کور / شعر / خواهش

خواهش

خواهش                    
ژوندون مى پريښتى او خواهش مى د مرګ كړى
دنيا مى پريښتى او خواهش مى د آخرت كړى
په مينه كښي هر چا راكړى ده بې وفائى
وفا مى پريښتى خواهش مى د بې وفائى كړى
جانان پوره كوى د رقيب د زړه ارمانونه
جانان مى پريښتى او خواهش مى د رقيب كړى
د هر ملګرى سره كوم ده بدى او دښمنى خبرى
دښمنى مى پريښتى او خواهش مى د دوستى كړى
د ښار د حالاتو څخه ډېر پريشان يم زه
ښار مى پريښتى او خواهش مى سهارا كړى
كوله مى د جانان سره هر وخت ملاتاتونه
ملاقاتونه مى پريښتى او خواهش مى د بيلتون كړى
اوس خو ډېر په تكليف شوى يمه ددې دولت څخه
سرمايه دارى مى پريښتى او خواهش مى دغريبى كړى
نعيم! خوبه اوس كوى د پښتو ژبې مرسته
بله ژبه مى پريښتى او خواهش مى د پښتو ژبى كړى