینان ، قوماندانان ، والیان ، او یوزیات شمیر وکیلان داټول دهمدغو څلورو پنځو کورنیود اړیکو له مخي ټاکل شوي او ځای پرځای شوي دي ، استعداد ، وړتیا ، مسلک او تحصیل هغه څه دي چې په دغه مافیایی بازار کې نه ځای لري اونه هم څوک اهمیت ورکوي .


اوس نوڅه فکر وکړو چې دغه پورتنۍ څو کورنۍ به په څه ډول دی ته تیارې شي څو ووایی چې د خونړۍ امریکا شته والی زموږ په هیواد کې نور اړین نه دی؟ دوی به کله هم دا خبره ونه کړي چې امریکایان بایددغه هیواد پریږدي ، دغه خلک باید خپل برخلیک په خپله پرته له دې چې خارجیان دغي اوهغی خواته ودریږي وټاکي . امریکا په افغانستان کې د جګړې په پا ی ته رسیدل نه غواړي ، اوس دا له هیچا څخه پټه نه ده امریکا چي څه دخپلو پوځي او استخباراتي اړتیاوو له مخي په افغانستان او سیمه کې غوښتل هغه یې ترسره کړل ، دنیمو شپو خپلسرو او بدمرغو عملیاتو پایلې اوس موږ ته نه معلومیږي خو یومهال به هغه جنایات او په افغانستان کي د پوځي موخو لپاره دامریکا اوپنتاګون ټولې هغه ناویلې او ناولې موخې چي نه یې د سیمی دخلکواو نه یې هم له افغانانو سره په مشوره کې ترسره کړې تاریخ را برسیره کړي . دپامیر، نورستان او تورې بورې پر لوړو باندې د خطرناکو پټو عملیاتو او نامریی عصري وسایلوځای پرځای کول ، د زندانونو پرانستل او په هغوکې د زرګونو افغانانو او مسلمانانو زندۍ کول ، دهغه جنایت یوه برخه ده چې دم ګړۍ زموږ ډیرکې یا ستر ګې پرې پټوو او یا مو سترګې د ډالروپردو نیولې دي .او ځانونه مو ناګار پرې اچولي دي.


دهیواد په جنوب کې امریکایی ځانګړي ځواکونه د خلکو په وژلو ، کورلوټلو او بی عزته کولو باندې لاس پورې کوي ان چی د رسوایی خبره ټایم مجلې د یوافغان له خولې د هغه د زړه د درد په توګه داسې په ډاګه کوي :« زما په اند امریکا په زوره غواړي چې خلک له بلواګرو سره یوځای کړي ، امریکایان دي چې با ید ملامت وګڼل شي ځکه چې دوی په هرڅه خبردي اوکولای شي چې دقوماندان عزیزالله دکړنو څخه مخنوی وکړي ، ولې دوی دا کارنه کوي او نوریې هم تقویه کوي …» اوعزیزالله د سی آی ایی هغه سړي وژونکې جاسوس دی چې یوازې ډالرپیژني او دمرګ هغه قومانده چې خونړۍ امریکایې ورکوي.


افغانان باید په دې پوه شي چې دوی او د دوی هیواد خونړۍ امریکا په هیڅ باندې د ترهه ګرۍ په تور یرغمل کړی دی ، ځکه په دغه سیمه کې دم ګړۍ یو هیواد اویو دولت هم داسې نشته چې دومره بیواکه وي لکه افغانستان ، د دریو لسیزو په ترڅ کې امریکایانو او ددوی خونړیومتحدینو دغه هیواد په مادي اومعنوي لحاظ دومره له خپلې ارادې را وغورځاوه چې اوس په دغه هیواد کې یوڅوک هم داسي نشته چې پرهغه به یو داغ له داغونو ( تور اوسور) نه وي ، د دوی په باوراوس افغانان دومره احساس او ځواک نه لري چي د ځان لپاره یو څوک او یومیرویس اویا احمدشاه وټاکی، پرهغه پسې روان شي او داملت له دغې بربادۍ څخه چې هرولایت او هر ه سیمه یې یوشمیرغلو او تالانګرو چې دپورتنیو څو کورنیو تر چترلاندې برلاسي دي لکه عطا ، اسماعیل خان ، شیرزی اسداله خالد ( چې وایی د پښتنو پروژنو یې زړه نه سړیږي ان دخلکو په سرونه خولې لګوي …) .


