کور / رسنۍ / د پسرلي مجلې نوې ګڼه چاپ سوه

د پسرلي مجلې نوې ګڼه چاپ سوه

د پسرلي مجلې د شپږم کال درېيمه – څلورمه او پر له پسې ۲۵ او ۲۶مه ګڼه له چاپه راووته.



په دغه ګڼه کې د نورو ليکنو او شننو تر څنګ تر ډېره په افغانستان کې د پاکستان او ايران پر لاسوهنو ليکنې خپرې شوي دي.


 د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د افغان تاريخ پوه غلام محمد زرملوال تصوير او پر وروستۍ پښتۍ يې د لوی افغانتسان د نه هېرونکي مشر عبدالصمد خان(خان شهيد) انځور راغلی دی.



د پسرلي سر ليکنه ده زمونږ افغانستان، په سر ليکنه کې د افغانستان د روانو حالاتو شننه شوې ده. همدا ډول په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې او په کور دننه د ځينو کړيو غير افغاني کړنې په سرليکنه کې تر بحث لاندې نيول شوي دي.



په سر ليکنه کې راغلي دي (که چېرې سره نږدې او د شته ستونزو په وړاندې يو موټی نه شو، نو لرې نه ده، چې د وسلوالو مخالفت لا پسې و غځيږي. له امريکا سره ستراتيژيک تړون هم هاغسې لاسليک شي، لکه څنګه چې يې غواړي، پاکستان به رانه خپله پښتونخوا لا هم همداسې تېره کړي او لا به پسې دې خوا ګامونه اخلي، لا به هم زمونږ اوبه د پاکستان او ايران ځمکې خړوبوي).



د مجلې لومړۍ ليکنه (لوی افغاستان څنګه رامنځ ته شو؟) د اسرار احمد خان د کتاب پر لپسې درېيمه برخه ده.


د ليکنې په يوه برخه کې رغلي:


(د ايرانيانو د واکمنۍ تر منځ د هوتکو راټوکېدل او يو افغاني دولت جوړول او بيا د د غه افغاني دولت ړنګېدل او ورسره يې د يو تکړه پوځي او سياسي ايراني واکمن نادر افشار رامنځ ته کېدل او بېرته د خپل هيواد زوړ برم پر ځای کول، دا ټول هغه څه وو، چې د سيمې او هيواد په هکله يې د احمدشاه بابا په سياسي پوخوالي ژورې اغېزې وکړې).


په يوه بل ځای کې داسې ليکي:


(احمدشاه بابا د افغانانو او د افغانستان د تاريخ تر ټولو مهمه تيږه کېښوده او هغه د نړۍ پر نقشه د لومړي  ځل لپاره د لوی افغانستان په نامه د افغانانو د ټاټوبي د نوم کښل وو، چې د خوشال بابا ارمان او د ميرويس نيکه هوډ يې سرته ورسوه).



د پسرلي په دې ګڼه کې له افغان تاريخ پوه غلام محمد زرملوال سره د ډېورنډ تپل شوې کرښې د تاريخي شاليد په اړه مرکه شوې ده.


ښاغلی زرملوال د مرکې په يوه برخه کې وايي:


(پاکستان مصنوعي هيواد دی)


(ډېورنډ خيالي کرښه ده، هېڅ فزيکي، قانوني او مشروعي وجود نه لري).


د مرکې په يوه برخه کې راځی:


(د پاکستان له خوا د افغان ملت پر ضد په هر وخت او هره زمانه کې پارونې د ډېورنډ لان لانجې سره تړاو لري).


پاکستان د تجزيې پر پله ولاړ هيواد، د ذبيح الله احساس ليکنه ده، چې د پاکستان د تجزيې په اړه خبرې پکې شوي دي.


د ليکنې په يوه برخه کې ويل شوي دي:


(د سياسي چارو کار پوهان هم په دې باور دي چې نړۍ له پاکستان نه په اندېښنه کې ده او فکر کوي چې د پاکستان اوسنۍ ځمنکنۍ بشپړتيا د سيمې او نړۍ لپاره لوی خطر جوړ کړی دی).


حقاني شبکه که د طالبانو او القاعدې ګوښه کېدل، د علي بکر ليکنه ده، چې حماد خان پښتو کړې. په ليکنه کې د القاعدې او حقاني شبکې پر کړنو او نړيوالو سياسي لوبو بحث شوی دی.



د بن دويم کنفرانس هيلې او اندېښنې د ضمير سار ليکنه ده، چې د دغه کنفرانس په اړه شننه پکې شوې ده.


د ليکنې په يوه برخه کې راځي:


(د بن لومړي کنفرانس کې د يو شمېر قومونو او سياسی ګوندونو استازو برخه اخيستې وه د دغه کنفرانس په ترڅ کې افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو د راتګ، د نوې ادارې جوړېدل، د ټاکنو ترسره کېدل او پراختيايی مرستو په اړه پرېکړې وشوې. که څه هم د افغانستان په ډېرو اړخونو کې مثبت بدلونونه راغلل، خو سياسي او امنيتي برخې لا پسې خرابې شوې).



په  دغه ليکنه کې د سريزې تر څنګ، لوی افغانستان څنګه رامنځ ته شو، له جيو تلوېزيون سره د ولسمشر حامد کرزي مرکه، ولسې جرګه د کورني سياست ستر کړکېچ، د بن دويم کنفرانس هيلې او اندېښنې، پاکستان مصنوعي هيواد دی (مرکه)، پاکستان د تجزيې پر پله ولاړ هيواد، د پنجاب د توپونو ګردونه، کومه فرهنګي خپلواکي، حقاني شبکه که د طالبانو او القاعدې ګوښه کېدل، ايران له فرهنګي تر وسلوال يرغله، سلطان شهاب الدين غوري (نهمه برخه). ليکنې خپرې شوي دي.
 



د يادونې ده، چې د پسرلي دغه ګڼه د ګويته انسټيټوټ په مالي ملاتړ چاپ شوې ده.


 


پسرلى مجله د هېواد له، كابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، كندوز، ننګرهار، كندهار، كويټه، پېښور، پكتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كولى شئ.



په هر ولايت كې د پسرلى مجلې د ترلاسه كولو په موخه په لاندې پتو اړيكې نيولى شئ


0799833338


Zahsass.2@gmail.com