کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تسليمېدونکي طالبان څوک دي؟

تسليمېدونکي طالبان څوک دي؟

 دوه زره دريېم مېلادي کال وو چې  په کابل کې مې د لومړي ځل لپاره د سټیوشالیز امريکايې نوم واوريدی.


  سټیو شالیز (Steve Shaulis )  د منځنۍ آسيا پرمختيايې ګروپ  (CADG Central Asia Development Group)  مشر وو،  د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID)  لخوا د ساختماني پروژو ترڅنګ ډول ډول لوی او واړه تړونونه ورکول کېدل.


  د اشغال په لومړيو کلونو کې د امريکا د متحده آیالاتو د استخباراتو لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته راغی، د هغه د سپرلۍ الوتکه  په بګرام کې کښته شوه او هلته يې يواځي له سټیو سره وکتل. دغه  د امريکا د  استخباراتو لوړپوړي چارواکي د افغان دولت له هیڅ یوه مأمور سره ونه کتل، ډیر لږ وخت يې په بګرام کې درلود چې دخپل ارزښت ناک وخت ډیره برخه يې د سټیو سره په ځینو خبرو او مسایلو تېرکړ. له ځنډ وروسته يې بیرته الوتکه له بګرام څخه  والوتله او د افغانستان له خاوري ووتی.


  له دي څخه ښه  څرګنديږي چې سټیو شالیز د امریکا استخباراتو (CIA) ته څومره مهم شخص وو او دی. له دغه لنډي لیدني وروسته د منځنۍ آسيا پرمختيايې  ګروپ  مؤسيسي ډیر تیز پرمختګ وکړ، او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID)  له لوري د هيواد په جنوبي برخو (کندهار، هلمند، ارز ګان او زابل) کې د بزګرانو سره د  مرستي تر نوم لاندي پروژې ورکول شوې. سټیو تور پوستی امریکايې دی، داچې په امریکا کې تورپوستي امریکايان غریب او په حکومت کې هم  د اوباما له راتګ څخه مخکې په سمه سترګه ورته نه کتل کيدل. سټیو ته طلايې چانس وو چې په افغانستان کې د سي آی اې لپاره د خدمت په بدل کې د ښو شتو څښتن شي. دامريکا په ځینو ښارونو کې داسي هوټلونه وو چې د تورپوستو په ورتګ بنديز لګول شوی وو، کله چې نړيوال سوک وهونکي محمدعلي (وکلي) نړيوال مډال ترلاسه کړ، هغه داسي هوټل ته ورغی چې د تورپوستو په ورتګ بنديزوو، هوټل ته له ننوتلو څخه منع شو،  محمدعلي کيلي په نړيوالیو سیالیو کې د سروزرو ګټلی مډال د  هوټل  په مخ کې دچټلو اوبو لښتي ته وغورځاوو او ویې ویل چې: موږ د امريکا لپاره ښه نوم ګټو او نړيوالي قهرماني ترلاسه کوو خو د سپين پوستوامريکایانو هوټل ته د ننوتلواجازه نه لرو، د همدي تعصبي چلند له امله زه هم خپل ګټلی نوم او مډال د چټلو اوبو لښتي ته غورځوم.


  سټیو شالیز ډیر ژر په یادو ولایتونو کې د ډیرو ناامنو ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې د بزګرانو سره د مرستي په نوم ساحوي (سیمیېز) دفترونه خلاص کړل.


  په کندهار کې يې د ډنډ، پنجوايې ، دامان، شاولیکوټ ولسواليو په کلیو او ځینو نورو سیموکې دفترونه  خلاص کړل.


  په هلمند کې يې د نادعلي، ناوه، نهرسراج ولسوالیو په کلیو او نورو سیمو کې دفترونه درلودل، دا ډول په روزګان کې يې په چوره او خاص ارزګان کې په کلیوکې دفترونه خلاص کړل.  د  زابل ولایت په میزانه، سیوري او شملزو کې يې ورته دفترونه درلودل.


  سټیوشالیز ددي پرځاي چې د ولسوالي په مرکز کې دفتر پرانیزي، نوموړي دفترونه يې د ولسوالیو په اړوندو کلیو کې پرانیستل، په کلیو کې  يې داسي کلي انتخاب کړل کوم چې د طالبانو د نظام د وخت لوړپوړو چارواکو د اوسیدو کلي وو.


