کور / شعر / جدايي نشته

جدايي نشته

جدايي نشته
 د اټک او د ې سپين غر جدايي نشته
 د امونه دې خيبر جدايي نشته
 که هرڅو ټوټې ټوټې شي له بدنه
 له تنې نه خو د سر جدايي نشته
 له يو موره ئي شدې په ګډه څکلي
 په هيڅ شان د لر او بر جدايي نشته
 روژئ تل مدام په صبر نيول کيږي
 د روژې او د اختر جدايي نشته
 تورې شپې به شي سبا حفيظ ملياره
 شوګيرونه د سحر جدايي نشته