د لويي جرګې په اړه ځيني خبري
لومړی برخه ، دلوی جرګي په اړوند
داچې په دی ورځوکې دعنعنوي لویې جرګې دجوړیدلوکارجریان لری نواړینه یي بولم چې د جرګو ، شوراو اولویوجرګوتاریخ ته نظرواچوم اوهڅه به وکړم چې دافغانستان قومي جرګې اویاهم لویې جرګې دتاریخ په اوږدوکې څنګه پرمختګ وکړ، په لنډډول مکث ورباندي وکړم . ایازموږدهیوادجرګې دنوی عصر دغوښتنوسره سم عادی سیرطی کوی اویاداچې دسیاسي مشرانودموخودعملي کولویوه وسیله ګرځیدلي ده ؟
په اوسني وخت کې ماته ډیره اړینه بریښي چې دلویي جرګې اغیزې زموږپه هیوادکې دسولې دراوستلولپاره وڅیړم اوخپل دنظراوڅیړنې له مخې روښانه کړم چې داجرګې دغومره اغیزه لری چې تبلیغات ورته کیږي که یوازې یوه سیاسي لوبه ده .
دانسان دپیدایښت سره سم کله چې دانسان شعوردټولنیزجوړښت لپاره وده وکړه ، نود کورنۍ څخه بیاترکلې اوقبیلي په کچه دستونزودحل لپاره غونډې پیل شوي . په دی ماناچې دولسونوتر منځ اړیکوداسې پرمختګ وکړچې اړتیایي رامنځته کړه چې دیوې کورنۍ ، قبیلې اوټولنې خلک په خپل منځوکې مشورې وکړی اورامنځته شوی ستونزې دطبعي افاتوپه ګډون دحل لارې ورته وپلټي . په دغه ډول په لرغوني افغانستان کې هم دجرګوتاریخ ډیرپخوانۍ ریښې لری ، ولې دنورې نړۍ سره په تفاوت زموږپه لرغوني هیوادکې سلا ، مشورواودټولنې د ستونزودحل لپاره دخلکواوولسونوترمنځ دجرګوپه واسطه ټاکلې نرخونه اونورمونه رامنځته شول چې دټاکلي قبیلې اوسیمې خلک هغه بایدعملي کړي . په ډیروحالاتوکې دانرخونه دکاغذ پرمخ لیکلي نورمونه اوقوانین نه ول ، دمشرانوپه حافظوکې خوندي وه اونسل پرنسل یي انتقالول . ډیر لرغوني نرخونه ترهمداګړي دافغانستان په ځینوسیموکې داعتباراوتطبیق وړدي .
داوسني افغانستان دجرګومختلفي بڼې چې په لویه کچه دپکتیایانې وزیرستان ، شنوارو …اوهغه ته څیرمو سیموکې تراوسه هم په خپل ټول زوراوقوت پریکړې کوي اوهم یي په عمل کې پیاده کوې په ځانګړي ډول زموږپه سرحدي سیموکې چې دډیورنډدناوړه کرښې په واسطه د افغانستان څخه دانګریزي ښکیلاک په واسطه بیلې شوي ، جرګې ځکه ډیرارزښت لري چې هغه ولسونه ځان ازاداودپاکستان دقوانینوتابع نه بولې نوځکه دجرګوپریکړي داوسني وخت تر مدني قوانینوډیر ارزښت لري اوهم دهغوولسونوله خواپه ښه ډول په عمل کې پیاده کیږي . په جرګوکې مشران په سړه سینه په یوه ازاد چاپیریال کې بحثونه کوي اوکیدای شي دیوې ستونزې دحل لپاره څوورځي بحثونه وشي ترڅودحل غوره لارپیداشي . دجرګې په پای کې پسونه حلالیږي اودپریکړودعملي کولولپاره په حقیقت کې جشن نیول کیږي . که لویه ستونزه وی اوګنهکار لویه ګناه کړی وی ، کیداي شي جریمه ورکړي ، کوریي ورته وسوځي اوحتي دکلي څخه یي وشړي . دنرخونواوتیږوپه اړوندډیرڅه لیکلای شم ولې ښه ده چې دلیکني اصلي موخې ته ځان ورنژدي کړم نوځکه دمعاصرافغانستان ملي جرګواولویوجرګوته پاملرنه وراړوم :
ـ ترټولولومړنۍ مشهورجرګه دحاجي میرخان (میرویس نیکه ) په وخت ۱۷۰۹ زکال دکندهار ولایت په دیرش میلی کې په مانجه کې جوړه شوه . « داجرګه ځکه ډیرارزښت لري چې دافغانستان استقلال اودایران دصفوي حکومت څخه دازادي مسله وه چې په څه ډول وکولای شي دایران دظالم حاکم ګرکین څخه هیوادوژغوري . په جرګه کې دقومونودمشرانودندې وټاکل شوي اوپه قران شریف باندي قسم وشو. ددغي مشهوري تاریخي جرګې په نتیجه کې ګرګین ووژل شواوافغانستان دبشپړاستقلال څښتن شو.
ددغي مشهوري جرګې دتجربوپه رڼاکې په ۱۷۱۷ زکال دهرات په ښارکې جرګه جوړه شوه.