  د سي اې ډي جې  موسيسي مرکزی دفتر په کندهار کې وو، دا ډول یې په لښکرګاه، ترینکوټ، او قلات کې د ولسوالیو د کلیوالو دفترونو د انسجام لپاره ولایتي دفترونه درلودل.


  په کابل کې يې هم دفتر درلود، خو سټیو شالیز به کله ناکله د کابل دفتر ته راتلی او ډیر وخت به خپله د کندهار په دفتر کې اوسیدی. هغه په لنډ وخت کې دومره پرمختګ وکړ چې د خپل ځان او دفتر لپاره يې ولایتونو او ولسوالیو ته د اړتيا په وخت کې دتګ راتګ لپاره ځانګړي الوتکه هم له بهر نه  په میاشتنۍ کرایه نیولي وه، تر څو په خوندي ډول د سي اې ډي جي  کارکوونکي له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي.


  سټیو شالیز ډیر وخت سفرونه په خپل ځانګړي موټر کې کول.  هغه به هروخت په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل کې کلیوالو سیمو ته سفرونه کول. داسي سیمو ته به يې تګ راتګ کاوه چې د هغي سیمي ځینو پېژندل شوو خلکو تګ راتګ ورته نشوای کولای.  هغه د  کندهار ولایت خاکریز ولسوالي، شاولیکوټ، پنجوايې او نورو ولسوالیو ته پرته له ويري او ډاره  سفر کاوو، دا ډول یې د ارزګان ولایت خاص ارزګان او چوري ته تګ راتګ کاوو.


  د هلمند ولایت  نادعلي، نهرسراج ، ناوه  بارکزایې او نورو ولسوالیوکې يې کلیو ته تګ راتګ درلود. هلته يې له خلکو سره لیدني کتني کولي او دا ډول يې په ځینو کلیو کې دده سره د افغان کارکوونکو په  مرسته  په لنډ وخت کې خواخوږي هم پیداکړل.


  د زابل ولایت ډیرو ناامنو اوخطرناکو ولسوالیو (میزانه، سیوری،شملزايې، اټغر او …) ته به يې يوازي بې له ساتونکو او مسلح کسانو تګ راتګ کاوو، په یادو ولسوالیو کې به يې په کلیو کې له خلکو سره ليدني کتني کولي او دهغوی نظرونه او وړاندیزونه یې اوریدل، پاتي دي نه وي چې دغو سیمو ته په دې پلمه تلی چې په ښکاره يې د بزګرانو سره د مرستي پروژي په مخ وړلې، خو په حقیقت کې تر کاسه لاندي نیم کاسی وو.


  له همدغه وخته سټیو شالیز وکولای شول چې په یادوو سیمو کې د طالب په نوم خلک پیدا، او منسجم کړي ترڅو په راتلونکې  او مناسب  وخت  کې له  دغو  خلکو څخه کار واخلي.


  زه نه وایم چې یوازي سټیو شالیز د طالب په نوم د ځوانانو پیداکولو کار او انسجام د زراعتي پروژو ترنوم لاندي کاوه. ډیري داسي نوري کورنۍ او بهرني موسيسي به نوري هم وي چې دغه ډول کارونه يې د بیارغاوني او مرستي ترنوم لاندي کول.


  د دوه زره څلورم کال په لومړيو میاشتو کې د یو اس پې آی (USPI – United State Protection and Investigation) دامريکا د متحده آیالاتو دساتني او څارني اداري هم دنورو کارونو تر څنک ورته  کار له نورو سره په همږغي  دهيواد په جنوب کې پیل کړ. په ښکاره USPI   د USAID سره د اړوندو امريکايې کمپنیو د کارکوونکو د ساتني او محافظت کارونه کول، خو په اصل کې يې په پټه په کلیوالو سیمو کې د امریکایانو لپاره جاسوسان پیداکول. دا ډول یې د افغان کارکوونکو په مرسته په کلیوالو سیموکې خلک  په نښه کول چې په راتلونکې کې د معاش ورکولو په بدل کې ددوی لپاره کار وکړي.


