په پښتو ژبه کې سوپرا سېګمېنټ Supra segment
د پښتو ژبې ټول غږونه په وينا کې د هغوى د موقيعت له مخې په دوو سترو برخو، ځنځيري segmental او ناځنځيري supra segmental سره وېشل شوي دي، چې په ځينو ګرامرونو کې نوموړې دوه برخې په ترتيب سره په مقطعه او عروضي فونيمونو هم يادې شوې دي .
په پښتو ژبه کې ځنځيري فونيمونه، د ژبڅيړونکو په اند،د اصلي فونيمونو جوړونکي دي چې د ګړهار په بهير کې پرله پسې او پيوست راځي ،يا په بله وينا، (که ګړهار د خپلې لوښې له مخې يو ځنځير وګڼو نو دغه راز واحدونه پکې د بيلابېلو کړيو په څېر پرله پسې پيوست او سره په نښتي ډول راڅرګنديږي او هر يو يې د جلا غږ په نامه بلل کيږي)(٤:٢٣).
دغه غږونه له الف څخه تر يا پورې عبارت دي، چې بيا په واولونو او کانسونانټونو وېشل شوي.دا چې زمونږ د بحث موضوع د پښتو ژبې ناځنځيري فونيمونه يا سوپرا سېګمنټ دي، لومړى هغه پيږنو او بيا به په دې وغږيږو چې ايا د سوپرا سيګمنټ ټولې برخې فونيمونه دي او که د هغو الوفونونه يا ځانګړنې دي. په دې به هم رڼا واچو چې د سوپرا سيګمنټ ځينې برخې په ژبه کې فونيمکي او که فونيټکي (معنوي،لفظي ) ارزښت لري.
Supra segmentناځنځيري فونيمونه
ناځنځيري فونيمونو ته د ( پرسوديکه ) نوم هم کارول شوى دى.دغه نوم په روسي ژبه کې پرسوديکه يا پرسوديه په انګليسي کې ( prosody ) په فرانسوي ژبه کې ( prosodie ) په جرمني ژبه کې ( prosodie ) او په هسپانوي ژبه کې هم ( prosodie )دى (٥:٢١٠ ).
نا ځنځيري فونيمونه يا پرسوديکه يو لړ ژبنۍ پديدې دي ،چې په ژبه کې فونيمکي ارزښت لري ،دغه پدېدې که څه هم د ځنځيري فونيمونو په څېر د پښتو ژبې په ليکدود کې ګرافيمونه، نه لري خو د ځنځيري فونيمونو په ډول په زياتو مواردو کې له مانا سره اړيکه لري ،که څه هم د پښتو ژبې په ګرامرونو کې د دغو ځنځيري فونيمونو تعداد ته حد ټاکل شوى نه دى خو په ډېرو اثارو کې خج ( stress accent)،اهنګ ( intonation )،څپه (syllable)، بېلتون او پيوستون ناځنځيري فونيمونه يا پدېدې بلل شوې دي،ځينې ژبپوهان يادې شوې پديدې فونيمونه بولي او ځينې نور يې بيا د فونيمونو الوفونونه (بلغږونه ) يا ځانګړنې ګڼي ،دا هم بايد ووايو چې الوفونونه د يو فونيم هغه بيلابيلې بڼې دي چې ديو اواز په بيلابيلو موقيعتونو کې په بله بڼه تلفظ کيږي او کوم فونيمکي ارزښت نه لري يا د مانا په بدلون کې رول لوبولاى نه شي.ناځنځيري فونيمونه که څه هم د پښتو ژبې په مروج ليکدود کې ګرافيم يا نښه نه لري مګر د ژبپوهنې په تدريسي موادو کې د خج ،اهنګ ، بيلتون او پيوستون له پاره ګرافيمونه شته خو په اولس کې د ځينو ځنځيري فونيمونو د ګرافيمونو د نشتوالي يا نه ليکلو په څېر دوى هم نه دود شوي او نه کارول کيږي. ځنځيري له ناځنځيري فونيمونو سره بل دا توپير لري چې ځنځيري فونيمونه په لفظي او ليکني چاپريال کې يو په بل پسې متصل ليکل کيږي مګر ناځنځيري په لفظي چاپريال کې د شکل له مخې پر ځنځيري فونيمونو وارديږي او دومره ډېر هم نه دي چې د ځنځيري فونيمونو په څېر يو په بل پسې پيوست راشي او په تنهايي يو مورفيم جوړ کړي .