دهرات جرګه هم دافغانستان په تاریخ کې ځانګړي ارزښت لري ځکه چې دقومونودمشرانوتر منځ یي هغه دښمنۍ چې دخودخواهي اوقومي غرورپه نتیجه کې رامنځته شوي وي ، له منځه یووړي . ددولت حاکمان یي په کارونوکې وښولاروته رهنمایي کړه . »
بایدووایم چې دمیرویس نیکه دوخت جرګې ځکه ډیراهمیت درلودچې دقومومشرانوبه بشبړه ازادی بحث کولای شواوخپل نظریی بیله هردول ډارڅخه جرګې ته بیانولای شوي .په جرګه کې ګډونکومشرانودخپل قوم څخه به بشبړصلاحیت استازیتوب کاوه . دمشرانوپریکړه دفولادو په شان کلکه وه اوهرکس یي دعملي کولولپاره دزړه له کومي هڅه کوله .
دوهمه برخه ، دلوی جرګي په اړوند
په تیره برخه کې دمیرویس نیکه دوخت دقومي جرګې په اړوندمې څه ولیکل ، دغه لړې ته دوام ورکوم .
کله چې نادرافشاردخپلوافسرانوپه لاس دقوچان دخبوشان په سیمه کې ووژل شو. افغاني قامونو غلجیو، ازبکو، ابدالیو، هزاروو، درانیو، تاجیکواوبلوڅووغوښتل چې دافغانستان راتلونکی مشردجرګې له لارې وټاکې . ددې موخې لپاره د۱۷۴۷ زکال داکتوبرپه میاشت کې دنادرافشار په پوځي کلاه کې دننه (مزارشیرسرخ) په ودانۍ کې جرګه جوړه شوه . جرګې نهه ورځي دوام وموند. په حقیقت کې ددرانیانودبارکزوقوم ترنوروډیراوواکمن وه چې ددی قوم مشرجمال خان وه . خواحمدخان یوې ګوښې ته چوپ ناست وه . داحمدخان قوم په لږکیوکې شمیرل کیدي په جرګه کې په ازاد چاپیریال کې بحثونه کیدل اوهرقوم غوښتل چې دغه لوړمقام خپل کړي . ترنهوورځو سلاومشورووروسته یوروحاني شخصیت صابرشاه کابلي په احمدخان دوعاوکړه نو داحمدخان په سرکې یودغنمووږي وټومبه . په دغه ډول جرګه پای ته ورسیدل او ۲۵ کلن احمدخان دافغانستان پاچاشوچې دخپلوخدمتونوپه بدل کې ولسونودباباویاړلی لقب ورکړ . احمدشاه بابادټولوقومونومشران ته درناوی کاوه اوپه ځانګړي ډول یی دجمال خان سره برسیره پردرناوي ، سلاومشوری کولي .
دانګریزي ښکیلاک ګرویرغل چې دافغان اوانګریزلومړي جګړه وه ، بیاهم دافغانانو دغسې مهمي غونډې هیوادته اسقلال ورپه نصیب کړ . په ۱۸۳۸ زکال چې انګریزانوشاشجاع دملت دادرې په خلاف پرواک کښیناوه اوجوخت یي ورسره پر افغانستان بریدکړی وه . نوددغه مهم کارلپاره افغاني جرګه جوړه شوه اوځوان ۲۴ کلن وزیرمحمداکبرخان ته یي دمشرتوب بګړی وروتړله . ددغه ځوان ترمشرتابه لاندي دانګریزلوی ښکیلاکګرپوځ ماتې وکړه چې یوازی برایډن مړژواندی جلال ابادته ورسیدي اودانګریزانوسفیرمکناټن هم دغازي اکبرخان په تومانچه ووژل شو. ترڅوپه ۱۸۴۱ زکال یي شاشجاع دواک څخه لیری کړ. دغه جرګې وښودل چې دولسونوګډه پریکړه اودافغاني جرګوزوردومره ډیردي چې دنړۍ لوی ښکیلاکګر هیوادته یې سخته ماتې ورکولای شي .
په دغه ډول په ۱۸۷۹ زکال دانګریزاوافغانستان په دوهمه جګړه اوپه ۱۹۱۹ زکال دانګریز اوافغانستان په دریمه جګړه کې هم دخپلواکۍ داخیستلولپاره جرګورول ولوباوه .
وروسته دامیرشرعلي خان اوامیرحبیب الله خان په واکمنۍ کې هم لویې جرګې جوړي شوي ولې کوم ځانګړي تاریخي ارزښت نه لري .
دامان الله خان دپاچهي په دوران کې دهیواددمهموموضوعاتودحل لپاره لویې جرګې راوبلل شوي .
لومړی لویه جرګه :
دغه لویه جرګه په ۱۹۲۲ زکال د ۸۷۲ تنوپه ګډون دجلال ابادپه ښارکې جوړه شوه . په دی جرګه کې داساسي قانون مسوده وړاندي شول . په دی لویه جرګه کې پریکړه وشوه چې په هردري کالوکې یوځل دهیواددمهموموضوعاتودڅیړلولپاره بایدیوځل لویه جرګه جوړه شي .
دوهمه لویه جرګه :
په ۱۹۲۴ زکال (۱۳۰۳ لمریزلږدیزکال دسرطان میاشت ) جوړه شوه . دغه جرګه ځکه اهمیت لري چې نړیوال مسایل تربحث لاندي ونیول شول . هغه داسلامي خلافت موضوع وه. ددغې لویه جرګې فضادومره ازاده وه چې پاچاددودپرخلاف دجرګې دعادي غړي په توګه ګډون درلود. هراستازي مخامخ پاچاته خپل نظرکه څه هم به دغازي امان الله خان دنظریاتو سره توپیردرلود، بیاناوه . دامان الله خان غوښتنه وه چې استازې جرأت واخلي اوخپل عقیده بیله ډاره بیان کړي .
