سمون راډيو دي د هلمندوالو كلتور ته پام وکړي
په يوه ټولنه كې رسنۍ خلك په دې موخه جوړوي چې دخپل هېواد دود اوكلتور په لوړ وساتي خوپه افغانستان كې بيادغه كار برعكس دي .
هلمند هم په دې ورستيو كې دډيرو خبري رسنيو خاوند شويدئ .په دغه ولايت كې دامهال سباوون ، ارمان ايف ايم ،اريانا اوسمون راډيوګاني فعاليت كوي .
كه څه هم نوري راډيوګاني يا رسنۍ لاڅه كوي اوڅه پريږدي خوپه دغو كې سمون هغه راډيو ده چې په دې ورستيو كې وخت نا وخت دښو خبرو پرځاي پكي نامناسبه خبري اوريدلائ شي .
تيره ورځ مې ددغه راډيو دستاسو ږغ خپرونه واوريدل چې په ژوندۍ بڼه خپريدل دراډيو غيري مسلكي وياند ددې پرځاي چې دخلكو دشكايتونو لپاره كوم چارواكي راولي خپله يي هم ددولتي چارواكو استازيتوب كوئ اوهم يي دراډيو ويندويــــــــــي ، دخپروني په جريان كښي څوځله اوريدونكو داسي ناوړه خبري وكړې چې په اوريدولو يي دهرچا غوږونه تخنــېدل .
په هرحال زموږ ولس دښكنځلو اوريدلو نور زغم نلري ، دا به ډېره ښه وي که دغه راډيو د اوريدونکو ځوانانو او نجونو سره د ټيلفوني مخامخ خبرو پر مهال د ټوکو او نا مناسبو خبرو اترو پر ځای کلتوري او پوهنيز پروګرامونه ترتيب کړي .
هيله ده چي له رسنيو څخه د ولس او هيواد په ګټه کار واخستل سي ، د ځوانانو لپاره روزنيز پروګرامونه چمتو او خپاره کړي او د خپرونو پر مهال خپل کلتور ، دود او عنعناتو ته پاملرنه وکړي .