کور / هستوي فزيک / ساینسپوهانو د ۱۱۴ او ۱۱۶ عناصرو لپاره نوی نومونو وړاندیز کړی

ساینسپوهانو د ۱۱۴ او ۱۱۶ عناصرو لپاره نوی نومونو وړاندیز کړی

د سوچه تطبیقی کیمیا نړیوالې اتحادیې (IUPAC) دهغو نوینو عناصرو لپاره نوی نومونې وړاندیز کړی چې له ۱۱۴ تر ۱۱۶ پورې اټومي شمیرې لري او د عناصرو په ګړئیز لړلیک کې تر ټولو درانده عناصر پیژندل کيږئ. د لاورنس لیور مور ملی لابراتوار لخوا د ۱۱۴ عنصر ته د فلیروفیوم او د ۱۱۶ عنصر ته د لیور موریموم نومونو ورکولو وړاندیز شوی دی. د ۲۰۱۱ په جون کې د سوچه تطبیقی کیمیا نړیوالې اتحادیې ۱۱۴ او ۱۱۶ عناصر چې لس کاله وړاندې د نوموړي لابراتوار د ساینسپوهانو لخوا موندل شوي ول د تر ټولو درندو عناصرو په نامه وپیژندل.
د فلیروفیوم Fl نوم د هستوي تعاملونو د لابراتوار فلیروف چې د جورج فلیروف د په خپل سر چاودنې موندونکی په ویاړ ښوول شوی دی. د لیورموریموم Lv نوم د کلفورونیا د لیورمور ښار په ویاړ ښوول شوی دی.