دریمه لویه جرګه :
داتاریخي جرګه په ۱۳۰۷ لمریزلیږدیزکال (۱۹۲۸زکال) په پغمان کې دایره شوه . جرګه په داسې حال کې جوړه شوه چې امان الله خان دخپل اوږده اروپایي ـ اسیایي سفرڅخه دیولړ امیدونواوپه افغاني ټولنه کې دنوښتونوپه هیله راګرځیدلي وه .
داهغه تاریخي لویه جرګه ده چې پایله یي دځوان پاچادواک څخه لیري کول وه چې دپاچااود جرګې دغړوترمنځ ترخې خبري تبادله شوی . دنورموضوعاتوترڅنګ داختلاف اساسي موضوع دښځودحقوقواوددوي ګډون بیله مخ پټولودټولنې په ټولوموضوعاتوکې ګڼلای شو . دخلکو استازي خوابدي خپلوکورونوته ستانه شول نوځکه یی دغازي امان الله خان د پروګرامونوسره په کلکه مخالفت وښود.
کله چې سپه سالارمحمدنارخان واک ترلاسه کړ، دیولړملي موضوعاتولپاره یی په ۱۹۳۰ زکال لویه جرګه راوغوښتل . په جرګه کې دملي شورادانتخاباتولایحه ، دشورادمجلسونولایحه ، دبیرغ ، نښانو اوالقابوموضوعات تصویب شول . اویولړنورموضوعات یي هم تصویب کړل.
بله ډیره مهمه لویه جرګه دمحمدظاهرشاه په دوران کې دنړیوالۍ دوهمي جګړې په جریان په ۱۹۴۵زکال کې جوړه شوه. په جرګه کې اساسي موضوع داوه چې په دغه نړیواله جګړه کې افغانستان څه ډول دریځ ولري ؟
جرګې دولت ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان دي دبیطرفي لارخپله کړي . په عیني حال کې دافغاني دودله مخې چې په میلمنواوپناه غوښتونکوباندې دغیرت کولوله کاڼي سره اړه لري ، حکومت سپارښتنه وکړه چې جرمني کارکوونکې دي په امن خپل هیوادته واستول شي .
بیاهم دمحمدظاهرخان دپاچهي په دوران کې کله چې سردارمحمدداودصدراعظم وه ، په ۱۹۵۵زکال کې لویه جرګه راوغوښتل شول . دبحث لپاره دوي موضوعګاني وي :
ـ دپښتنواوبلوڅوسره مرسته وشي که نه ؟
ـ دافغانستان دملي اردودسمبالولولپاره دجرګې نظر.
دواړومسلوته دجرګې لخواهوکې وویل شول .
بیاهم دمحمدظاهرخان دپاچهي په دوران کې دنوی اساسي قانون دتصویب لپاره په ۱۹۶۴ زکال کې لویه جرګه راوغوښتل شوه چې افغانستان یی دډموکراسۍ نوی پړاوته داخل کړ.
دریمه برخه
په دی برخه کې غواړم پرهغوټکوبحث وکړم چې زموږدغه سترې ملي عنعنې ته څنګه اوولې زیان ورسیدي اودوخت په تیریدوسره دلوی جرګې اونوروملي اوقومي جرګودپریکړودنه عملي کولولپاره یي خنډونه رامنځته کړه .
په نړۍ کې دنوی ټکنالوژی په راتګ سره دولسونوپه کړووړاورواجونه کې هم ژوربدلون راښکاره شو. دولسونودفردي واک پرځای قوی دولتونه رامنځته شول . دډیروپرمختللوټولنود سمون اوورځني ژونددپرمختګ لپاره زیات قوانین رامنځته شول . دقوانینوڅخه سرغړونه د حکومت دساتونکي واک پولیسواونوروامنیتي اداروپه واسطه ځپل کیدل چې ترهمداګړي دا پروسه دپرمختګ په حال کې ده .
زموږپه هیوادکې پرمختک ډیروروخوځښت درلود. په دی وجه دژوندپه بیلابیلوبرخوکې د خوځښت پړوانه په متوازن ډول نه وه اوهم دنووپدیدوظهورپه ټول هیوادکې نه یوازي داچې یوشانتي نه وه بلکې ترمینځ یي ډیرواټن ترسترګوکیده .
دنارخان کورنۍ وکولای شوای چې دسلطنت ستنې ټینګې کړي اوداحتمالي پاڅونولپاره یي دومره امنیتي واک درلودچې ځپل یي ستونزمن نه وه ولې په نوروبرخوکې دهیواددښارونونه بهردژوندانه په ډګرکې ډیربدلون نه ترسترګوکیده نوځکه دقومونومشرانوددولت په پیاوړتیاکې ډیرواک درلود.
