افغانستان ته نوی اسلحه چه هم راکټ او هم الوتکه

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2011


کامیکاز سویچیبل په نوی تکنالوژئ سمبال یوه مهلکه اسلحه


سویچیبل یعنی د یو شی نه چه بل شی ته تغیر وکړی. چه دلته یی مطلب میزایل وی په الوتکه بدل شی او بيا بیرته په میزایل بدل شی.


د امریکی د دفاع وزارت افغانستان ته د یو داسی اسلحی د راوستلو تکل لری چه تر اوسه پوری په نړئ کی نه ده استعمال شوی.


دغه اسلحه چه کامیکاز سویچیبل نومیږی، ۶۰ سانتی متره اوږدوالی او دوه نیم کیلوګرامه وزن لری، او يو فوځی یی کولای شی چه د ځانه سره لکه چریکی هوان په یو بلاستیکی پایپ کی بند وګرځوی.


دغه اسلحه د پایپ نه فیر کیژی چه بیا فوراً په یوه وړه الوتکه بدلیږی چه د کنترولر پواسطه کنترولیږی. په ژوندی بڼه عکسونه او د جی پی ایس کورډینټ کنترولر ته لیږی. لس دقیقی په هوا کی ګرځیدای شی او ۲۰ کیلومتره د احاطی ساحه لری.


چه کله يو فوځی (کنترولر) په جګړه کی د مقابل اړخ د دیوالونو تر شا یا د غره تر شا ټارګیټ د دی الوتکی پواسطه یی ووینی نو بیا یی پر همغه څای دغه کوچنئ الوتکه لکه د يو میزاییل په شکل را غورځوی او هدف له منځه وړی.


دغه کوچنئ بی پیلوټه الوتکی چه هر یو یی صرف يو ځل استعمالیدای شی او د امتحان او تیستونو دوره یی په افغانستان کی مکمل شوی ده، اوس د ایرووایرونمینت شرکت چه د ۴.۵ ملیونه ډالرو په ارزښت دغه قرارداد یی تر لاسه کړی دی افغانستان ته د امریکی فوځ ته د استعمال لپاره راوړی.


که د افغانستان جګړو ته یو نظر کتنه وشی نو داسی بریښی چه دغه جګړه د ابتدا نه په عصری تکنالوژئ سمبالو اسلحو شروع شوی ده، اول کروز میزاییل، بیا ب۵۲ وو، بیا ب۵۱ شول، بیا بی پیلوټه ډرون شول، بیا پریډیټیټر، بیا بی پیلوټه هیلی کاپټری او اوس کامیکاز سویچیبل. خو دا چه په دغه عصری تکنالوژی سمبال اسلحی څومره موفقی دی؟ څه نه شو ویلی، مګر یو شی واضحه دی چه که کار یی کړی وی نو اوس به ټول متحدینو قواوی خپلو هیوادو کی وای.


والسلام


انجنر سید احمد شاه سادات



Copyright Larawbar 2007-2024