کور / کره کتنه / پکتيکا؛ د دولتونو له پاملرنې پاتې ولايت

پکتيکا؛ د دولتونو له پاملرنې پاتې ولايت

پکتيکا ولايت د هېواد په سهيل ختيځ کې پروت يو غرنئ او کرنيز ولايت دى، چې ډېر اوږد تاريخ لري او له همدې امله د پښتنو د ليږد، هستوګنې او تاريخي کارنامو لرغونى تاريخ لري، دغه ولايت اوس هم د هېواد او سيمې لپاره پوره اهميت لري، نه يوازې د دولت، بلکې د نړېوالې ټولنې د پام وړ بايد وګرځي.


پکتيکا ولايت د هېواد د فرهنګى او سياسى تاريخ د درلودلو او همدارنګه د ستراتيژيک پراخه جغرافيوي موقعيت له مخې بايد هر وخت او په هر ډول سياسى او ټولنيزو حالاتو او اوښتونونو کې د دولت، اولس او نړېوالې ټولنې د پاملرنې او مرستې وړ وګرځي، د پکتيکا ولايت په ګاونډ کې اوسني ټول ولايتونه له همدې ولايت څخه زېږيدلي او په اداري ويش کې هم ډېره لرغونې مخينه لري، دغه ولايت اوس هم پراخه سيمه نيولي او تر نورو ډېرې ولسوالۍ او د ډيورنډ فرضي کرښې تر څنګ پروت دى، پکتيکا ولايت ته د تاريخ په اوږدو کې هيڅ کوم دولت او مدني نهادونو د هغه د ارزښت د درلودلو په تناسب پام نه دى کړى او نه هم ورته اوس شوى، ځکه خو د هېواد د وروسته پاتې ولايتونو په ډله کې شمېرل کېږي، همدرانګه ددې ولايت د اولس غوښتنو ته غوږ نه دى نيول شوى او نه يې هم روا اووړ اړتياوې پوره شوې دى، نو همدا علت دى چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې عام خلک بې وزله، بې کاره او له بيلابيلو ستونزو سره مخ دى.


د بريښنا آسانتيا نه لري په داسې حـال کې چې ټرڅنګ ولايت په غزني کې يې د سلطان بند ويجاړ پروت دى او په جوړېدو سره يې دواړو ولايتو ته برېښنا ورکولاى شي، همدارنګه ځينو ولسواليو او کليو ته غزېدلې لارې ناجوړې دي، دا چې دغه ولايت يو زراعتي ولايت دى او ښه ځنګلونه لري، د حاصلاتو د پروسس، توليد او صادراتو لپاره دولت هيڅ کوم فابريکه او زېرمتونو لپاره څه نه دي جوړ کړي او نه هم داسې کومه وسيله ورته برابره شوې چې د ځنګله د چار تراشو څخه ښه ګټه ترې واخيستل شي، دا چې ددې ولايت خلک زيار کښ او په خپل هېواد مين دي، داسې د لاسي صنايعو او حرفوي زده کړو هيخ کومې ادارې کار نه ده کړي، چې د ولايت د زيارکښانو اړتياوو ته ځواب ووايي. موږ په مجموع کې ټول هغه دولتونه يادوو چې د هېواد واکمني يې په لاس کې درلوده او دغه ولايت يې له پامه غورځولي و، له دې هم بايد سترګې پټې نه کړو چې اوسني دولت پکتيکا ته په بيلابيلو برخو کې کار کړي خو دا بسنه نه کوي او بايد د هغه ولايت د تاريخي جغرافيوي او فرهنګي ارزښت په لرلو او د نورو ولايتو په تناسب بايد کار ورته وشي.


 د پکتيکا ولايت د ښوونې او روزنې سيستم بايد پياوړى او دولت بايد په ځانګړې امتياز ورته قايل شي، لومړى مو له ښوونې او روزنې څخه ځکه يادونه وکړه چې دا د ټولو پرمختګونو پيل او اساس دي، د هېواد په ټولو پوهنتونو کې بايد د پکتيکا ځوان محصلينو ته ځانګړې پاملرنه وشي، د پکتيکا ښوونځيو او ښوونکو ته بايد ټولى د زده کړو او هستوګنې آسانتيا برابرې شي، ځوانانو ته د کارموندنې زمينه مساعده شي او د ټولګتو پروژو تطبيق بايد ګړندۍ او پراخه شي، تر هر څه زيات په دغه ولايت کې بايد مدني ټولنې زيات کار وکړي تر څو د خلکو افکار د جګړې، خپلمنځي دښمنۍ، ناوړه دودونو پر ځاى د سولې، تمدن، پرمختګ او عصري ژوند په لور وګرځي.


 پکتيکانه يوازې د بريښنا له نعمت څخه محرومه ده، بلکې ددغه ولايت په ګاونډ کې ټول ولايتونه دغه ښيرازي نه لري، دولت او د ولايتو سيمه ييز مشران او قومي مخور، ژورناليستان او فرهنګپـال بايد د خپلو حقه حقونو د غوښتنې لپاره غږ اوچت کړي، داسې غږ نه چې پخوا خلکو پورته کړى وه بايد ټول په يوه خوله په رسنيو، مجلسونو او غونډو کې په جدي توګه خپلې غوښتنې بيا بيا تکرار کړي، که چېرې سهيل ختيح زون ته د برېښنا او ښوونې او روزنې په برخه کې توجه له اوسه ونه شي، ناوړه اغيزه به يې يوه پيړۍ هم دغه خوار اولس نور هم وځوروي.


 مبارزه، استقامت، تعهد، قوي عزم او ثبات زموږ د نيکونو ميراث دى، زموږ نيکونه د ياد شوو صفاتو په درلودلو سره نړۍ پېژندلي و، خو موږ اوس لږ کمزورى شوى يو او بايد د نيکونو ميراث را ژوندى او خپل شهامت وښيو، که کوم مشر مو پخپل ځاني غوښتنو مين وي بايد له منځه وباسو او ټول مدني نهادونه بايد په يوه خوله د خپل هېواد او ولايت د آبادۍ او سمسورتيا په لټه کې مټې راونغاړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.


موږ بايد يوازې او يوازې د هېواد د نورو ولايتونو د آبادۍ او بيارغونې د چارو په تناسب د خپلو ولايتونو د جوړېدا غوښتنه وکړو، اوسمهـال چې په نورو ولايتونو کې د بيارغونې څومره پروژې تطبيق او پلې شوې په پکتيکا کې هم بايد پلې شي، د نورو ولايتو اولسونو ته چې دژوندانه څومره آسانتياوې برابرې شوې بايد د پکتيکا ولايت خلک هم ترې برخمن شي، ددې ژمنې د تر سره کېدو په صورت کې د پکتيکا اولس ته لازمه ده چې هغوى هم پخپله د هېواد د ښيرازۍ او امنيت د ټينګښت لپاره خپلې اخلاصمندانه هڅې په کار واچوى.