کور / شعر / رقیب

رقیب

رقیب می یار ته شیطانت کړی دی
ځکه می یاراوس بغاوت کړی دی


زړه می ژړیګی چی اشنا خفه شو
پخوا په مایی حکومت کړی   دی


نوربه په هیچا اعتبارونه کړم
په یارانه کی یارخیانت کړیدی
ورځ يي تراوسه هم لاسمه نده
چاچي دنياکي محبت کړي دي


اوس به د زړه حالونه چاته وایم
یارمی چی ما باندی قیامت کړی دی


تمکین مظلوم وو څوک یی نه لرلو
ځکه رقیب پری دا همت کړی دی