  د ۲۰۰۴ کال په نيمايې کې USPI په بېلابېلو  سیمو کې خپل جاسوسان درلودل چې د طالبانو په اړه به يې ددغي کمپنۍ کارکوونکو ته معلومات ورکول. په همدغه وختونوکې د طالبانو ډير کم او په شمار فعالیتونه په هلمند، ارزګان او کندهار کې پېل شوې وو، طالبانو د ګوتو په شمار واړه ګروپونه درلودل چې په یادوو دریو ولایتونو کې دغو ګروپونو د نوموړو یو له بل سره تړلو ولایتونو په سرحدي پولو کې دوراني تګ راتګ درلود.


  د ۲۰۰۴م کال تر پایه  CADG هم وتوانیده چې خپل د خوښي ځوانان په نښه او د اړتياپه وخت کې يې په دنده وګماري.


  د ۲۰۰۵ کال په پېل کې له یادو ولایتونو څخه  ځينې کليوال ځوانان چې ښايسته کوچنۍ ژيري او طالبانو ته ورته قواري يې درلودلې،  د ځینو خو يې تور پاج لنګوټي هم په سر وې،  په کندهار کې د ملا محمد عمر آخند کور (د سي آی اې او  ځانګړو ځواکونو د لوړ رتبه  چارواکو دکار او اوسیدوځای) ته راوستل شول.


  دملامحمد عمرآخند په کور کې د سي آی اې له لنډي روزني وروسته دغه نوي ځوانان پاکستان ته ددي لپاره واستول شول چې هلته  په کويټه او کراچۍ کې په بېلابېلو مدرسو کې شامل او په مدرسو کې دننه د سي آی اې لپاره  د طالبانو په منځ کې کار وکړي.


  دغې لړۍ دوام درلود، دکندهار څخه ګڼ شمير ځوانان د طالبانو په جامه کې د سي آی آې تر لنډي روزني وروسته کويټي او کراچۍ ته واستول شول، ترڅو د بهرنيانو لپاره دجاسوسي کارونه پرمخ یوسي.


  په وروسته کلونو کې ورته کار سې آی اې په جنوب ختیځ او ختیځو ولایتونو کې وکړ، دا ډول يې ترټولو وروسته په شمال (بغلان ، کندز او …)  کې ولایتونو کې خپلو جاسوسانو ته د طالب په نوم روزنه ورکړه.


  که څه هم طالبان ډیر ژر د سي آ ی اې له دغه ډول پلان څخه خبر شول،  ولي د سي آی اې له خوا د طالب په نوم ورلېږل شوو جاسوسانو مخنيوی او پېژندنه ګران کار وو ، پخوا هم د پاکستان مدرسو ته له یادو سیمو څخه طالبان د زده کړي لپاره ورتلل او هلته به يې زده کړي کولې. طالبانو او دپاکستاني مدرسو مشرانو نه شوای کولای چې په یومخیز ډول د افغانستان څخه په نويو ورتلونکو طالبانو مدرسو ته په داخلیدو بندیز ولګوي، دا ډول دمدسو او طالبانو مشرانو نه شوای کولای چې  اصلي طالب او جاسوس طالب سره بېل کړي.


  په ۲۰۰۶ م کال کې د سي آی آې روزل شوو طالبانو ننوتل د طالبانوپه لیکو کې عملاً ولیدل شول، په کندهار، هلمند او زابل کې ځينې داسي پیښي وشوي چې لوړ پوړي طالب مشران ددوی سره په ډله کې  د طالب په نوم اوسیدونکې جاسوس په مرسته د امريکایانو لخوا په نښه او له منځه يو وړل شول. داسي پيښي هم وشوي چې طالب مشرانو په ځینو ګروپونو کې د طالب په نوم جاسوسان له سټلایټ ټلفون او نورو جاسوسي سامان آلاتو سره په خپلو مرکزونو کې پیداکړل.


  ددغه ډول جاسوسانو په واسطه د  طالب مشرانو له منځه وړلو ترټولو لویې پیښې يې په کندهار کې د ملاشهزاده، په ارزګان کې د ملا پای محمد، په زابل کې د ملاروزي خان مظلوم یار او په هلمند کې ملا دادالله یادولای شو.