خج (فشار)stress accent : خج يو ناځنځيري فونيم دى چې تغيير يې په جمله ،کليمه يا ويي کې د مانا د بدلون سبب کيږي.يا په بل عبارت :((خج يا فشار د زيږ له پلوه د هوا په فشار د بدلون د ځانګړتياوو له تړنګ يا ترکيب،د زيرو بمي له کچې يا درجې او په خپلواکيز (واولي) راکښون کې له توپير څخه منځ ته راځي او د اوريدنګ له پلوه زيات رساوالي ته وايي (٤:٣٠).
يا په بله وينا: خج د يوه لفظي چاپريال له دوو يا څو څپو څخه د يوې څپې پر واول باندې د صوتي غړو له خوا د هوا فشار ته وايي.
د خج په اړه په ځينو پښتو ګرامرونو کې د نظر يووالى نه تر سترګو کيږي ؛ځينو فونيم بللى او ځينو نورو بيا د فونيم ځانګړنې يا اولوفون ګڼلى دى خو خج په ژبه کې داسې رول لوبوي لکه څنګه چې ځنځيري فونيمونه يې لوبولى شي، موږ کله چې په ژوند کې له يوې نا اشنا پديدې سره اشنا شو نو هڅه کو تر څو هغه د خپلو ځانګړنو پر مټ وپيږنو او د هغې د تشخيص او صحيح درک له پاره تعريف ټاکو او يا يې بل ته د خبرو له لارې تشريح تقطېع او تحديد کو.پوهانو په ژبه کې د ځنځيري فونيمونو په ارزښت او دندو هم څېړنې کړې ؛ دواړه يې په ژبه کې مهم بللي او په دې متفق دي چې دا هغه وړې ژبنۍ پدېدې دي چې په ټاکلي موقيعت کې يې راتلل د مانا د رامنځ ته کېدو سبب کيږي او که چېرې په ټاکلي ځاى کې ونه کارول شي نو ټاکلې مانا نه ورکوي اويا خو ترې بې مفهومه او جړه پړه ژبنۍ پديده جوړيږ ي. ښه ګڼم چې د فونيم پيږندنه لږ نوره هم وکړو او بيا د تعريف پر بنسټ د نا ځنځيري فونيمونو ځانګړنې ،له فونيم سره په پرتليزه توګه ،وڅېړو.
اواز يا فونيم د ځنځيري فونيمونو له ډلې څخه ګڼل کيږي او دا (( د ژبې تر ټولو کوشنى غږيز توک ته وايي، چې پخپله کومه مانا نه لري مګر په مانيزو توکونو (ويينو)کې مانيز توپير پيښوي د ساري په توګه (ت) په پښتو کې يو اواز دى چې يو ويى يې لکه (تور) له يوه بل ويي،لکه ( پور ) څخه توپير کړى دى)) (٤:٨٢).
