د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۴)
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
رالېږنه : عبدالله ناصري جواد
د تيري برخي لپاره دلته کليک وکړئ
بل همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتني مسلمانان دي چې هغوی د اسلامي مبادیو او احکامو تبلیغ او تعلیم او د خلکو هدایت او سعادت به ېې خپله ایماني وظیفه او دیني مسؤلیت پیژنده او اسلامي تعلیم او تبلیغ به ېې د فرد او ټولنې د هدایت ښه توب ،سلامتیا،سعادت او قوت اساسي لاره او ګټوره وسیله ګڼله او چاچې به د اسلام د تعلیم او تبلیغ مخنیوی کاوه او د اسلام د دین او د مسلمانانو موجودیت او ښیکڼې به ېې د تهدید او خطر سره مخامخې کړې او بیا چې به د دین د ښمنانو سره د هغوی د جنګ خبره شوه نو هغو به د دښمنانو د شر،فساد،ظلم او ناروا له منځه وړلو او د اسلام د حق دین د نصرت او د کلمة الله د اعلاء په منظور په قوي ایمان او ښه اخلاص د سر او مال قربانۍ ته حاضریدل او د جهاد او قربانۍ میدان ته په ثابت زړه او پوره اطمینان او د ایثار او فدا کارۍ په عالي روحیې سره وردانګل او د خپل دین،خپل انساني کرامت او عزت او د خپلو حقوقو د خوندي کولو او د اسلام د تعلیم او تبلیغ او د حق د پلوشو د خپرولو په غرض به ېې د دښمنو عناصرو په مغلوبولو او د هغو د شر او فساد په محوه کولو د امن او سلامتیا ،خوښۍ او ډاډ فضا منځ ته راوستله.
بل همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې کوم وخت به د باطل،ظلم،شر او فساد خبره شوه نو هر یوه به د کلمة الله د اعلاء او د اسلام د حاکمیت په منظور د ایمان په قوي جذبې،ښه صبر او استقامت او د سر او مال د قربانۍ په عالي روحیې سره به د جهاد میدان ته وردانګل او د د ښمنانو د مقابلې او د هغوی د ظلم او شر د مخنیوي او محوه کولو په غرض به ېې له پوره ثبات او استقامت څخه کار اخست تر دې چې له جهاد څخه معذورو او معافو کسانو به هم د الله تعالی په لاره کښ د جهاد سره ډیره مینه او قوي جذبه ښوده او الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم ته به ېې د خپل جهادي احساس، چمتوالی او ګډون عرض کاوه. د لږ عمرو خاوندانو به د جهاد په باب د لږ عمر د کمزورتیا او بې ماله او ناتوانه کسانو به د سفر د توښې او وسیلې په نه موجودیت سره د ډیر خفګان او ارمان اظهار کاوه.
د اسلامي تاریخ په استناد د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د احد په غزا کښ اسامه بن زید،عبدالله بن عمر،زید بن ثابت،البراء بن عازب،عمرو بن حرج او اسید بن ظهیر رضی الله تعالی عنهم اجمعین د لږ عمر له حیثه معاف کړي دي او بیا دغو کسانو ته ېې د خندق په غزا کښ چې په دغه وخت ۱۵ کلن ول د جنګ اجازه ورکړې ده .(تهذیب سیرة ابن هشام ۱۷۹-مخ عبدالسلام هارون)
همدغه راز په بدن معذورو معافو کسانو به د خپل ایماني قوي جذبې او په حقه لاره کښ د قربانۍ د قوي عشق او احساس له امله او دا چې د الله تعالی جل جلاله رضا او جنت ور په برخه شي په جهاد کښ برخه اخستله.
د دې واقعیت څرګند مثال عمرو بن الجموح رضی الله عنه په پښه ګوډ معذور دی چې د احد په تاریخي غزا کښې ېې ګډون کړی دی او د الله تعالی په لاره کښې ېې د شهادت خوږ جام څښلی دی.
