کور / شعر / افغانۍ

افغانۍ

افغانۍ                
غمونه چې شي ورک نوخوشحالۍ به شي زرغونې
کلدارې چۍ شې ختمې افغانۍ به شې زرغونۍ
هويت دهرافغان دئ ځکه يۍ قدرپه افغان دي
رواج چې افغانۍ شې نوخوښۍ به شي زرغونې
چې ټول کاروبارونه په ملې پولې واحدشې
قوې به موبازارشې اوهټۍ به شې زرغونې
که خپل پولې واحدچۍ افغانې ده استعمال کړو
دټول مرکزې بانک نماينده ګۍ به شې زرغونۍ
تمکين وايي راځى چۍ خپل ملي اقتصادجوړکړو
ابادبه شې داغرونه هم غونډۍ به شې زرغونې