خج د ژبې غږيز توک دى او پخپله په تنهايي صورت مانا نه لري مګر په مانيزې توکونو کې يې د موقيعت تغيير د مانا د تغيير سبب کيږي .دا چې ځينې په دې نظر دي چې خج د يوه فونيم الوفون دى نو الوفون په ژبه کې مانيز ارزښت نه لري مګر خج په ژبه کې هم نحوي او هم مورفولوجيکي دنده تر سره کوي يا په بله وينا، د خج د موقعيت تغيير په همجولو او هم شمېره فونيم لرونکو کليمو کې د مانا د بدلون سبب کيږي،لکه په لاندې بېلګو کې :
د خج نحوي دنده خج مورفولوجيکي يا ګرامري دنده
اوږه ــ / ağú / سير ګټه / ţaág/ اسم
اوږه ــ /áğu شانه ګټه / áţa g/ استمراري فعل
غوټه ــ / aţū̀γ/ ګيره ننوتل / /nanawatә́l
غوټه ــ /áţūγ/ حمله ننوتل / / nánawatәl مطلق فعل
تېره ــ / arét / ګذشته کښېناستل / kšenastә́l
تېره ــ / áret / تيز کښېناستل/ / kšénastәl
وليدل شول چې نېږدې همشکله، دوه مورفيمونه د خج د موقيعت د تغيير له امله په بيلو بيلو مانا لرونکو کليمو بدل شول او له بله پلوه د دوه همرېښه لرونکو کليمو په ګرامري ماناوو کې هم، د خج د تغيير له امله، بدلون رامنځ ته شو . لکه څنګه چې د ځنځيري يا segmental فونيمونو د موقيعت تغيير او يا د هغوى بدلون په کليمه کې د مانا د تغيير سبب کيږي او اساسي دنده يې بلل کيږي، په همدې ډول په پورته بېلګو کې د خج د موقيعت بدلون په کليمو کې د مانا د بدلون سبب ګرځي او دا په نا سيلابيک ژبو کې د خج اساسي دنده او ځانګړتيا بلل کيږي .نو د موضوع اړوند څانګه والو خپلو استادانو ته وړانديز کوم چې خج د يوه فونيم په حيث ومني او يا په دغه برخه کې له سره کتنه وکړي .
ځينې پوهان بيا د دې خبرې له امله خج او اهنګ د فونيمونو له ليکې باسي چې هغوى په خپله کوم اوازونه، نه دي اونه هم په تنهايي صورت سره موجوديت لري او په خبره يې، نه تلفظ کېداى شي. بلکې د segmental فونيمونو د موجوديت په صورت کې خپل ځان ښکاره کوي او دا هم وايي: لکه څنګه چې په تنهايي ځان نه شي ښکاره کولاى همدارنګه په ليکدود کې ګرافيم هم نه لري .
بايد وويل شي چې ځينې بې واکه segmental. يا ځنځيري فونيمونه هم په مستقل ډول ځان ښکاره کولى نه شي؛ کله چې موږ د يو فونيم نوم اخلو او يا يې ګرافيم ليکو هغه د څو الوفونو نو د ټولګې يا مجموعې نوم يا ګرافيم دى.يا په بله وينا د څو اولوفونونو مجموعه يو فونيم جوړوي .له بل پلوه تم ( انسدادي stops ) کانسوننټونه،چې د ځنځيري فونيمونو له ډلې څخه دي ،په تنهايي ډول نه تلفظ کېداى شي اونه هم ځان ښکاره کولاى شي بلکې د څرګندتيا له پاره پخپل ګاونډ کې بل فونيم ( واول ) ته اړتيا پيدا کوي؛د بېلګې په ډول ،هېڅوک به د (ب،b ) فونيم په يوازې توګه تلفظ نه کړي تر څو واول ورسره ملګرى نه کړي يا په بل عبارت لکه څنګه چې ډېر ځنځيري فونيمونه په يوه لفظي چاپريال کې د نورو فونيمونو په مرسته خپل معنوي او لفظي ماهيت څرګندوي، همدارنګه خج هم، له نورو سره په يوه لفظي چاپريال کې، خپل ارزښت په ډاګه کوي. دا چې ويل کيږي خج ټاکلى ګرافيم نه لري ،دا د ليکدود نيمګړتيا ده ، نه په خپله د خج ،ځکه چې ګرافيم ورته ټاکل شوى نه ده،له بلې خوا په پښتو او ښايي ځينې نورو ژبو کې د هر يوه ځنځيري فونيم له پاره هم ګرافيم نشته .د بېلګې په ډول د پښتو ژبې کې دکليمو په منځ کې د زور ( a ) او زورکي ( ә ) له پاره ګرافيم نه لرو يا اوږد ( o ) او لنډ ( u) ( و ) په يوه ګرافيم ليکو، همدارنګه په ژبپوهنه کې د خج له پاره ،که څه هم په ليک کې دود نه دى، يوه رېونده کرښه يا اوښتى زور ( \’ ) لرو.له بلې خوا که د عربي ژبې ليکدود ته ځير شو د هغې ډېر واولونه، چې د ځنځيري فونيمونو له ډلې څخه دي،ګرافيمونه يې د ځنځيري فونيمونو په څېر يو په بل پسې نه ليکل کيږي بلکې پر هغوى د پاسه ليکل کيږي لکه د ( ضَرَبَ zarab) په کليمه کې ( َ َ َ )
زبرونه چې ټول واولونه دي مګر د نورو فونيمونو د پاسه ليکل کيږي.يوه بله بېلګه يې په پښتو ژبه کې هم شته ،هغه دا چې کله د پښتو ژبې د يوې کليمې په پاى کې د زورکي ( ә ) فونيم راشي نو په دې ډول ( ۀ ) ليکل کيږي ،چې دا هم د يوه ځنځيري فونيم د ليکنې قاعده نه ده ،ځکه چې هغوى يو په بل پسې پيوست ليکل کيږي. بايد يادونه وکړم چې د زورکي ( ۀ ) دا بڼه ځينې پښتو پوهان سمه نه بولي او نه يې هم په همدې ډول ليکل ليکي.