په ۱۹۷۶ زکال سردارمحدداوددخپل جمهوریت دقانوني کولولپاره لویه جرګه راوغوښتل چې ولمشروټاکي . په دی وخت کې سیاسي ګوندونوتریوی کچې په ټولنه کې ریښې ځغلولي وي اوپه لوړ کچه یي دحکومت پرچاروپه ښکاره اویاپټه نیوکې کولې نوځکه ستوزمنه وه چې د هیوادپه کچه دولسمشردټاکلوموضوع پټه پاتې شي . دالویه جرګه دهیوادوالوپه حافظه کې پاته ده چې بېله اړتیاڅخه دلویي جرګې پرستیج ته زیان ورسول شو. دسردارمحدداود دمشرتوب په اړوندبیله محدودوسیاسي کړیودولس په مینځ کې کوم مخالفت شتون نه درلود. په هرڅومره ازاده توګه چې دجرګې غړي ټاکل شوی وای اودازادوخبروموقع ورکړل شوی وای ، بیاهم سردارمحمدداوددافغانستان ولسمشرټاکل کیدي . ولې دجرګې داستازوپه ټاکنه کې بیځایه لاس وهني وشوی اواستازي دزندانیانوپه شان وساتل شول . دلویي جرګې بحثونه په زړه پوری نه وه. په ځانګړی ډول دسردارمحدداودټاکنه یوی ډرامې ته ورته وه چې دهغه وخت دژوندیو کسانوپه حافظه کې شته . سره ددی چې دلوی جرګې اصلیت ته زیان ورسیدولې بیاهم دقومونو دمشرانوواک ترلوړی کچې پرځای پاته شو.
وروستنیواوښتونو چې په ځانګړي ډول دپخواني شوروی اتحاددیرغل (ډسمبر۱۹۷۹زکال) څخه پیل شول ، دقومونودمشرانوواک اودټولنې یولړدودونوته ډیرزیان ورسیدي .
مخکې له دی نه چې ددغي موضوع په څیړنه پیل وکړم ، غواړم ستاسوپاملرنه یوی مهمی موضوع ته راوګرځوم .
لویه جرګه اونوروورته دودیزی جرګې دافغانانودکلتوریوه نه شلیدونکي برخه جوړوی چې دپیړیوپه اوږدوکې زموږدهیواددولسونوپه ژوندانه کې مهم رول لوبولي دي . ددی لپاره چې دغه دمشوری اصیل دوددوخت دبدلونونوسره عیارشوی وای ، ډیره به ستونزمنه وای چې دغومره لوی زیان یي لیدلي واي . دشاهي په اوږده دوره کې کیدلای شوای دزمان دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې داسې ځای ورکړل شوی واي چې داستازودټاکلو، دجوړیدلووخت اوهم دواک کچه یي ټاکل شوی واي . بایدپه روښانه ټکوسره دلویي جرګې درابللواواړوندو موضوعاتولپاره ځانګړی مقرره تصویب شوی واي . که داچاره ترسره شوی وای ، زه باور لرم چې په نوی عصرکې به یي اغیزه هم زیاته وای اوهرمشربه دلوی جرګې دواک څخه ناوړه ګټه هم پورته کړی نه وای .
کله چې شوروی اتحادپرافغانستان یرغل وکړ، دلویدیزي نړی په سرکې دامریکااواسلامي هیوادونومرستي په پاکستان کې جوړشووجهادي ګوندونوته په ښکاره پیل شوی اوهم د شورویانومرستي دافغانستان دخلک ډیموکراټیک ګوندته پریمانه وي . په دغه کشمکش کې ولسونوهڅې وکړی چې دولسي دودپربنسټ دجرګوڅخه کارواخلي ترڅوخپل هیوادته ددواړو بلاګانوڅخه نجات ورکړي چې ښه بیلګه یي د ۱۹۸۰ زکال لویه جرګه ده چې دجهادي تنظمیونوډیرومشرانوبرخه ورپه کښي اخیسي وه اوپه جرګه کې ویناوی وکړي ترڅودهمدغه کال دفبوري دڅلرمې نیټې څخه پیل او پرنولسمه نیټه پای ته ورسیده . زه یي دپریکړوڅخه څومهم ټکې رانقلوم :
ـ په ۱۹ ماده کې مجاهدینوته دادنده وسپارل شول ، هغه ثقیلې وسلې چې دبری په پای کې د غنیمت په توګه لاس ته راځي ، دشرعی مقرراتوسره سمه په عامه شتمنۍ پورې اړه لري .
ـ ۱۴ نمبرپریکړه وایي : ترڅوچې جهادختم شوی نه وي ، هیڅوک داحق نه لري چې په پردیو ځمکو ، باغونواویامشترکوځنګلونوتصرف وکړي اویاګټه ورڅخه واخلي .
ـ ۲۵ نمبرپریکړه وایي : هغه ټول ننګیالی غازیان چې دجګړې په نتیجه کې کوم ښاریاودانۍ فتح کړي ، نودغه ملی یاخصوصی شتمني په داسې حال کې چې دهغه راتلونکی ضررمتصورنه وي ، محفوظ وساتي ، دړنګولواوسوځلوڅخه یې دې ډه ډه وشي اودملې خساراتومخه دې ونیوله شي .
ـ ۳۱ نمبرپریکړه وایي : دغلادجنایتکاردننواتې دعنعنې په ځای کولواواصل مال ورکولوڅخه وروسته متضرر شوی مال په دوه برابره ناغه محکومیږي .
ـ ۳۲ نمبرپریکړه وایي : ددې فیصلې څخه وروسته هیڅوک داحق نه لري چې دشخصي بدیواو دښمنیوپه اساس دجهادترختمیدوپورې دخپل مړي انتقام واخلی . سرغړوونکی یي په اعدام محکوم اودفرارپه حالت کې به په هیڅ قوم کې دپناه حق نه ورکول کیږي .
ممثلې لوی جرګې پریکړه وکړه چې دراتلونکې لمریزلیږدیزکال دثور(می) په میاشت کې دی داساسي موضوعاتودڅیړنې لپاره بیاهم لویه جرګه راوبلل شي .