    کله چې په ۲۰۰۹ م کال کې  د جمهور رئیس ټاکلو او بيا وروسته په ۲۰۱۰ م کال کې د پارلماني ټاکنو لپاره انتخابات کيدل. په شمال کې پخوانيو توپکسالارانو خپل ملګري د انتخاباتو د ګټلو او زیاتي ونډي ترلاسه کولو لپاره د طالب په نوم مسلح کړل، چې په ځینو ولایتونو کې دغه کار د والیانو او امنيه قومندانانو په مرسته ترسره شو. دغو دولتي چارواکو غوښتل چې د توپکیانو څخه د طالب په نوم ګټه پورته کړي او په شمال کې د پښتنو هغه مشران چې د ښاغلي حامد کرزي لپاره کمپاین کوي او په انتخاباتو کې د کرزي ملاتړي دي د همدغو پخوانيو توپکيانو او نویو طالبانو پواسطه له مخي لیري کړي.


  دا ډول يې د پارلماني ټاکنو د کمپاین په وخت کې په شمال کې د پښتنو کاندیدان پرېنښودل چې ددوي په ډول په ازادانه ډول او ډاډه زړه کمپاين وکړي، بلکي په هغه وخت کې يې ډیري پېژندل شوې پښتانه د همدغو پخوانیو توپکمارو  نویو طالبانو پواسطه ووژل.


  په شمال کې د طالب په نوم پخواني توپکیان مسلح کول رسنيو په هغه وخت کې په وارو وارو په شمال کې د پښتنو مشرانو له خولي خپاره کړل. او دغه تور تر نورو زیات د بلخ په والی عطاءمحمد نور وو.


  پاتي دي نه وي چې د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو لپاره د کمپاین په وخت کې د پښتنو ګڼ شمیر مشران د نامعلومو کسانو له خوا په شمالي ولایتونو کې له منځه یوړل شول.


  د سي آی اې له خوا د طالب په نوم جاسوسان او په شمال کې د خپلسرو توپکیانو مسلح کول د طالبانو په نوم پخپل حال پاتي شول، داسي ونه شول چې تر ریاستی او پارلماني ټاکنو وروسته هغه د طالب په نوم توپکيان بیرته خالي سلاح شوې وای.بل خوا بهرنیانو هم پاکستان ته خپلو لېږل شوو او په هیواد کې د ننه خپلو وفادارو او روزل شوو جاسوسانو ته چې د طالب په نوم يې په دغه ډله کې ننویستلې وو اړتیا درلودله.


  او س چې دامريکا په مشري ناټو له ماتي سره مخ ده، ورځ په ورځ يې د ملګرو هیوادو ائتلاف کمزوری کیږې، امريکا ته په کور دننه ګڼ شمیر مخالفتونه او ستونزي پیدا شوې دي.


  بل خوا ناټو ونه توانيده چې په لسو کلونو کې افغانانو ته له فساد او اختلاس څخه خلاص دولت وړاندي کړي. رشوت ورځ تربلي په تیرو لسو کلونو کې د بهرنیانو او افغانانو لخوا څخه مخ په زیاتېدو وو. د نښئې توکو کښت زیات او قاچاق يې د لوړپوړو بهرنيانو او افغانانو له خوا کېدی او کېږې. په قضاء د ولس باور له منځه تللی، ځکه دهر قاضي چوکۍ د پیسو په مقابل کې خرڅيږي، او کله چې قاضي چوکۍ اشغال کړي نو بيا په رشوت اخستو کې محدودیت پرې نه وې.د ملي پولیسو په لیکو کې اختلاس دي حد ته ورسیدی چې دګڼ شمیر پولیسو نومونه به د کورنيو چارو د وزارت په کتابونو کې ثبت شوې ووخو عملاً به پولیس وجود نه درلودی، په غلا د ثبت شوو پولیسو معاش او امتيازات به د لوړ پوړو چارواکو جیبو ته تلی.


  دکورنيو چارو  او دفاع وزارت اړوند لوړي چوکۍ د پیسو په مقابل کې د لوړ پوړو چارواکو له خوا د معلومي نیټي لپاره خرڅیږي، کارا هل کار ته نه سپارل کیږي یواځي خبره د پیسو ده.