بايد وويل شي چې، په ژبه کې اواز ( غږ ) تر ګرافيم زيات اهميت لري ؛ ډېرې ژبې شته چې ليک نه لري مګر په شفاهي ډول ترې ګټه اخيستل کيږي او د پوهونې او راپوهونې وسيلې دي . د ځينو په خبره چې خج ګرافيم نه لري خو يو مادي خصلت لرونکى او د ژبې د معنوي ساختار يوه مهمه ډبره ده .خجونه د نورو فونيمونو په توپير په ځانګړې بڼه د صوتي غړو په وسيله جوړ او توليد کيږي .د نورو فونيمونو ( ځنځيري ) په څېر خپلواکه او د اولوفونونو پر خلاف د يو او بل پر ځاى راتلاى شي.
خج يوه ځانګړتيا لري، چې هغه تل د ټولو مطلقو فعلونو د لومړيو او د استمراري د ورستيو څپو پر واولونو باندې د خج راتلل دي، ډېر هغه خجونه چې د کليمې په لومړى څپه راغلي وي، غښتلي او په وروستۍ هغه يې کمزوري وي. غښتلى خج نسبت کمزوري ته د مانا په بدلوون کې زيات رول لوبولاى شي . په لاندې مطلقو او استمراري فعلونو کې د خج دندې ته پام وکړى :
مطلق فعل استمراري فعل
پورې وتل pórewatәl lә́porewat
څملاستل cә́mlastәl cәmlastә́l
له بله پلوه هربرت پنزل بيا وايي : (( په هغو بسيطو کلمو کې چې ګرداني (صرفي ) او دغه راز نور افکسونه ونه لري،دروند خج په ښکاره ډول سره پر وروستۍ هجا باندې واقع وي )) ( ١ : ١١٧).لکه :
Kabál کابل
Saŗáy سړى
hagә́y هګۍ
د خج د وېش موضوع هم دپام وړ دى؛ ځينې پوهان په دې نظر دي چې خج دشدت ،اوږدوالي او موقيعت له مخې په دريو دريو برخو وېشل شوى دى مګر زه په دې نظر يم، چې د شدت او اوږدوالي له مخې لږ تر لږه بايد په غښتلي او کمزوري ووېشل شي؛ که چېرې يوه کليمه يا جمله له دريو څخه ډېر خجونه ولري نو د هغو ټولو له ډلې څخه يې يو بايد غښتلى او بل يې کمزورى وي .د دغو دوو ( غښتلي او کمزوري ) خجونو تر منځ پاتې نورو خجونو د څومره والي کچې ته حد نه شو ټاکلى ځکه د هرې څپې واول خجن خاصيت لري او صوتي سيستم يې نسبت بې واکو ته په فشار سره توليدوي ؛ هره څپه خج لرونکې ده خو ښايې يوه تر بلې لږ يا ډيره خجنه وي که چېرې مونږ د دغو دوو خجونو تر منځ د نورو څپو د خجونو پوړۍ په لابراتوار کې وګورو ښايي تر منځ يې يوه پر بل پسې د کمزورتيا د پوړيو شمېر لايتناهي ته ورسيږي . پوهاند صديق الله رېښتين هم خج په خفيف او شديد سره وېشلى دى او زياتوي چې(( هره حجا او تورى چې خج لري ،لازمه ده چې ورپسې تورى او هجا متحرکه وي)) ( ٢: ٣٦).