لوی جرګې نوری په زړه پوری پریکړی هم درلودي چې دافغان ولسونوداتحاداودتجاوزدماتولولپاره به ډیرګټورې وای . ولې په خواشینۍ بایدووایوچې دهمدغې جرګې پریکړي دتنظیمونواوپه ځانګړي ډول د تنظیمونودلارښودې ادارې ISI دګټوسره ټکربلل کیدي . نوتنظیمونه لاس په کارشول چې داجرګه سره وپاشي
دټولودښمنانه هڅوسره سره دوعدی سره سم د۱۹۸۰ زکال دمی دمیاشتی د۲۱ نیټې حخه تر۲۳ پورې په پیښورکې بیاهم لویه جرګه جوړه شوه اوډیرمهمی پریکړی وکړي . ولې په خواشینۍ سره بایدووایوچې دبهرنیوڅارګروادارو اودتنظیمونولخوادغه ملي حرکت شنډشو.
دجهاداووروسته ددولتي واک پرمهال مجاهدینودغه ګټوروپریکړوته یوه سلنه هم پاملرنه ونه کړه . دجهادپه دوران کې یوشمیرتنظیمونوددغه ملي پروسي دشنډولولپاره دقومي مشرانوپه وژلوهم پیل وکړ، ډیرقومي مشران ووژل شول اویاداچې دتوپکیانوپه واسطه بې عزته شول. که په رښتیاووایودټولنې جوړښت دبیخه څخه بدلون وموند. هغه چاچې ډیرې وسلې درلودې اوجګړه مارګروپونه یي جوړکړی وه، دجهادپه نامه یي قومي مشران ، دیني عالمان اوروڼ انده انسانان په بې رحمي سره ووژل . کله چې واک ته ورسیدل ، پرافغانستان داسې غم نازل شوچې هیڅوک بې زیانه پاته نه شوه. په دغه ډول ولسي مشران کمزوري اودلویوجرګو تاریخي ارزښت په لویه کچه له مینځه ولاړ.
په راتلونکې برخه کې به دوخت دحکومت رول داوسني واکدارانوسره په تړاووڅیړم.
زموږدغه سترې ملي عنعنې ته څنګه اوولې زیان ورسیدي اودوخت په تیریدوسره دلوی جرګې اونوروملي اوقومي جرګودپریکړودنه عملي کولولپاره یي خنډونه رامنځته کړه .
په نړۍ کې دنوی ټکنالوژی په راتګ سره دولسونوپه کړووړاورواجونه کې هم ژوربدلون راښکاره شو. دولسونودفردي واک پرځای قوی دولتونه رامنځته شول . دډیروپرمختللوټولنود سمون اوورځني ژونددپرمختګ لپاره زیات قوانین رامنځته شول . دقوانینوڅخه سرغړونه د حکومت دساتونکي واک پولیسواونوروامنیتي اداروپه واسطه ځپل کیدل چې ترهمداګړي دا پروسه دپرمختګ په حال کې ده .
زموږپه هیوادکې پرمختک ډیروروخوځښت درلود. په دی وجه دژوندپه بیلابیلوبرخوکې د خوځښت پړوانه په متوازن ډول نه وه اوهم دنووپدیدوظهورپه ټول هیوادکې نه یوازي داچې یوشانتي نه وه بلکې ترمینځ یي ډیرواټن ترسترګوکیده .
دنارخان کورنۍ وکولای شوای چې دسلطنت ستنې ټینګې کړي اوداحتمالي پاڅونولپاره یي دومره امنیتي واک درلودچې ځپل یي ستونزمن نه وه ولې په نوروبرخوکې دهیواددښارونونه بهردژوندانه په ډګرکې ډیربدلون نه ترسترګوکیده نوځکه دقومونومشرانوددولت په پیاوړتیاکې ډیرواک درلود.
په ۱۹۷۶ زکال سردارمحدداوددخپل جمهوریت دقانوني کولولپاره لویه جرګه راوغوښتل چې ولمشروټاکي . په دی وخت کې سیاسي ګوندونوتریوی کچې په ټولنه کې ریښې ځغلولي وي اوپه لوړ کچه یي دحکومت پرچاروپه ښکاره اویاپټه نیوکې کولې نوځکه ستوزمنه وه چې د هیوادپه کچه دولسمشردټاکلوموضوع پټه پاتې شي . دالویه جرګه دهیوادوالوپه حافظه کې پاته ده چې بېله اړتیاڅخه دلویي جرګې پرستیج ته زیان ورسول شو. دسردارمحدداود دمشرتوب په اړوندبیله محدودوسیاسي کړیودولس په مینځ کې کوم مخالفت شتون نه درلود. په هرڅومره ازاده توګه چې دجرګې غړي ټاکل شوی وای اودازادوخبروموقع ورکړل شوی وای ، بیاهم سردارمحمدداوددافغانستان ولسمشرټاکل کیدي . ولې دجرګې داستازوپه ټاکنه کې بیځایه لاس وهني وشوی اواستازي دزندانیانوپه شان وساتل شول . دلویي جرګې بحثونه په زړه پوری نه وه. په ځانګړی ډول دسردارمحدداودټاکنه یوی ډرامې ته ورته وه چې دهغه وخت دژوندیو کسانوپه حافظه کې شته . سره ددی چې دلوی جرګې اصلیت ته زیان ورسیدولې بیاهم دقومونو دمشرانوواک ترلوړی کچې پرځای پاته شو.
وروستنیواوښتونو چې په ځانګړي ډول دپخواني شوروی اتحاددیرغل (ډسمبر۱۹۷۹زکال) څخه پیل شول ، دقومونودمشرانوواک اودټولنې یولړدودونوته ډیرزیان ورسیدي .