  دکابل بانک رسوايې چې د ښاغلي جمهوررئيس ورور، د جمهور رئیس د لومړي مرستیا ل ورور او د کابل بانک مشر قدیر فطرت د اختلاس او غلا له امله ډیوالې شو، نور نو امريکا او ناټو ته ددي ځای پاتي نشو چې اوسنی دولت به د سمي په لور د تګ توان ولري.


  داډول افغانستان ته راغلو بهرنيانو په لوړقیمت لرونکو پروژو کې په پرېمانه پېمانه اختلاس وکړ، د امريکا دمتحده ایالاتو د څارني راغلي هیئت هم ومنله چې د پروژو له امله په اختلاس کې بهرنيان په لوړه کچه ککړ دي.


  داچې د سي آی اې  د طالب په نوم ګمارل شوي جاسوسان او په شمال کې د طالب په نوم مسلح شوي پخواني توپکيان ولي اوس د طالب په نوم د سولي له پروګرام سره يوځای کيږي؟ ولي دغه د طالب په نوم ګروپونه په هغه وخت کې له دولت سره نه يوځای کیدل چې په پرتليزه توګه طالبان کمزوري او ناټو قوي وه؟ اوس چې طالبان واکمن او ځواکمن ښکارې نو بیا ولي د طالبانو ډلي له دولت سره يوځای کیږې؟ دا هغه سوالونه دي چې د پورته څیړني په نظرکې نیولو سره ویلای شو چې د طالب په نوم تسلیمېدونکې ډلي د سي آی اې  روزل شوی او په شمال کې مسلح شوي پخواني ټوپکیان دي.


  سي آی آې او د امريکا حکومت پریکړه کړی ده چې په افغانستان کې ګټونکي نه دي، د ۲۰۱۱ کال ناټو ټاکوونکی کال نومولی وو، بخت یاري ورسره ونه کړه او ۲۰۱۱ کال د طالبانو په ګټه تمام شو، امريکا د ۳۰۰۰۰ اضافي پوځيانو په رالیږلو، د طالبانو د مشرانو تعقیبولو او له منځه وړلو، د طالبانو نیولو او معیوبولو، د بې ګناه افغانانو شکنجه کولواو ددي فارمول په وړاندي کولو چې طالبان یواځي د زور او فشار په کارولو سولي ته راکش کولی شې، ناټو د زیات ځواک او وحشت کارولو سره سره ونه توانېدل چې طالبان کمزوري کړي او ددوي په اصطلاح تسلیم شي او ددوی د خوښي د سولي شرایط ومني.


  د ۲۰۱۱ م کال په اوږدو کې سي آی اې د خپلو جاسوسانو جیبونه ښه ورډک کړل، افغان جاسوسانو هم د طالب په نوم د زړه له کومي خدمت ورته وکړ، د طالبانو ډیری مشران ددوی د جاسوسي له امله د امريکا په بمباریو او چاپو کې له  منځه یوړل شول.


  داچې امريکا او ناټو پوهیدلي ده چې په افغانستان کې ګټونکي نه دي، امريکا د اقتصادي بحران سره مخ ده، د امريکا د دفاع وزارت د بودیجي د کمښت سره لاس او ګریوان ده، په ۲۰۱۲ م کال کې به  تر سل زرو پوځيان له دندو شړي. دهمدي حالت په نظر کې نیولو سره نور نو سي آي اې  هم ددي توان نه لري چې د طالب په  نوم  خپلو روزل شوو افغان جاسوسانو ته میاشتني لګښت او معاش ورکړي.


  سي آې اې ددي له پاره چې د طالب په نوم  د افغان جاسوسانو سره یې يوڅه مرسته کړې وې، بل خوا هغوی پوهیږي چې دسولي په نوم ډالر چې د سولي عالی شوری ته ورکول شوې هڅي هم حیف او میل کیږي، په یوه ټک  يې دوه نښي وویشتلې.


  اول: داچې د سولي دعالي شوری د ډالرو څخه خپل جاسوسان برخمن او که په راتلونکي کې اړتیا همدغو د طالب په نوم جاسوسانو ته امریکا پیداکوي، نو د سې آی اې وروستي  د ډالرو احسان به يې په سترګو کې وي او بیا به ددوی غلامي او جاسوسي ته د اړتيا په وخت کې زړه ښه کړي.