له بل پلوه ويل کيږي، چې خج د موقيعت له مخې په جملوي ،لغوي او څپيز سره وېشل کيږي،دغه وېش هم بايد په دوو يعنې جملوي او لغوي سره ومنو، دا هم د ژبڅيړونکو له پاره د وړانديز په ډول وايم ،ځکه چې جملوي خج د کليمو د خجونو او د لغوي د لغت د څپو له تناسبه څخه ټاکل کيږي خو څپيز خج بايد د پورتنۍ قاعدې پر بنسټ په څپه کې د نورو څپو د تناسب له مخې وټاکل شي په داسې حال کې چې يوه څپه په نورو وړو څپو نشو وېشلى نو څپيز خج هم ټاکلى نه شو.
آهنګ intonation
اهنګ هم د سوپراسيګمنټ يا عروضي فونيمونو له ډلې څخه مهم توک دى، چې په سمې کارونې سره يې مکالمه او يا متن صحت پيدا کوي.اهنګ له خج سره مخامخ اړيکې لري کله چې خج له خپلې پولې څخه واوړي نو پر اهنګ بدليږي .يا په بل عبارت د خج اوږدوالي او شدت ته اهنګ ويل کيږي.اهنګ هم په ډولونو وېشل شوى او هر ډول يې په وينا کې د خج د اوږدوالى د مسير له بدلون او په متن کې د ليک نښو څخه معلومولاى شو.همدارنګه په ژبپوهنه کې بېلا بېل اهنګونه بېلا بيل ګرافيمونه ( ګرافونه ) لري . په وينا کې د اهنګ موقيعت تغيير داسې رول لوبوي لکه څنګه چې يې ځنځيري فونيمونه لوبولاى شي؛د اهنګ د تګلوري بدلون د مانا د تغيير سبب کيږي. سرمحقق عبدالحکيم هلالي اهنګ داسې راپيږني :(( د هغو وسايلو مجموعې ته چې وينا تنظيموي اهنګ بلل کيږي. اهنګ د وينا د وييزې بڼې حتمي خصوصيت دى او بې له اهنګه وينا ممکنه نه ده )) ( ٥: ١٢٤ ).
له دغې پيږندنې څخه معلوميږي چې وينا بې له اهنګه مطلوبه مانا نه افاده کوي، په داسې حال کې چې د ځنځيري فونيم د ناسم ادلون بدلون په صورت کې يوازې د کليمو د ماناوو تغيير رامنځ ته کيږي يا مانا له لاسه ورکوي .لکه څنګه چې وړاندې وويل شول اهنګ په يوه لفظي چاپريال ( جمله ) کې د خپل فشار د مسير بدلون له پاره نښې لري، چې پر بنسټ يې د متن لوستونکي د جملې اهنګ تنظيم کوي.په تلفظ کې دغه نښې عبارت له ميلوډي،وقفه،خج ،ټيمپ،ټمبر او په ليکدود کې له ( .،! ،!! ،؟ ) او ځينې نورو څخه عبارت دي.
١- ميلوډي : د اواز ټيټېدا او لوړېدا ته وايي.
٢- وقفه : د جملې په کومه برخه درېدلو ته وايي.
٣- خج : د جملې کوم واول نسبت بل واول ته په فشار سره لوستل دي.
٤ – ټيمبر : په موسيقيت سره د جملې لوستل.
٥- ټيمپ : د جملې کومه برخه په تندۍ سره لوستل.
په لاندې جملو کې د اهنګ اجزا ( ميلوډي ، وقفه ، خج ،او ټيمپ ) او د ( ټکي، يوې ندايې،دوو ندايو،او سواليې) د ليک نښو په وسيله تطبيق کولاى شى.
خبري جمله : زه ځم.
پوښتني جمله : ته ځې ؟
تعجبي جمله : ته ځې !