مخکې له دی نه چې ددغي موضوع په څیړنه پیل وکړم ، غواړم ستاسوپاملرنه یوی مهمی موضوع ته راوګرځوم .
لویه جرګه اونوروورته دودیزی جرګې دافغانانودکلتوریوه نه شلیدونکي برخه جوړوی چې دپیړیوپه اوږدوکې زموږدهیواددولسونوپه ژوندانه کې مهم رول لوبولي دي . ددی لپاره چې دغه دمشوری اصیل دوددوخت دبدلونونوسره عیارشوی وای ، ډیره به ستونزمنه وای چې دغومره لوی زیان یي لیدلي واي . دشاهي په اوږده دوره کې کیدلای شوای دزمان دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې داسې ځای ورکړل شوی واي چې داستازودټاکلو، دجوړیدلووخت اوهم دواک کچه یي ټاکل شوی واي . بایدپه روښانه ټکوسره دلویي جرګې درابللواواړوندو موضوعاتولپاره ځانګړی مقرره تصویب شوی واي . که داچاره ترسره شوی وای ، زه باور لرم چې په نوی عصرکې به یي اغیزه هم زیاته وای اوهرمشربه دلوی جرګې دواک څخه ناوړه ګټه هم پورته کړی نه وای .
کله چې شوروی اتحادپرافغانستان یرغل وکړ، دلویدیزي نړی په سرکې دامریکااواسلامي هیوادونومرستي په پاکستان کې جوړشووجهادي ګوندونوته په ښکاره پیل شوی اوهم د شورویانومرستي دافغانستان دخلک ډیموکراټیک ګوندته پریمانه وي . په دغه کشمکش کې ولسونوهڅې وکړی چې دولسي دودپربنسټ دجرګوڅخه کارواخلي ترڅوخپل هیوادته ددواړو بلاګانوڅخه نجات ورکړي چې ښه بیلګه یي د ۱۹۸۰ زکال لویه جرګه ده چې دجهادي تنظمیونوډیرومشرانوبرخه ورپه کښي اخیسي وه اوپه جرګه کې ویناوی وکړي ترڅودهمدغه کال دفبوري دڅلرمې نیټې څخه پیل او پرنولسمه نیټه پای ته ورسیده . زه یي دپریکړوڅخه څومهم ټکې رانقلوم : 1
ـ په ۱۹ ماده کې مجاهدینوته دادنده وسپارل شول ، هغه ثقیلې وسلې چې دبری په پای کې د غنیمت په توګه لاس ته راځي ، دشرعی مقرراتوسره سمه په عامه شتمنۍ پورې اړه لري .
ـ ۱۴ نمبرپریکړه وایي : ترڅوچې جهادختم شوی نه وي ، هیڅوک داحق نه لري چې په پردیو ځمکو ، باغونواویامشترکوځنګلونوتصرف وکړي اویاګټه ورڅخه واخلي .
ـ ۲۵ نمبرپریکړه وایي : هغه ټول ننګیالی غازیان چې دجګړې په نتیجه کې کوم ښاریاودانۍ فتح کړي ، نودغه ملی یاخصوصی شتمني په داسې حال کې چې دهغه راتلونکی ضررمتصورنه وي ، محفوظ وساتي ، دړنګولواوسوځلوڅخه یې دې ډه ډه وشي اودملې خساراتومخه دې ونیوله شي .
ـ ۳۱ نمبرپریکړه وایي : دغلادجنایتکاردننواتې دعنعنې په ځای کولواواصل مال ورکولوڅخه وروسته متضرر شوی مال په دوه برابره ناغه محکومیږي .
ـ ۳۲ نمبرپریکړه وایي : ددې فیصلې څخه وروسته هیڅوک داحق نه لري چې دشخصي بدیواو دښمنیوپه اساس دجهادترختمیدوپورې دخپل مړي انتقام واخلی . سرغړوونکی یي په اعدام محکوم اودفرارپه حالت کې به په هیڅ قوم کې دپناه حق نه ورکول کیږي .
ممثلې لوی جرګې پریکړه وکړه چې دراتلونکې لمریزلیږدیزکال دثور(می) په میاشت کې دی داساسي موضوعاتودڅیړنې لپاره بیاهم لویه جرګه راوبلل شي .
لوی جرګې نوری په زړه پوری پریکړی هم درلودي چې دافغان ولسونوداتحاداودتجاوزدماتولولپاره به ډیرګټورې وای . ولې په خواشینۍ بایدووایوچې دهمدغې جرګې پریکړي دتنظیمونواوپه ځانګړي ډول د تنظیمونودلارښودې ادارې ISI دګټوسره ټکربلل کیدي . نوتنظیمونه لاس په کارشول چې داجرګه سره وپاشي
دټولودښمنانه هڅوسره سره دوعدی سره سم د۱۹۸۰ زکال دمی دمیاشتی د۲۱ نیټې حخه تر۲۳ پورې په پیښورکې بیاهم لویه جرګه جوړه شوه اوډیرمهمی پریکړی وکړي . ولې په خواشینۍ سره بایدووایوچې دبهرنیوڅارګروادارو اودتنظیمونولخوادغه ملي حرکت شنډشو.
