کور / شعر / غزل :که پښتون یې که تاجک یې که کوم بل

غزل :که پښتون یې که تاجک یې که کوم بل

که  پښتون یې که تاجک یې که کوم بل


ته  اټک یې ته پنجده یې ته کـــــــــابل


ښکلي  بوټي د بابر د باغ په زړه کــي


ته  ریښه یې ته ساقه یې ته یی ګــــــل


دښتي غرونه تصویرونه د غوغا  یـــې


ته  باښه یې ته غرڅه یې ته بلـــــــــبل


عظمتونه دي په شاړو کــي پراته دي


لکه بست لکه میوند لکه زابــــــــــــل


د کابـــــل  بلاحصار د مټـــــــو زوره


ته  ډبـــــــره ته پخڅه یې ته کاګـــــــل


د شفق د سپین سبا سپیــــــــــنه امامه


ته  یې ناړي ته ییېسوک ته یې څنګـل