بل بن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه په سترګو ړوند معذور دی چې د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دوره کښې د فارسیانو په مقابل کښې د قادسې په مشهور جنګ کښې د اسلام بیرغ په غیږ کښې نیولی او د فارسي لښکرو له لاسه د شهادت لوړ مقام او لوی افتخار ور په برخه شوی دی.
بل حنظله دی چې کوم وخت د احد د غزا په شپه په واده سره د هغه د ځوانۍ هیله تر سره شوه بیا همدغه د محمدي(صلی الله علیه وآله وسلم) مدرسې روزل شوی لوی شخصیت او د حقې لارې مجاهد قهرمان د ی چې په خپلې ایماني جذبې او جهادي عشق سره د واده له پالنګ څخه په جنابت د کافرانو او مشرکانو د مقابلې د پاره د احد میدان ته روانیږي او د واده د شپې په سبا د احد په میدان کښې د شهادت په پالنګ کښې شهید پریوځي او په (حنظله غسیل الملائكه) سره یادیږي
بل د محمدي(صلی الله علیه وآله وسلم) مدرسې مسلمانې غیرتي ښځې دي چې د نورو مسلمانانو ښځو د پاره د ایمان،تقوی،صداقت او احسان او د جهاد په میدان او سنګر کښې غازیانو ته د اوبو په راوړلو او ورکولو او د جنګ د زخمیانو په تداوۍ او علاج سره د ښیګڼې او خدمت او له اسلام څخه د دفاع په میدان کښې د پیروۍ ښه مثالونه او د تورې او قهرمانۍ ځلانده نمونې دي او بیا هم د اسلامي مدرسې دغه روزل شوې بیبیانې دي چې په جهاد کښې د خپلو کورنیو د غړو په برخه اخستلو او د شهادت د لوړ مقام او عزت په لیدلو سره ډیرې خوښي او ویاړنه کوله.
یو له دغو غیرتي مجاهدو ښځو څخه (ام عماره نسیبه بنت کعب الخزرجیه)رضی الله تعالی عنها ده چې د هجرت په دریم کال د احد په تاریخي غزا کښې ېې د خپل میړه (غزیه بن عمرو) او د خپلو ځامنو سره چې عبدالله او حبیب وو او دغه دواړه د هغې له مخکیني میړه (زید بن عاصم) څخه وو ګډون کړی دی او په ډیرې میړانې او پوره غیرت ېې د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه دفاع کړې ده او د جهاد په سنګر کښې د دښمنانو له لاسه ېې د تورو او غشو (۱۲) زخمونه لیدلي دي او پر اوږه باندې د ابن قمئه له لاسه ژور زخم ورسیدلی دی.
کله چې الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دغې مسلمانې مجاهدې غیرت او میړانه اخلاص او وفاء ولیدله نو د هغې په باب ېې داسې وویل:
(لمقام نسیبة بنت کعب الیوم خیر من مقام فلان و فلان)
نن ورځ د نسیبة بنت کعب مقام له فلانی او فلانی څخه ډیر ښه دی.
همدا راز الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د هغې د ثبات او اخلاص په باب داسې یادونه کړې ده .
(ما التفت یمیناً ولا شمالاً الا و انا اراها تقاتل دونی)
ما ښۍ او کیڼې خوا ته نه کتل مګر دا چې ما هغه لیدله چې ما ته نژدې جنګیدله)
مقصد دا چې دغه بي بي د الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په څنګ کښ د دښمنانو په مقابل کښې جنګیدله او له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه ېې دفاع کوله .
نو همدغه د اسلام د مدرسې غیرتي مجاهده زړوره ښځه ده چې خپل زوې(عبدالله بن زید) ته داسې وایي:
بارک الله علیکم من اهل البیت مقام امک خیر من فلان و فلان،ومقام ابیک (ای زوج امک) خیر من مقام فلان فلان و فلان،رحمکم الله اهل البیت)
اې اهل بیتو!