دجهاداووروسته ددولتي واک پرمهال مجاهدینودغه ګټوروپریکړوته یوه سلنه هم پاملرنه ونه کړه . دجهادپه دوران کې یوشمیرتنظیمونوددغه ملي پروسي دشنډولولپاره دقومي مشرانوپه وژلوهم پیل وکړ، ډیرقومي مشران ووژل شول اویاداچې دتوپکیانوپه واسطه بې عزته شول. که په رښتیاووایودټولنې جوړښت دبیخه څخه بدلون وموند. هغه چاچې ډیرې وسلې درلودې اوجګړه مارګروپونه یي جوړکړی وه، دجهادپه نامه یي قومي مشران ، دیني عالمان اوروڼ انده انسانان په بې رحمي سره ووژل . کله چې واک ته ورسیدل ، پرافغانستان داسې غم نازل شوچې هیڅوک بې زیانه پاته نه شوه. په دغه ډول ولسي مشران کمزوري اودلویوجرګو تاریخي ارزښت په لویه کچه له مینځه ولاړ.
څلورمه برخه
دسردارمحمدداوددواک نه وروسته قومي مشران ووژل شول اویایي هیواددفیوډالانوپه نامه پریښودۍ خوپه ځانګړی ډول دشورویانودیرغل په دوران کې قومي مشران د شورویانواود دوی دلاس ناستي حکومت اوهم دمجاهدینوله لوري ډیروکړول شول . دټولنیزجوړښت بڼې بدلون وموند. شاهان ګدایان شول اوګدایان شاهان شول . په دولت کې دګوندغړي اوروسانوته وفادارکسان دواک څښتنان ول اودمجاهدینوپه لیکه کې توپکوال په اصطلاح دجګړایزو ګروپونومشران اوپه ځانګړي ډول هغه قوماندانان چې دنړۍ اوپاکستان څارګرواداروسره په تړاوکې ول ، ډیرواک یي درلود.
ببرک کارمل پلاروطنه ملي جبهه ، دکارګرانواتحادیي ، دځوانانوسازمان ، دلیکوالانواتحادیه اونوردغه ډول سازمانونه جوړکړل چې ددغوسازمانانومشرتابه اولویه برخه غړي یي دهغه وخت حکومت ته وفادارکسان ول . په دغه ترتیب دهرډول جرګې جوړیدل اسانه وه . په لویه جرګه ، دسولې جرګه اویاورته جرګوکې ددغوسازمانویوه برخه یي راټولول اودجرګې نوم یی ورباندي کښیښودي . ډاکټرنجیب الله دهغه وخت وروستې جمهورریس همدغه کسان راټول او لویه جرګه یي نوم ورباندي کښیښودچې ځان یي داووکالولپاره جمهورریس وټاکه اوهم یي نوی اساسي قانون ورباندي تصویب کړ.
ولې دببرک کارمل په وخت کې سوله رانغله ؟
ولې ډاکټرنجیب الله دلوی جرګې دمنظورۍ سره سره دطالبانولخواپه داروځړیدي اواساسي قانون یي ناچله شو؟
ددی دواړوپوښتنودوه ځوابونه شته :
۱ ـ داځکه دقوم هغه مشران چې دخپلوولسونوپه مینځ کې بشپړ واک درلود ، نوریي شتون نه درلود.
۲ ـ لویه جرګه دواقعي موخې څخه منحرفه اودواکدارانودتزویراوخطاایستني یوه وسیله وګرځیدله .
کله چې دطالبانوحکومت له منځه ولاړ ، بیادلویوجرګوبازارتودشو. داځل ترپخوالاهم دلوی جرګې جوړول نه یوازي دحکومتي واکدارانودچل وسیله وګرځیده ، بلکې دتنظیمونومشرانواو جګړه ماروهم غوښته چې ددی لارې څخه ځانونوته مقامونه خپل کړي . بهرني ځواکونه چې افغانستان ته راغلي وه ، هم بې برخې پاته نه شوه . ډیربه بحث نه ورباندي کوم ځکه ددغو لویوجرګودغونډوجریان دهیوادولوپه یادپاته دي . خویوازې غواړم دملالۍ جویاڅرګندونوته لنډه اشاره وکړم ترڅودجرګې اصلیت ښه راته په ګوته شي ، ولولۍ :
« یوه ځوانه ۲۵ کلنۍ نجلۍ دفراه دولایت استازی ملالۍ جویا د مایکروفون شاته ولاړه په ډیرواحساساتواولوړغږسره یې داسې وویل: « هغه څوک چې لویه جرګه د کفر، الهاداودفحشا سره برابره بولي ، دلته راځي اودهغه خبره منل کیږي اویاتاسې کمیټې (کمیسونونه) ووینئ چې خلک څه زمزمې کوي . ولې ټوله جنایتکاران یوې کمیټې ته نه وړي ؟ بیابه وګوروچې ملت دوی کوم حالت ته رسوي . داهغه کسان دي چې زموږ هیواد یې د ملي اونړیوالوجګړو هډه وګرزوله…د ازمویل شوي بیا ازمویل لویه غلطي ده. زماپه نظردوی بایدپه ملي اونړیواله کچه محکمه شي . که دوی دلته خلک وبخښي، لوڅې پښې افغانان دوی هیڅ نه بخښي . دوی زموږپه تاریخ کې ثبت دي…»
په هرصورت پرملالۍ جویادبرید خطره وه ، دغونډې ریس ملالۍ په کافرې اوکمونیستې ونوموله اوامریې وکړچې له غونډې څخه ووزئ . ملاله په ډیره میړانه ولاړه وه »
په هرصورت جمهورریس وټاکل شواواساساسي قانون جوړشو ، ولې بیاهم په هیوادکې سوله رامنځته نه شوه اودادی موږیي دسرپه سترګووینوچې زموږهیوادترپخوازیات دجګړې په اورونو کې سوځي .
