کور / شعر / نر سرلټوم

نر سرلټوم

نر سرلټوم


دنیکمرغۍ په لټه وتی ، سمه، غرلټوم
دتوروشپونه ستړی شوی  یمه لمرلټوم
شیرخان،میرویس،احمد،غفار نه مومم
ناهیلی ګرځم،خپل ټاټوبی لراوبرلټوم
لکه دډال چې ددښمن ګوزار ته ودریږي
داسې پولاد په شانې کلک پښتون ټټرلټوم
نه خومورچل له لاسه ورکړي،نه دښمن پرې برشي
پاتې ژوندو سرو کې داسې یونر سرلټوم
 له کوره تښتمه،حالاتوکړم[ناړیک]،مجبوره
دبل په کورکې مې مهلم دخوږپرهرلټوم
کلي په کلي،چم په چم اوکورپه کورچې ګرځم
په پښتنوکې څوک نیکمرغه،بختورلټوم
چې له تیارونه موراوباسي،دسیال موسیال کړي
په شتو ونشوه ،ځانته بل نوی رهبرلټوم
نه لیونی یم،نه مجنون،مخ په بیدیاوتلی
چارانه وړی دی زړګی،هغه دلبرلټوم
پکې انځوردخپل ټپي،ويشتلي زړه مې وینم
ځکه کودري دمنګومات پرګودرلټوم
هرښکلي مخ ته چی کته کړم ګستاخي مې نده
سکون مې زړه ته چې بخښي،هغه نظرلټوم
په انتظارکې يې وم ناست،خو(منتظر) رانغی 
نوربه یې یاره،په کابل یاپيښورلټوم


ناړیک مجبور،اړ