پر تاسې دې د الله تعالی برکت وي،ستاسې د مور مقام له فلاني او له فلاني څخه ښه دی ،او ستا د پلار(ستا د مور د میړه) مقام له فلاني او فلاني څخه ښه دی، پر تاسې دې اې اهل بیتو الله جل جلاله ورحمیږي.
بل د اسلام د مدرسې غیرتي ښځه ام خلاد(هند) ده چې د احد په غزا کښې ېې د خپل میړه (عمرو بن الجموح) ،خپل زوی(خلاد)او خپل ورور (عبدالله) سره برخه اخستې ده او د احد په غزا کښې د هغې دغه درې واړه خپلوان په شهادت رسیدلي دي کوم وخت چې دغه بي بي خپل شهیدان پر اوښ باندې واخستل او د مدینې منورې په لور روانه وه نو په مدینه منوره کښې د بي بي عایشې رضی الله تعالی عنها سره مخامخه شوه نو ام المؤمنین رضی الله تعالی عنها ورته وویل:
ته خبره ېې له تا وروسته حا ل څه دی؟
ام خلاد رضی الله تعالی عنها ورته وویل:
اما رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) فصالح، وکل مصیبة بعده جلل.
هر څه چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دی هغه ښه دی، او له هغه وروسته هر مصیبت لږ او سپک دی. الله تعالی ځینې مؤمنان شهیدان کړل او کافران ېې قهرجن محروم وګرځول ، الله تعالی ډیر قوي او غالب دی.
ام المؤمنین رضی الله تعالی عنها د بار شویو شهیدانو په باب ام خلاد څخه پوښتنه وکړه او وېې ویل:
من هؤلاء؟ ( دا څوک دي؟)
ام خلاد رضی الله عنها ورته وویل:
اخي و ابني خلاد و زوجی عمرو بن الجموح.
دا زما ورور ، زما زوی خلاد او زما میړه عمرو بن الجموح دی.
بیا سول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دا شهیدان ښخ کړل او ام خلاد ته ېې داسې وفرمایل :
یا هند! ترافقوا فی الجنة! عمرو بن الجموح و ابنک خلاد و اخوک عبدالله .
اې هندې!په جنت کښې عمرو بن الجموح او ستا زوی خلاد او ستا ورور عبدالله سره ملګري دي.
بیا ام خلاد وویل:
یا رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ! ادع الله ان یجعلني معهم.
اې د الله رسوله ! (صلی الله علیه وآله وسلم) له الله جل جلاله څخه وغواړه چې ما د هغوی سره ملګرې کړي. (امتاع الاسماع للمقر)
بل همدغه داسلام مخلص قهرمان بیرغ پورته کؤنکي دي چې هغوي د دښمنانو له جنګي قوت څخه هیڅ ویره نکوله او د جنګ په میدان کښې به ېې خپل معنویات او استقامت له لاسه نه ورکاوه بلکه په قوي ایمان او اعتماد به ېې د الله تعالی په لاره کښې د سر او مال قرباني ورکوله ځکه هغو ایمان درلود چې مونږ مسلمانان په حقه یو او د حق پلویان د باطل او شر،ظلم او نارواپر عناصرو او قواؤ غالبیدونکي دي او که بیا هغوي په حقه لاره کښې ووژل شي نو شهادت د هغوي ستره هیله ،ښه عزت،لوړ مقام او لوی افتخار دی.