ښاغلي کرزی خو اوس دخونړیوامریکایانو او کورنیو پورتنیو فسادي څیروپه منځ کې دومره بیچاره شوی چې نه یوازې یې امریکا غږ نه اوري بلکی په سیمه کې یې هم په داسې یوه لومه کې را ایسارکړی چې په خپلو خبرو بې هدفه ډزونه کوي چې کله په هدف لګیږي او کله نه ، بیګا یوڅه وايی ، سهار بل څه ، بیګا دپاکستان ثنا وصفت کوي او سهار بیا پرهغه باندې وربلوسي ، تاسې یوازې دتیرې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان او سیمې خبرونه او پیښو ته پاملرنه وکړۍ څه جنایتونه نه دي چې د خونړۍ امریکا له خوا په افغانستان ، سیمه او اسلامي نړۍ کې نه دي روان، دخونړۍ امریکا دباندنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن په دې ورځو کې کابل او اسلام آباد اومرکزي آسیا ته تاوده تاوده سفرونه وکړل ، په کابل کې یې د ښاغلي کرزي په مخ کې وویل چې پاکستان باید د ترهه ګرۍ سره غوڅه جګړه وکړي او اجازه ورنه کړي چې ترهه ګرله پولې دغې خوا(افغانستان ) ته راواوړي ،خو کله چې اسلام آباد ته ورسیده هلته يې خپله ژبه او څیره بدلې کړې اوپه ډاګه یې وویل چې پاکستان ملامت نه دی اوموږ له هغه سره هیڅ ډول ستونزه هم نه لرو ، ستونزه له پولې هغه خوا په افغانستان کې ده چې پاکستان یې هم له غمیزې سره مخامخ کړي دی


اوداهغه دوه مخي ده چې امریکا یې په افغانستان کې پرمخ بیایي ، که خبره په رښتیاهم داسې وي اوامریکایي مقامات بیاهم د افغانانو خبرې ته غوږ نه نیسې نوبیا خو کرزی هم ددغه بهیریوه برخه دی او هغه ته دامریکايی ښکیلاک بربنډه څیره ترهرچا ښه ورښکاري بیانوراځۍ دا ومنو چې د کرزي خبره دیوه ژور تاریخي مسوولیت دلرې کولو په ترڅ کې دامریکایی لس کلن ښکیلاک په وړاندې دلومړني آګاهانه او شعوري ملي پاڅون خبره ده ، هغه له پاکستانی ټلویزیون سره یې په مرکه کې ووې : که امریکا اونورپرپاکستان یرغل وکړي موږ به دپاکستان په څنګ کې ودریږو


سره له دې چې د کرزي نا پوه ملګري دده داخبره نه مني او وایی چې دا سمه نه ده تعبیرشوې ، خو واقعیت دادی چې که کرزي داخبره شعوري کړي وي او یاهم غیرشعوري ، بیاهم پریوه شعوري واقعیت ولاړه راووته هغه داچې داوسني پاکستان تمامیت دافغانستان اوهندوستان تاریخي اوجغرافیایی حق دی چې دهغه ننګه دتاریخ په اوږدودافغانانو رسالت واودی علامه اقبال دغه ټکي ته کلونه مخکې اشاره کړي او وایي :


ملت نو زاده مثل طفلک است طفلکی کو درکنار ما مک است


طفلکی ازخویشتن نا آگهی گوهر آلوده ﺉ خاک رهی


بسته با امروز او فرداش نیست حلقه های روز وشب درپاش نیست


په هرډول امریکا داسلام او افغان دښمنه ده اودابه هغه وخت له تورمخې ماتې سره مخامخ کیږي چې دهغې په مقابل کې دیوه نړیوال ملیانساني مقاومت جبهه پرانیستل شي . افغانان باید له تاریخه درس واخلي ، با ید راویښ شي ، باید امریکا او هغوی ته چې زموږ هیواد یې په سره تنوراړولی دی نوردزغم تګلاره بنده کړي او د زغم پرځای باید کرکې، نفرت اویوې پراخې افغاني نه همکارۍ ته ملاوتړي،ځکه دنړې دتاریخ په دغه خونړي څپرکې کې دخونړۍ امریکا او په افغانستان کې دهغې دڅوګوډاګیو کورنیوخونړۍ شپې ورځې نورې پای ته رسیدونکې دي .