بايد په ياد ولرو چې خج په اهنګ کې ستر رول لوبوي . يا په بل عبارت خج د اهنګ د ثقل مرکز دى اوله دغه مرکز څخه به هرو مرو د وړاندې او وروسته هوا د فشار په څرنکوالي کې بدلون رامنځ ته کيږي؛ يا به لوړيږي او يا به په ځوړ حرکت کوي،د اهنګ د بدلون له امله جملې د معنا له مخې په خبري ،سواليه ،تعجب،او ندا باندې وېشل کيږي .(٣ : ١٠٣ )
او دا د اهنګ هغه ځانګړنه ده چې نوموړى ناځنځيري فونيم،د فونيمونو په ډله کې راولي،دغه خبره زه د يوه وړانديز په توګه کوم هيله ده چې د لوستونکو د پام وړ وګرځي ځکه چې پوهان يې فونيم نه ګڼي.
بيلتون او پيوستون
که چېرې د متن دوه مورفيمونه،غونډونه او جملې سره پيوستې او بې له ځنډه ولوستل شي، پيوستون او که برعکس وي بيلتون ورته وايي ،که د متن يوه برخه د بلې ورپسې برخې توک نه وي مګر په لوستلو کې پيوسته ولوستل شي او يا ورته شکل په ځنډ سره ولوستل شي د معنا بدلون رامنځ کوي او مفاهمه ستونزمنه کيږي،بيلتون او پيوستون په وينګ کې د سم لوستلو يعنې په ځنډ او يا پيوست لوستلو له مخې معلوميږي د بېلګې په ډول لاندې جملو ته ځير شي،
ميوند ګړندۍ ښونځي ته ځي.
په پورته جمله کې که چېرې (( ګړندۍ )) مورفيم د (( ميوند)) جز يا تخلص وي نو بايد د دغو دوو نومونو د تلفظ په وخت کې تر منځ ځنډ رامنځ ته نه شي او که چېرې (( ګړندۍ)) د (( تلل))د فعل څرګندني قيد وي نو بيا بايد د (( ميوند)) او((ګړندي )) مورفيمونو لوستلو تر منځ مکث او څنډ وشي تر څو مقابل لورى د جملې په بشپړ مفهوم پوهه شي،په دري ژبه کې هم يوه په زړه پورې بېلګه :
((مسجد چهارم يار محمد )) که چېرې د دغې جملې د( يار) او ( محمد) دمورفيمونو تر منځ مکث ونه شي نو د جملې مانا دا ده چې : ديارمحمد څلورم جومات او که ځنډ وشي نو بيا د جملې مفهوم دادى چې دغه جومات د حضرت محمد (ص) د څلورم يار حضرت علي کرم الله وجهه په نوم مسما دى. کله چې موږ متن لولو نو بايد دهغه په کره مانا او د متن تخليق کونکي په موخه ځان پوهـ کړو.
په متن کې له اړتيا سره سم هغه مهال موږ د بيلتون او پيوستون تشخيص کولاى شو کله چې د متن په کره مانا ځان پوهـ کړو خو دغه کار هغه وخت لوستونکي کولاى شي کله چې متن او د هغو د مورفيمونو،غونډونو او جملو تر منځ، له ليکدود سره سمه معياري واټن پرېښودل شوې وي،د ليکنې اصولو له مخې د هرو دوو اداتو،سربل او اوستربلونو،مورفيمونو ،غونډونو او جملو تر منځ د يوه فونيم د پنډوالي په کچه واټن بايد پرېښودل شي او دغه واټن په متن کې د بېلتون يا پيوستون د تطبيق له پاره تر يوې اندازې اسانتيا راوستلى شي.نو اړتيا ده چې په قلم او کمپيوټري ليکنو کې دغه کړنې ته په کلکه پاملرنه وشي،د يوې معياري متن د مورفيمونو تر منځ بايد لکه په لاندې جمله کې واټن تطبيق شي.
( زه نن په بيړه له ښونځي کور ته راغلم )
څپه syllable : څپه يو ژبنۍ واحد دى چې له يوه خپلواک يا له يوه خپلواک او څو بېواکو فونيمونو څخه جوړه او په پيوست ډول له خولې څخه راوځي،يا په بل عبارت ،څپه ډېر کوچنى نه تجزيه کېدونکى وييز واحد دى چې له مانا سره ارتباط نه لري ( ٥:١١٨).
