کور / هستوي فزيک / ټکنالوژي په آینده کی د ستاسی فکرونه هم معلومولی شي

ټکنالوژي په آینده کی د ستاسی فکرونه هم معلومولی شي

د نیوزویک د مجلی د یو مظمون پر اساس چه سمر هلارنکار لیکلی راکاږی چه سایسپوهان په یوه داسی پروژی کار کوی چه د هغه پواسطه کامپیوتر د انسان فکر ارزولی شي او د هوا پیژندنی د علم په شان د انسان آیینده هم تحلیلولی شي.


دغه نظریه یو وخت کی خیال وو خو اوس دغه خیال په حقیقت بدلیدونکی دی.
د ۲۰۱۲ عیسوي کال د جنوری په ۳۱ د بیرکیلي ساینس پوهانو یو ټیم چه د روبرت نايټ پواسطه رهبری کیده، یو داسی کمپیوټر یی پروګرام کړ چه د هغی پواسطه د انسان د مغزو څپی دیکود کیدلای شي او په جملو لغات یی بدلوی.



۵ میاشتی وړاندی د دغی تجربی څخه د همدغه بیرکیلي ټیم نورو غړو یو داسي ویدیوی فلم د خپلو ساینس پوهانو سره شریک کړ چه په هغه کی یی په رنګه فلم کی د کامپیوټر پواسطه هغه شیان ښودل چه د تجربی لاندی خلکو پخوا لیدلی وو.


همدا راز دغه تجربه د هغی تجربي د پرمختګ یوه برخه ده چه په ۲۰۰۶ میلادي کال کی یو فرانسوي ساینس پوه د کامپیوټر پواسطه د انسان د دماغ څخه تور او سپین تصویری ډوله سګنلونه خلکو ته وښودل.


د دغه پرمختګ مثبت اړخونه ډیری ښی دي او هغه دا چه ددغه نوی اختراع پواسطه ډاکتران کولای شي چه د هغه ناروغانو سره خبری وکړی او په خبرو یی پوه شي کوم چه فلج وی او خبری نه شي کولای او یا د کوما په حالت کی پراته وي.


خلک به وکولای شي چه د خپل تیرو شپو خوبونه په خپل آی پاډ او یا لاپټاپ کامپیوټر او یا ګرځنده تیلیفون سیټ کی یی دوباره وګوري.


همدا راز د دغی اختراع پرمختګ منفی اغیزی هم لري او هغه دا چه په زوره د یو شخص نیول د چارواکو پواسطه او یا د ورانکارو ډلو پواسطه او بیا د هغه د دماغ څخه ټول معلومات ټولول دي.


جک ګالنت د بیرکیلی د ساینس پوهنی د مرکز یو بل نیرولوجیست همدا راز وایی چه بلاخره په آینده کی به یو داسی ماشین جوړ شي چه د خولۍ په شان به یی خلک په سر کوي او د دماغ ټول ثبت شوی معلومات به پری لیدل کیږي.


جک وایی چه د دغه ډول ماشین جوړیدل شاید تر دیرشو کلونو یا زیا ت وخت ونیسي.


د بيرکیلي د ساینس پوهنی مرکز دغه تجربه ساینس پوهانو ته دغه لاره خلاصوی چه په دغه لړ کی دغه اختراع ته نورهم پرمختګ ورکړی، مګر فعلي تجربه د انسان هوش او حافظي ته لاسرسي ډیر کوچنی ځواب دی چه ورکولای یی شي.