کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتو انګليسي تر ټولو لوی قاموس انلاين سو

د پښتو انګليسي تر ټولو لوی قاموس انلاين سو

د قاموسونه ټکی کام اداره د پښتو مينه والو ته زېری ورکوي چي د پښتو انګليسي په شته قاموسونو کي تر ټولو ستر قاموس يې انلاين کړی دی. د پښتو په دوه ژبيزه قاموسونو کي تر اوسه تر ټولو ستر قاموس د پښتو روسي قاموس ؤ چي د استاد اسلانوف لخوا څو لسيزي تر مخه ليکل سوی ؤ. خو د پښتو انګليسي قاموسونو په برخه کي تر اوسه يوازي د علومو د اکاډمۍ پښتو انګليسي قاموس موجوده ؤ چي د پښتو لغتونو شمېر يې صرف شپاړس زره ؤ. د انګليسي پښتو يو قاموس هم د علومو د اکاډمۍ لخوا خپور کړل سوی ؤ چي پکښي د انګليسي لغتونو شمېر تقريبا څلورويشت زره ؤ. جليل القدره د کابل اکاډمۍ استادانو او ليکوالانو دغه قاموسونه څو لسيزي پخوا ليکلی ول او د هغه راهيسي پکښي زياتونې نه وې سوي. حال دا چي پښتو ژبي د وخت په تېرېدو سره لا زياته وده موندلې او د پښتو ژبي د لا پياوړو قاموسونو تنده زياته سوې ده.


قاموسونه ټکی کام اوس يو داسي پښتو انګليسي قاموس آنلاين کوي چي تر اوسه يې په چاپي قاموسونو کي ساری نسته. دغه قاموس څه باندي څلوېښت زره پښتو لغتونه لري چي د انګليسي معناؤ شمېر يې تر دوو لکو انګليسي لغتونو څخه هم اوړوي.


د شمېر له مخي دا 59 م پښتو قاموس دی چي د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه آنلاين کيږي. خو د دغې پروژې لخوا په خپاره کړل سوؤ دوؤ زپنيزو قاموسونو کي به دغه قاموس تر ټولو زيات لغتونه درلودونکی قاموس وي.


د قاموسونه ټکی کام د احصاييو له مخي هره ورځ په زرګونو انټنرټ کارونکي د دغې پاڼي څخه په وړيا توګه کار اخلي. زياتره هغه کسان چي د دغي پاڼي څخه ګټه اخلي تر 80 فيصدو څخه زيات يې د انګليسي لغتونو په پښتو معنا او يا هم د پښتو لغت په انګليسي معنا پسي ګرځي. پدې توګه د پښتو انګليسي او انګليسي پښتو قاموسونه تر ټولو زيات پلټل کيږي.


په تيرو لسو کلنو کي تقريبا د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه څه باندي لس مليونه (سل لکه) ځله د لغتونو د معنا لټون سوی دی. د تيرو کالو شمېرې ښيي چي په لسو(10) لټول سوؤ لغتونو کي تقريبا د شپږو (6) لغتونو لږ تر لږه يوه معنا په قاموسونه ټکی کام کي موجوده وه. خو قاموسونه ټکی کام اوس اټکل کوي چي د نوموړي نوي قاموس د آنلاين کېدو سره به ښايي د دې وروسته په هرو لسو لټول سوؤ لغتونو کي د اتو لغتونو معنی وموندله سي. 


 


نوموړی قاموس په قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه کي د
Pashto English Big [Qamosona.com]
تر نامه لاندي موندلای سئ.


د پښتو مينه وال کولای سي چي د نوموړي پښتو انګليسي قاموس تر څنګ 58 نور قاموسونه هم د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه په وړيا توګه سره وکاروي.


د قاموسونه ټکی کام پروژه د پښتو پر مينه والو ږغ کوي چي د دغي پاڼي څخه زيات کار واخلي او نور خلک هم د دغې پاڼې و کارونې ته وهڅوي. پداسي حال کي چي قاموسونه ټکی کام د هر لټول سوي لغت ريکارډ د ځان سره ساتي نو پدې توګه سره هغه لغتونه راټولای سي چي لا تر اوسه په هيڅ قاموس کي نسته. وخت په وخت به انشالله دغه پروژه هغه لغتونه چي لټول کيږي خو په قاموسونو کي تر اوسه ځای ندی ورکول سوی هم وژباړي او په قاموسونو کي به يې ځای پر ځای کړي. په بله اصطلاح د دغې پاڼي څخه کار اخيستنه او پکښي د لغتونو لټون د دغې پروژې سره د عملي مرستي معنا ورکوي.


احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام
www.qamosona.com

تبصره نسته

  1. سلام عليکم،
    د اڅکزي صاحب دي کور ودان وي چي دغه قاموس يې آنلاين کړی دی. موږ دلته په مکتب کي د انگيسي سره لوی ستونزي لرو.

  2. یوځل بیاموګرموسلامونوانیکی هیلولمانځم
    ښاغلې اچکزی صیب!
    یونړې مننه کوم بهسودو ځوانانواوافغان ملت ځوانانوپه استازیتوب سره کورمو ودان الله مونور هم کامیاب کړه
    اوالله به لاس لپه کړو اودستادلابریالتوب اوپرمختګ دعاوکړو دا یوداس ښیګړه ده هیوادولو ته چی ستاینی لپاره یوافغان هم داس ټکی نلری چی ستانه مننه وکړې بس دومره به ووایی چی الله موعمرکی نورهم برکت واچوه او داس خدمت وکړی
    ستاسو کشر اومخلص ورور
    داکترایمل مؤحد دمخابراتودوزارت روغتیائی چاروسمبالګر

  3. یوځل بیاموګرموسلامونوانیکی هیلولمانځم
    ښاغلې اچکزی صیب!
    یونړې مننه کوم بهسودو ځوانانواوافغان ملت ځوانانوپه استازیتوب سره کورمو ودان الله مونور هم کامیاب کړه
    اوالله به لاس لپه کړو اودستادلابریالتوب اوپرمختګ دعاوکړو دا یوداس ښیګړه ده هیوادولو ته چی ستاینی لپاره یوافغان هم داس ټکی نلری چی ستانه مننه وکړې بس دومره به ووایی چی الله موعمرکی نورهم برکت واچوه او داس خدمت وکړی
    ستاسو کشر اومخلص ورور
    داکترایمل مؤحد دمخابراتودوزارت روغتیائی چاروسمبالګر

  4. دامریکا سره دستراتیزیک تړون امضا دافغانستان په ګټه ده ،داچی طالبان او یا دپاکستان جاسوسان ددغه تړون په هکله بیځایه ناری وهی هغودغه کار دپاکستان دګټو او دهغوی دخوشحالی په خاطر کوې،طالبان هم دا ناری بیځایه وهی چی خارجیان په افغانستان کی دجنګ عامل دې ولی کوم وخت چی خارجیان په افغانستان کی هم نه وو ولی جنګ دشخصی ګټو پخاطر همیشه جریان در لودې که طالبان غواړی چی دافغانستان او اسلام لپاره کار وکړی نو باید لومړی خپل ځان دپاکستان دغلامی ځخه خلاص کړي

  5. stasy de dy qamuse na yewa nari manana, allah de noor himat hum darkri , au allah dy elem zeat kra ameen.

  6. ده سلام په وراندی کولو تاسی په رشتیاسره پښتو ته او خپل وطن ته خدمت کوی هیله لرم چه دغه خپل علم نورو پښتنو ته هم وښایاست ترڅو زموږ فرهنګ کلتور شعر او شاعری پاته سی زما هیله یوازی ستاسو څخه نه بلکه ده ټولو پښتنو څخه ده ده چه ټول لاسونه سره یوکو او خپل وطن ته خدمت وکو په پای که د خدای (ج) دټولو پښتنو بریالی توب غوارم

  7. ده سلام په وراندی کولو زمو‌‌‌ ږ ګاونډی هیوادونه ده پشتنو څخه په غلته ګټه اخیستنه ده دوی څخه کټه اخلی یو وقت کی یو ګاونډی هیواد څو تنو پښتنو ته پیسی او ساتی بمونه ورکړی وو چه ده یوسه افغانستان ته کندهار ته او هغلته ده برق یو بنددی ده بند لاندی یی که دوی راغلی یوه ادیره وه دلته کښیناستی دی یوه انډیوال ته یی ویلی دی ورڅه ډوډی راوړه دښاره دی راغ قوماندانی ته یی خبر ورکړی خو دوی (ترهګر) کامیاب نسول دا زمو‌‌ژ ده بعضی پښتنو یا مو ده بیسوادی ده اویا ده پیسو ډیر شوکیان یو