کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهني وزير فاروق وردګ پيغام

د پوهني وزير فاروق وردګ پيغام

له افغانستان څخه د پخواني شوروي د یرغلګرو پوځونو د وتلو د 23 کلیزې په مناسبت
26 سلواغه 1390


افغان ولس د آزادۍ د معرکې په ډګر کې د میړانې، شهامت او پياوړتیا لرغونی تاریخ لري او د زیاتو تاریخ پوهانو له نظره زموږ هیواد ته د یرغلګرو امپراطوریو د هدیرې نوم ورکړل شوی چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو پوځونو په مقابله کې زموږ د مومن او پياوړي ولس پاڅون، قرباني، ملي او سرښندونکې مبارزه او بالآخره د سره پوځ ماته او د پخواني شوروي اتحاد دړې وړې کیدل د دې ادعی د پخلي لپاره ښه دلیل دی.
ډیر خوښ یم چې د سلواغې د 26 مې نیټې د رارسیدو په مناسبت چې د افغانستان څخه د یرغلګرو پوځونو د ماتې او وتلو د 23 مې کلیزې سره برابره ده، د هیواد متدین، نجیب، پیاوړي، اتل او سرلوړي ملت ته په داسې حال کې د تبریکۍ مراتب وړاندې کړم چې زموږ هیواد د ژوند په مختلفو برخو کې د ترقۍ او علمي پرمختګ په لاره برابر شوی او د خپلو هیوادوالو  پر میړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه ویاړي او د آزادۍ د لارې د شهیدانو سپیڅلو ارواحو ته درود لیږي.
د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو او ماتې خوړلو پوځونو وروستۍ ډله د جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ  زموږ پر هیواد باندې له 3,339 ورځو یا 111 میاشتو یرغل وروسته د 1367 د سلواغې په 26 مه چې د 1989 د فبروري له 15 نېټې سره برابره ده، سهار لس بجې ټیټ سرونه، ګوډ او مات د آمو له پله څخه تیر شول او زموږ په هیواد یې ظاهراً خپل لس کلن یرغل ته د پای ټکی کیښود.   
که څه هم چې د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځونو زموږ د مومنو هیوادوالو د ملي پاڅون په مقابل کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل، خو زموږ په هیواد کې یې خپلو بربنډو لاسوهنو ته دوام ورکړ او د تیرو دریو لسیزو ستره غمیزه یې په دې هیواد کې له ګڼو ورانیو سره یو ځای و غزوله چې د دې خاورې د مادي او معنوي شتمنیو زیاته برخه یې د خپلو ناوړه او یرغلګرو هیلو قرباني کړه. همدارنګه افغانانو ته یې داسې یو هیواد په میراث پریښود چې د ژوند هره برخه یې بیحده ورانه شوې او بیرته رغولو ته اړتیا لري.
موږ په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې خوړلو پوځونو د وتلو د 23 کلیزې د جشن نمانځنه کوو، د خپل هیواد د هراړخیزې آبادۍ کاروان ته د ګړندیتوب ژمنه یو ځل بیا تازه کوو څو افغان میړنی ولس د عصر د غوښتنې سره سم د پوهنې او تخنیک په لوړو معیارونو سمبال شي او دا کار یوازې په هیواد کې د سواد د زده کړې د عمومیت او د پوهنې له نظام سره د افغان ولس د بشپړې مرستې او همغږۍ له لارې ممکن دی.
نو راځی چې د پوهنې د نظام په پياوړي کولو، د زده کړې د بهیر په عام کولو او له پوهنیزو موسساتو، ښوونکو او زده کوونکو سره د مرستې، حمایت او دفاع له لارې خپل ولس د ځواکمنو ولسونو په کتار کې و دروو.


په درناوي