داځل بیادهیوادولسمشرحامدکرزي هوډوکړچې دامریکاسره دستراتیژیک تړون په اړوندد هیواددمشرانوسره سلاوي اومشوري وکړي . په پیل کې ولسمشرویل چې زه دامریکاسره ترهغه تړون نه لاسیک کوم چې لویه جرګه یی ونه مني . ولې نن مې دپورته اجندایوه بله خبره واوریده چې دملابرهان الدین ترمرګ وروسته اړینه ده چې دسولې دراتلونکي په اړوند دلوی جرګې داستازوسره مشوره وکړي . دمسخرې اوحیرت ځای دادی چې دملارباني نوم د سولې دپروګرام سره تړي . دابه درسته واي چې دسولې دراتلونکي په اړوندمشوري کوو. ولې داخبره چې ملارباني مړشونوځکه موږمشوره کوواوکه نوموړي ژوندي واي نودمشوري اړتیا نه وه . داعجیبه ده چې دکابل دښاردویجاړولومشرنه شته نومشوره به وکړو. دنوموړی مشوره هغه وخت ډیره اړینه بریښیدل چې دهیواددورانۍ لپاره پلان جوړیدلای نورښتیاهم دجرګې سره مشوره ځکه اړتیانه وه چې تردغوټولواستازوملارباني دهیوادپه ورانۍ ښه پوهیدي .
ستاسوپاملرنه داساسي قانون موادوته رااړوم ، ولولئ :
فصل ششم
لویه جرګه
ماده يکصد و دهم
لويه جرگه عالي ترين مظهر اراده مرد افغانستان مي باشد.
لويه جرگه متشکل است از :
۱ ـ اعضاى شوراى ملي
۲ ـ روساى شوراهاى ولايات و ولسواليها ( فرمانداريها(
وزرا، رييس و اعضاى ستره محکمه و لوى ثارنوالي مي توانند در جلسات لويه جرگه
بدون حق راى شرکتورزند.
ماده يک صد و يازدهم
لويه جرگه در حالات ذيل داير مي گردد:
۱ – اتخاذ تصميم در مورد مسايل مربوطه به استقلال، حاکميت ملي ، تماميت ارضي و مصالح علياى کشور
۲ – تعديل احکام اين قانون اساسي
۳ ـ محاکمه رييس جمهور مطابق به حکم مندرج ماده شصت و نهم اين قانون اساسي
که داساسي قانون پورته موادوڅیړل شي ، په وضاحت څرګندیږي چې دهیوادجمهورریس د لوی جرګې دراغوښتلوقانوني واک لري . ولې داچې دلوی جرګې موثریت به څومره وی ، پورته مې بیان کړ.
په داسې حال کې چې یوهیوادداقتصادي ، پوځي اوسیاسي لحاظه نه داچې نوروهیوادوته اړوی بلکې دهغوي په واسطه منځته راغلي وي ، پخپله ددی څرګندوی ده چې په هیڅوجه زموږ عنعوي جرګوته ورته والۍ نه لري .
دبلي خوازموږدهیوادملي شوراځیني غړي نیوکه لري چې ددی جرګې دایریدل قانوني بڼه نه لري . زه نه پوهیږم چې دوی قانون څه بولي اوخپله ناسته په ملي شوراکې دچاپه برکت ګڼي . ولس که دوی ته وټ هم ورکړي وي دوي دبهرني پوځیانوددرندووسلوپه مرسته په ملي شورا کې ناست دي اوسره ددي چې په ورځوورځوغیری حاضروي ، په ډالرونوباندي معاشونه تر لاسه کوي . نوښه به داوي چې ددغه لوی جرګې په مخ کې خنډونه رامنځته نه کړي . که هرڅه ده ، په یوتالارکې تر۲۰۰۰ زیات کسان راټولیږي .
نورزموږدهغوعنعنوي جرګوچې په رښتیابه یي دټول ولس استازیتوب کاوه ، وخت تیردي . د ټولنې جوړښت بدلون وکړ ، زمان بدل شواوپه نړۍ کې هم دقدرتونوانډول بدلون موندلۍ دي . که یووخت خدای موږته داسې هیوادرانصیب کړچې بشپړاستقلال موترلاسه کړ. په هغه وخت کې به به ښه وي چې زموږدغه ښه عنعنې ته دنوی زمان دغوښتنوسره دولس سره په مشوره داسې یوقانوني بڼه ورکړل شي چې هرواکدارورڅخه دخلکودخطاایستلولپاره ګټه وانخلي .
یوه بله مهمه موضوع داده چې دتغیراوامیدګوندنه غواړی چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي.
زه حیران یم چې همدغه ډاکټرعبدالله دامریکادڅارګرې ادارې پیسي دامریکایانولخواپه لومړی سرکې وجیب ته واچولي . یوڅه موده مخکې چې دامریکادوتلوږغ شو، دډاکټرعبدالله اوورسره یارانویي ننواتواوژړاودډارڅخه دخلکوغوږونه کاڼه کړه . همدااوس یي پرواک خیټه اچولي ده ، نوزه نه پوهیږم چې نوموړي څه غواړي ؟ زماپه انداوبه خړوی اوماهیان ورپه کښي نیسي .
خدای دي وګړی چې دغه لویه جرګه زموږدولس لپاره دسولې راوستلولپاره نیک قدم وي .