  دوم: داچې په کورنیو او نړيوالو رسنیو کې وښيې چې د سولۍ د پروګرام سره ډله ډله طالبان یوځای کیږي. ترڅو طالبانو ته تشویش پیدا کړي او حد اقل  طالبان په دې وویروي او په اخر وخت کې خپل ځینې شرایط پرې ومني. له بلي خوا به ناټو او امريکا خپل ولس ته داهم ووایې : هغه ډالر چې د سولی لپاره د افغانستان د سولی عالي شوری ته ورکول شوې دي. د هغو په نتیجه کې دادی طالبان تسلیمېږې، او داډول به ناخبره افغانان هم په دي وغولوي چې د دولت سره د طالبانو ډلي یوځای کیږي او طالبان کمزوري کیږي.


  ماته کټ مټ د ډاکټر نجیب د حکومت وروستنۍ ورځي او شپي رایادیږي، چې ورته اعلانونه به د کابل راډیو څخه خپرېدل چې په پلاني ولایت کې دمجاهدینو (مرورو وروڼو) څو کسیزه ډله د افغانستان د حکومت سره يوځای شول، او په پلاني ولایت کې  دومره او … له حکومت سره يوځای شول.


  داچې د شمال ټلوالي د طالب په نوم مسلح شوي هم بې برخي پاتي نشي، ځکه که اوس پاتي شول بیا به  دا د ډالرو د وېش څخه برخمن نه شي، مشرانو يې پریکړه وکړه چې نور نو د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو نتيجي معلومي، او په شمال کې يې په نښه شوي پښتانه مشران له منځه يوړل، او ترټولو لوی تاوان د عام ولس په څیر دوی ته هم اربکیانو وکړ، ځکه اربکيان په سیمه کې بلد او د هغو سیمو اوسیدونکي دي، نور نو د طالب په نوم د شمالي ټلوالي مسلح شوي توپکیان د اربکيانو څخه هم په ویره کي وو. پورته لاملونه دي چې همدغه د شمالي ټلوالي پخواني توپکیان چې د خپلو ګټو لپاره يې د طالب په نوم مسلح کړي وو نور باید د امريکا داخرني ډالري خیرات څخه بې برخي نه شي.


پورته دوه ډلي (دسي آی اې جاسوسان او په شمال کې خپلسري توپکیان) دي چې د طالب په نوم يې دهغوی مشران د سولي دعالی شوری ترنوم لاندي د دولت د سولي د پروګرام سره يوځای کېدل اعلانوي.


د موضوع د ښي روښانتيالپاره  يې په روانه میاشت کې دغزني ولایت د ده یک ولسوالۍ (ډير اوسيدونکي يې تاجک دي) څخه دطالبانو په نوم د څوکسيزي ډلي تسليمېدل یادولای شو. دغزني ښاغلي والي وویل چې طالبان دي، دغزني امنیه قومندان خبره رد کړه او ويې ویل چې دا ډله طالبان نه دي، دسيمي اوسیدونکو وویل چې په ده یک ولسوالي کې اصلا په دغه نومونو موږ طالبان نه پیږنو او نه هم په  دغه سیمه کې چې دغه کسان ورپوري تړل شوې د طالبانو کومي ډلي شتون درلود.


طالب او مجاهد چې په سخت او کمزوري وخت کې دولت ته تسلیم نه شو ، څنګه کیدای شي چې په ښه اود ځواک او قدرت په وخت کې له کمزوري او فاسد دولت سره یوځای شي؟


آیا د طالب او مجاهد په نوم تسلیمېدونکي کسان نه پوهیږي چې مجاهدین د کامیابېدو په درشل کې دي؟  او د مجاهدینو له کامیابېدو وروسته به ددوی سره حساب کتاب کیږي؟ آیا دغه تسلیمېدونکي کسان نه پوهیږي چې دوی له یوه کمزوري ، فاسد او ولس ته نامنلي دولت سره يوځای کيږي؟


هو! دوی او موږ ټول ښه پوهیږو خو بیا هم ځواب دادی چې د مشرانو له خوا ورته ویل کیږي چې د طالب په نوم د سولي له پروګرام سره يوځای شئ ترڅو مجاهدینو او ولس ته ډول ډول تشویشونه پیداشي.