هغوی په دې منظور چې جهاد د الله تعالی په نزد قبول او دښمنان د ماتې او ناکامۍ سره مخامخ شي او اسلام او مسلمانان د دښمنانو له شر او خطر څخه په امن او خوندي شي نو خپل جهاد ېې د جاه طلبی،نفساني غرور،نفساني غوښتنو خیانت او ګناه څخه خوندي ساتل او خپل صفونه ېې هم له بې اتفاقۍ او بې نظمۍ څخه خوندي ساتل او د دنیوي او مادي هوسونو د هغوي په اتحاد او جهاد کښې هیڅ ځاې نه درلود بلکه د جنګ په میدان کښې به ټول د دښمنانو په مقابل کښې یو لاس،یو صف او یو سنګر ګرځیدل او د دښمنانو له مادي قوت او لښکري کثرت څخه به ېې هیڅ ویره نه کوله او که د هغوی کوم یو به یوه ورځ د اسلامي لښکر د مشر او قوماندان په حیث جهاد کاوه په سبا ورځ به ېې د جهاد په میدان کښې د کلمة الله د اعلاء ، د الهي رضا د حصول او د اسلام د حاکمیت په منظور د یوه عادي مخلص مجاهد په توګه د جهاد کولو خوښي او ویاړنه کوله.
تاریخ روایت کوي چې رومي لښکرې د هامان په مشرۍ (۲۲۴)زرو په شاوخوا کښې د شام د دمشق په ښار کښې ټولې شوې وې ، دغه وخت د اسلام خلیفه حضرت ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی عنه د شام د فتح کولو د پاره څلور لښکرې چې یو ېې دعمرو بن العاص ، بل ېې د یزید بن ابي سفیان ، بل ېې د شرجیل بن حسنه او بل ېې د ابو عبیده عامر بن الجراح (رضی الله تعالی عنهم) په مشرۍ وو د رومي لښکرو د مقابلې او جنګ د پاره ولیږلې او بیا د دغو څلورو لښکرو عمومي قوماندان ېې ابو عبیده بن الجراح وټاکه.
ابو عبیده د رومي لښکرو د ډیرښت له موضوع څخه خلیفه ته خبر ورکړ،خلیفه د اسلامي لښکرو د مرستې د پاره خالد بن الولید رضی الله تعالی عنه چې په دغه وخت په عراق کښې د فارسي لښکرو په مقابل کښې جنګیده د شام په لوري د سفر کولو امر ورکړ او هغه ېې په شام کښې د ټولو اسلامي لښکرو عمومي قوماندان وټاکه ، جنګ په یرموک کښې د اسلامي اتلانو او رومیانو ترمنځه ډیر تود او سخت روان وو ، په همدغه وخت د اسلام خلیفه ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه وفات شو او پر ځاې ېې عمر بن الخطاب رضی الله عنه د خلافت عهده په غاړه واخستله.
نوي خلیفه د خالد بن الولید رضی الله تعالی عنه پر ځاې ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله تعالی عنه په شام کښې د ټولو اسلامي لښکرو عمومي قوماندان وټاکه او په دغه باب ېې ابو عبیده ته د مقررۍ فرمان ولیږه .
هماغه وو فرمان ابو عبیده رضی الله تعالی عنه ته ورسید ولې ابو عبیده د تجربې او مصلحت له مخې د فرمان موضوع پټه وساتله او د جنګ انتظام او د لښکرو قیادت ېې د پخوا په شان خالد بن الولید رضی الله عنه ته پریښود،کله چې جنګ د خالد په قیادت،پوره مهارت او د هغه په جنګي پوخ پلان او ښه تدبیر د مسلمانانو په کامیابۍ او بشپړې فتحې پاې ته ورسید او بیا د جنګ قوماندانان د فتحې او نصرت د مبارکۍ په منظور د خپل عمومي قوماندان خالد بن الولید رضی الله عنه خیمې ته ورغلل نو ابو عبیده رضی الله عنه د نورو قوماندانانو په شان چې د مقررۍ فرمان ېې هم ورسره وو د خالد خیمې ته ورغې او له سلام او مبارکۍ څخه ېې وروسته په موسکا خوله خالد ته د موضوع په باب وویل:
زه تاته هغه راز وایم چې هغه مې له تا څخه د جنګ په جریان کښې پټ ساتلی وو، خالد رضی الله عنه د هغه د خبرې په اوریدو سره خپل غوږ وروړاندې کړ او له هغه څخه ېې د پټ راز د اوریدلو غوښتنه وکړه. نو ابو عبیده رضی الله عنه ورته وویل:
ابو بکر الصدیق رضی الله عنه ته زما پر ځاې د رومیانو د جنګ د پاره د ټولو اسلامي لښکرو عمومي قوماندان ولیږلې او د هغه دغه کار موفق او مبارک وو بیا ابوبکر رضی الله عنه وفات شو او عمر بن الخطاب رضی الله عنه له هغه څخه وروسته د هغه د ټاکلو په اساس د مسلمانانو د خلافت چارې په غاړه اخستې دي.