نه تجزيه کېدونکى په دې مانا چې که چېرې تجزيه شي نو بيا د يوې څپې ځانګړنې له لاسه ورکوي او د فونيمونو سرحد ته داخليږي او د يوې څپې ځانګړتيا به وروسته بيان شي.څپه هرومرو ديوه واول چې هسته يې جوړه کړې وي،درلودونکې وي او پرته له واوله څپه نشي جوړېداى،کېداى شي په يوازېتوب يو واول يوه څپه جوړه کړي،لکه د ( آباāba ) په کليمه کې ( آ- ā ) يوه څپه او ( با- ba ) يې دوهمه څپه ده،يوه څپه ښايې د يوه واول په ګډون شپږ فونيمونه ولري په پښتو ژبه کې دا ډول اوږده څپه له xwand)š) څخه عبارت دى،چې له يوه واول او پنځو بې واکو څخه جوړه ده.بايد په ياد ولرو چې يوازې کانسوننټونه په پښتو ژبه کې څپه نشي جوړولاي همدارنګه په ياده ژبه کې څپه معنوي ارزښت نه لري که څه هم ځينې څپې معنا لري خو پښتو د سيلا بيک ژبو له ډلې څخه نه ګڼل کيږي ځکه چې دلته هره څپه د مورفيم ځانګړتيا نه لري.
د پښتو ژبې څپې ځينې لاندې ځانګړتياوې لري:
١- يوه څپه ښايي وازه او يا به تړلې وي او له دغو دوو حالتو څخه به هرو مرو خالي نه وي .که چېرې يوه څپه په واول پاى شوې وي ،وازه او که په بې واکه پاى شوې وي تړلې نوميږي.
٢- يوازې کانسوننټونه واول نه شي جوړولى ،همدارنګه بې له واوله څپه هېڅ جوړېداى نه شي.
٣- هره لنډه او اوږده څپه يوازې د يو واول درلودونکې وي خو د بېواکه اوازونو شمېر يې تر پنځو هم رسېدلى شي.
دا وه د پښتو ژبې دسوپراسيګمنټ يا ناځنځيري فونيمونو په اړه لنډ معلومات.د پښتو ژبې د دغو فونيمونو په اړه پوهانو بيلابيل نظريات وړاندې کړي دي او د هغو د نظرياتو تر منځ اختلافاتو او نه يووالي له امله زه هم دې ته اړ شوم چې د يو ه زده کونکي په توګه خپل نظر څرګند کړم،کېداى شي زما نظر د څيړونکو په اند تر ډېره ناسم وي خو زه هيله لرم چې ما ته په دې اړه قناعت بښونکې لارښوونې وکړي او له دغې ليکنې مې بله موخه داده چې ښايي زما ليکنه د څيړونکو له پاره په اړونده موضوع کې د يوې نوې سوژې پيداکونکې اووسي او د هغوى پام يوې نوې ژبنۍ پدېدې ته واوړي که څه هم د پښتو ژبې په ګرامرونو کې سوپراسيګمنټ ته شمېر ټاکل شوى نه دى او هر چا دوه يا څو پدېدې ناځنځيري فونيمونو بللې دي خو په ډېرو اثارو کې ( خج،اهنګ،څپه،بيلتون او پيوستون ) د پښتو ژبې سوپراسيګمنټ بلل شوې دي.
ماخذونه :
١ـ پنزل،هربرت.د پښتو ګرامر،د محمد رحيم الهمام ژباړه . صديقي خپرندويه ټولنه، دوهم چاپ ١٣٨٩ل.ل.
٢ــ رښتين، پوهاند صديق الله ،پښتوګرامر،يونيورسټي بك ايجنسي ،پېښور پاكستان ۱۳۸۲ ل.ل.
٣- رښتين زيور،پوهندوى ډاكټره زرغونه،پښتونحوه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز،پېـښور، پښتونخوا ، ۱۳۸۲ لمريز كال.
٤ــ زيار،پوهاند مجاوراحمد ،پښتوپښويه ،دانش خپرندويه ټولنه ،پېښور،پاكستان،۱۳۸۴ ل.ل .درېيم چاپ
٥- هلالي،سر محقق عبدلحكيم، د پښتو ژبې فونولوژي،د افغانستان د علومو اكاډمۍ،كابل،۱۳۷۰ل.ل.