کور / هستوي فزيک / آیا پو هیدئ ؟؟؟

آیا پو هیدئ ؟؟؟

لمړۍ برخه


چې د لمر وړانګو چټکتیا ۳۰۰۰۰۰ کیلومټره په یوه ثانیه کې ده.
چې د لمر وړانګې په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته را رسیږئ.
چې ځمکه ۱۰۰۰مایله په یوه ساعت کې په خپل محور او ۶۷۰۰۰ مایله په یوه ساعت کې په فضا کې چټکتیا لرئ.
چې هر کال تر یو ملیون زیاتې زلزلې نړۍ لړزوي.
چې په هره ثانیه کې ځمکې ته ۱۰۰ ځله تندر را رسیږئ.
چې هر کال په نړۍ کې ۱۰۰۰ کسان د تندر له امله مري.
چې په کال ۱۹۹۹ په انترکتیکا کې د لندن ښار په اندازه لوی د یخ غر مات شو.
چې که تاسو خپل موټر مستقیما مخ آسمان ته ځغلولای شوای په یو ساعت کې به تاسو فضا ته رسیدلی واست.
چې د کدودانې چونجی تر ۲۳ مترو پورې اوږدیدلای شي.
چې ځمکه، لمر او سپوږمۍ ۴.۵۶ بلیونه کاله عمر لري.
چې دایناسورونه مخکې له دې چې د آلپ او راکي غرونه را مینځ ته شي له مینځه تللی ول.
چې که چیرې سپږه ټوپ واچوي، چټکتیا یې د فضایي راکټ په پرتله ۲۰ ځله زیاته ده.
چې فضانوردان ارګمی نشي ایستلا، ځکه هلته د جاذبې قوه نشته چې د دوی په نس کې مایع له ګاز څخه بیل کړئ.
چې الفرد نوبل په ۱۸۶۶ کې باروت اختراع کړل.
چې د ایکس وړانګې موندونکی ولیام رونتګن د فزیک لمړی نوبل جایزه ګټلې.
چې د نړۍ تر ټولو جګه ونه په اسټرالیا کې ده چې ۴۳۵ فیټه جګوالی لري.
چې د مصنوعی زړه عملیاتو په لمړی ځل په ۱۹۶۷ کې وشول چې ناورغ یې تر ۱۸ ورځو ژوندی وؤ.
چې لمړی مصنوعی سپوږمکۍ کې چې مخابراتي فعالیتونو لپاره وکاریده په ۱۹۶۲ کې فضا ته وتوغول شوه.
چې ۵ ملیونه کاله وروسته به د لمر انرژي خلاصه شي.
چې زرافه هیڅ وخت نه پریوځي او  په ۲۴ ساعته کې له ۲۰ دقیقو څخه تر ۲ ساعتو پورې خوب کوئ.
چې د انسان په اوجود کې ۶۰۰۰۰ مایله د وینې اوږده رګونه دي.
چې د وینې یوه حجره په ۶۰ ثانیو کې ستاسو  د بدن بشپړ سفر کوئ.
چې هر انسان په ژوند کې ۴۰ پونډه پوستکی غورځوی.
چې په کائناتو کې تر ۱۰۰ بلیونه زیات کهکشانونه شته.
چې د لاس په خوځولو کې تر کوکۍ کولو ډیر میکروبونه انتقالیږئ.
چې د باران د یوه څاڅکی تر ټولو لوړه چټکتیا ۱۸ مایله په یوه ساعت کې ده.
چې یوه درنده کتله په یو ساعت کې ۶.۷ کیلومتره په سمندر کې ډوبیدای شي.
چې د نړی ترټولو ژوره سیمه په آرام سمندرګي کې ده او ۳۵۷۹۷ مایله ژورتیا لري.
چې کائنات په ۱ ساعت کې ۱ بلیونه مایله په هر لوري پراخیږي.
چې که چیرې د نور په چټکتیا هم حرکت وکړو، ۲ ملیونه کاله به ونیسي چې تر ټولو نږدې کهکشان ته ورسیږو.


نور بیا