خالد بن الولید رضی الله عنه د دغه خبر په اوریدلو په ډیر تاسف سره چیغه کړه او ویی ویل: الله جل جلاله دې پر ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ورحمیږي چې هغه له ټولو خلکو څخه ما ته زیات ګران وو او الله جل جلاله دې عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه ژوندی ولري چې هغه یو عادل او پوه خلیفه دی او په الله جل جلاله سوګند چې زه له دې څخه خبر نه وم او سبب ېې دا وو چې زه شپه او ورځ په جنګونو کښې بوخت وم نو همدا ته ېې چې زه دې اوس له دغه موضوع څخه خبر کړم .
ابو عبیده رضی الله عنه په فکر کښې شو بیا خالد رضی الله ورته وویل چې نور څه دي؟ ابو عبیده رضی الله عنه وویل عمر رضی الله عنه چې د مسلمانانو خلیفه شو نو هغه ستا پر ځاې زه د لښکرو عمومي قوماندان وټاکلم .
خالد رضی الله وویل ای ابو عبیده! الله جل جلاله دې تا ژوندی لري ، تا ولې په همغه وخت چې تا ته د امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه فرمان ورسید خبر نکړم؟
ابو عبیده رضی الله وویل:
زه وډار شوم هسې نه چې په دغه باب ستا فکر مشغول او پر تا باندې د جنګ نقشې چې ستا د عبقریت او پوهې په برکت کامیابې شوې خرابې کړم.
خالد بن الولید رضی الله تعالی عنه وویل:
شکراً لک یا ابا عبیدة ، اعلم ان هذا الامر لم یکن من عزمي و اخلاصي فی سبیل الله.
و اعلم یا ابا عبیدة ! انني جندی من جنودالله ، احارب لنصرة الاسلام و عزة المسلمین ، سواء لدی اکنت امیراً للجیوش او جندیاً فیها.
اې ابو عبیده ! له تا څخه مننه کومه او ته وپوهیږه چې دغه موضوع د الله تعالی په لاره کښې زما عزم او اخلاص نشي بدلولای.
اې ابو عبیده ! ته وپوهیږه چې زه د الله تعالی له لښکرو څخه یو عسکر یم ،زه د اسلام د نصرت او د مسلمانانو د عزت د پاره جنګیږم او دا ما ته څه فرق نه کوي چې زه د لښکرو قوماندان واوسم او یا یو عسکر.
ابو عبیده رضی الله تعالی عنه له هغه څخه خوښي وکړه او د هغه جنګي مهارت ېې وستایه او ویی ویل: که امیر المؤمنین دلته حاضر وای نو ما به ورته په دغه باب ستا د قیادت د دوام عرض کړی وای (ابو عبیده ابن الجراح-قاید العمروسی)
داوو د بل په نسبت د دغو دوو سترو اسلامي قوماندانانو پوره قدرداني،ښه اخلاص او اعتماد. او د جنګ د کامیابۍ او د اسلام د حاکمیت په غرض د دغو دواړو لویوشخصیتونو اسلامي مصلحت غوښتل اود جاه طلبۍ ، شهرت او له نفساني غوښتنو او دنیوي غرضونو څخه د هغوی نفرت او تیښته کول(فاعتبروایااولی الابصار).
نوربيا