کور / هراړخیز / د قذافي افکار اويرغلګرو بېره

د قذافي افکار اويرغلګرو بېره

د قذافي افکار اود يرغلګرو بېره
پر ليبيا دصليبيانو دپوځي او تبليغاتي يرغل په باره کې ځينو افغانانو هم تبصرې وکړې.
ځينو يې هغه کسان دي چې دلوېديځ او امريکا په پيسو په عربي هيوادونو کې بورسونه ورکړل سوي او مقصد يې په عربي او اسلامي نړۍ کې د تش په نامه ډموکراسۍ تبليغ دی.
ځينو يې په ليکنو له بيري داسي يادونه کړې چې ياني لوېديځ واقعي ډموکراسۍ نه غواړي خو د دوی په قول معمر قذافي يوڅه د دوی په خبره ظلمونه کړي ول او بايد له واکه ايسته سوي وای.
خو دا چې دلوېديځ يرغلګرو ترپينځوس زره زيات ليبيايان قتل عام کړل. ايا سترشهيد قذافي دونه انسانان وژلي ول؟ هر مشردخپل هيواد دمځکنۍ بشپړتيا لپاره د زور څخه دکار اخيستلو حق لري. اوس کوچنی هم د لوېديځ په دې پلمه پوهيږي چې دلوېديځ شيطاني ځواکونو دليبيايانو دساتني لپاره يرغل نه دی کړی. اصلأ يې ددغه هيواد د تېلو دغلا کولو لپاره يرغل وکړ او اوس يې په خپل منځ کې پر وېشلو سره ګډ دي.
واقعي ډموکراسۍ يې بيا څه ته وايي او دا واقعي ډموکراسۍ دنړۍ په کوم هيواد کې واکمنه ده؟ چې دنړۍ ټول مشران مشروع واک لري خو د معمر قذافي واک مشروع نه و.

ډموکراسۍ چې لنډه مانا يې دلوېديځوالو په خبره د ولس په اراده دحکومت جوړول دي په حقيقت کې په ټوله نړۍ کې وجود نه لري. د ډموکراسۍ تر ټولو لويه درواغجنه ټيکه داره په امريکا کې هم ډموکراسۍ مازي په نوم ده. ځکه حکومت يوازي دبډايانو د دو ډلو په لاس کې دی چې واک هره دوره ددغه دوو ډلو لاس پر لاس کيږي. د ټاکنوډرامه او ډنډوره يوازي په رسنيو کې د واک د توجه کولو دپاره کيږي.
عام امريکايان په ټاکنو کې دونه کمه سلنه برخه اخلي چې ځيني وخت خو تر ۱۵ سلني هم کم ښوول سوي دي. شايد خپله دسپيني ماڼۍ واکمن يې هم په دونه کم شمېر وشرميږي. د ټاکنو په ورځ يې مطلق اکثريت يوازي د ټلوېزون له لاري خبريږي. څوک چې ټلوېزون نه ګوري هغه خو ګردسره د ټاکنو په ورځ هم خبر نه وي.
په يو شمېر ټولنو کې په ثبوت رسېدلې ده چې ډموکراسۍ که د ولس په خوښه هم وي په هره ټولنه کې دپلي کېدو وړ نه ده. ځکه خو لوېديځ دخپلو ارزښتونو او ګټوله مخي په اسلامي هيوادونوکې د ډموکراسۍ ډنډوره ږغوي سبب يې ښکاره دا دی چې په اسلامي هيوادونو کې اصلأ ډموکراسۍ ډوله نظام د يووالي پرځای ګډوډي جوړوي او د خلکو رايې ټولنه او ملت پر ژبنيو او توکميزو توپیرونو سره وېشي. ښه بېلګه يې په افغانستان کې د غربي ډموکراسۍ او په پسې په اصطلاح د ولسي جرګې ټاکني هغه ننداره وه چې لوېديځ دخپلي ګوډاګۍ ادارې ياني ملګرو ملتونو پر لاس د افغاني ټولني او په تېره دپښتنو دسره وېشلو او ملي يووالي دماتولوپه نيت په برياليتوب پلي کړه.
هره ټولنه ځانته ځانګړتيا او ځانګړتياوي لري په تېره پښتني ټولنه يې ګردسره نه سي منلای. ځکه خو وايي چې کلي په زور نه جوړيږي. که خبره د خلکو او ملت د ارادې وي نو دپښتنو دجرګې نظام تر ډموکراسۍ په هيڅ ډول کم نه دی.
دختيځ په هيوادونو کې هغه مشران چې دخپل هيواد او ملت چوپړيې وهلی وي هغه په خپل ملت کې ځانګړی محبوبيت لري او دا حق هيڅوک نه لري چې هغه ته ديکتاتور ووايي.
هغه ډله چې ځان د امريکايانو ګانګرس بولي او بېله دخلکو د استازيتوبه دخپلو شرکتونو دلابډايولو لپاره پر نورو هيوادونو يرغلونه کوي دا ديکتاتوران نه دي؟
ځينو خو دختيځ مشرانو ښه کارونه لا هم غلط تعبيروي. دبېلګې په توګه يوه ښاغلي دشهيد قذافي ددې کار چې يو وخت يې دحبشې په هيواد کې د افريقايي ټولني ټولو استازو ته يو يو مرسيډيز موټر په سوغات کې ورکړل داسي تبصره کړې چې ياني دا خو دليبيايانو پیسې وې. ده دا حق نه درلود.
ددې ښاغلي په ګومان دنړۍ ټول نور مشران ملايکي دي او همدا قذافي يوازينی مستبد مشر و.
خو دې خبري ته پام نه کوي او يا يې په لوی لاس نه يادوي چې قذافي دخپل ملت دونه چوپر وهلی و او خپل خلک يې دونه نازولي ول چې امريکايانو دغه ډول ژوند په خوب هم نه دی ليدلی.
ايا داسي ثبوت څوک ويلای سي چې قذافي او يا دده کورنۍ دليبيا بيت المال لوټ کړی و؟
اتل شهيد قذافي د افريقا له نورو اتلو مشرانو لکه دسوېلي افريقا اتل نيلسن منډيلا او دزمبابوې اتل رابرټ موګابي نيژدې انډيوال و.
ځکه خو يرغلګر دمعمر قذافي له قبره هم بېره درلوده او داسي ځای یې ددې اتل شهيد جسد پټ کړ چې څوک يې ونه ويني او له افکارو يې نور ليبيايان الهام وانه خلي. يوازي دا وياړ يې بس دی چې لکه زمری دجنګ په ډکر کې شهيد سو.