کور / کیسه / عجيبه وېره

عجيبه وېره

لنډه کيسه:


سپين کرولا موټر د خوست ولايت محکمې مخې ته ولاړ و، خلک يې هک پک کړي وو، ګڼ شمېرخلکو يې ننداره کوله او د موټر په اړه يې ډول، ډول خبرې کولې. موټر ته څوک له ويرې نه ورنيږدې کيدل ، ولاړو خلکو له ليرې د سپين موټر ننداره کوله. هر څوک به چې پر لار تېرېدل نو د موټر تماشې ته به پښه نيولي شول، د کرولا موټروان سودا اخيستو ته تللی ؤ،د موټر دروازې بندې وې. له لږ ځنډ وروسته هغه مهال څو تنه وسله وال واکمنان په ډېره بيړه د موټر خوا ته نيږدې شول او پر شاوخوا خلکو يې غږ وکړ: دا موټر د چا دی ؟ خو چا مثبت ځواب ورنه کړ. کله چې وسله والو کسانو ته د چا له خوا ځواب ورنه کړل شو، نو يې په ولاړو خلکو پسې سترګې برګې کړې او ورته يې ويل: تاسو د څه لپاره ولاړ ياست ايا دلته کوم خيرات دی اوکه کوم پاړوګر راغلی دی ؟
خلک له ويرې خواره واره شول ،خو بيا يې هم له لږ لېرې واټن څخه ننداره کوله .
وسله وال لکه وږي زمريان چې له ښکار څخه تاويږي راتاويږي بيا يې هم د موټر ډرايورته څو نارې نوره وکړې خو چا ځواب نه ورکاوه، دوى په زور سره د موټر د دروازو لاستې را کش کړل، خو د موټر دروازې لرې نه شوې. باالاخره يې د ټوپکونو په کنداغونو د موټر د څنګ دوې ښيښې ماتې کړي ، او  د دروازو بټنې يې پورته کړې ، په ډېره بيړه يې په موټر کې پلټنه پيل کړه ،ټول سيټونه  يې وپلټل ،خو هېڅ يې په کې پيدا نه کړل.
دوی يو بل ته وکتل او يوه وسله وال بل ته وويل : عجيبه وېره ده، په خدای دا ډول پېښه خو زما لپار ه حيرانوونکې ده ،لا هم موټر ښوري  زلزله هم نشته .
په دې وخت کې د موټر څښتن ،چې له دېرش مترۍ څخه يې په خپل موټر سترګې ولګېدې، ويې ليدل چې وسله والو کسانو يې دروازې پرانيستې او په  پلټلو يې بوخت دي. د موټر ماتې ښېښې يې تر نظر ورغلې چې نينې نينې پرتې وې او دا نينې نينې ښيښې داسې ښکارېدې تا به وايل، چې د ځونډورې پېغلې د مريو سپين  هار شليدلى دى . د زړه سوي له وجې يې  بېړني قدمونه واخېستل،  موټر ته له رسېدو وړاندې يې پروسله والوغږ وکړ، ملا صاحب !په دې موټر څه کوئ خدای ته ګورئ  دا ښيښې مو ولې          ور ماتې کړې دي .
کله چې وسله والوکسانو شاته وکتل، د موټر څښتن ته يې د ټوپکو خولې ور واړولې او ورته ويي ويل: ځای پر ځای ودرېږه او نږدې رانه شي. د موټر څښتن هک پک ودرېده، رنګ يې د مني د توت د پاڼو په شان زيړ وتښتيده او په لړزېدلي غږ يي وويل:
اخر ملا صاحب څه شوي دي؟
. وسله والو بيا په قهرېدلي غږ سره ورغبرګه کړه، خبرې مه کوه. په دې وخت کې د وسله والو مشر په نورو ساتونکو غږ وکړ، هله د هغه سړي لاسونه ور وتړئ او يو څو لغتۍ يې هم ووهئ، دا څه سرګرداني يې مونږ ته جوړه کړي ده، دا يو ساعت کيږي ، مونږ او ښاريان يې په شک او وېره کې اچولي يو. وسله وال د موټر څښتن ته ورغلل لومړى يې يو څو لغتې وواهه  او بيا يې دده په خپل څادر لاسونه ور وتړل،  موټروان که هر څو زارۍ ورته وکړې اخر څه ګناه مې کړې! صرف مې موټر در ولی و، څه خبره ده ،ملا صاحب راته ووايئ! چې زه پوی شم ؟
دوی ځواب ورکړ : ته نه ګورې چې موټر دې ټوپونه وهي او څه ملنډې يې پيل کړي دي. ده ورته وويل : تاسو ما خوشی کړئ چې زه د موټر ډيګۍ درته خلاصه کړم . دوی يې هم لاسونه ورخلاص کړل او ورته يې وويل: د موټر ډيګۍ خلاصه کړه.
موټروان له جيب څخه کيلي راوخيسته.
وسله والو يوه بل ته وکتل او په خپلو کې يې اشارې وکړې، چې تاسو لېرې شئ. کله چې موټر وان ډيګۍ خلاصه کړه، نو ګوري چې په ډيګۍ کې دوه اهلي سپي پراته دي او  ژبې يې ايستلي په ډيرې تيز ۍ سره ساه ګانې اخلي . په دې وخت کې وسله وال کسان او خلک عجيب پاتې شول او وسله والو يو ځل بيا په موټر وان باندې  د وهلو پيل وکړ او ستغې سپورې يې ورته  وکړې، تا پر مونږ باندې څه رشخند وواهه  او بله دا چې څوک د حيواناتو سره دومر ظلم کوي ،چې تا په دې بنده ډيګۍ کې حصارکړې او نوکى ( لږه) هوا هم نه ور داخليږي. که دا اوس مړه شوي وای دا ازار نه لري، ته قانوني مجرم يې له حيواناتو سره څوک دومر ظلم نه کوي. موټروان په ژړغونې اواز ورته وويل : ملاصاحب! دا کورني سپي يوۀ دوست راکړي مونږ دښمن دار خلک يو د شپې له خوا پرې د کورساتنه کوو، پدې خاطر يې کور ته وړم…
وسله والو يې خبره غوڅه کړه او ورته يې وويل: ډير ژر دا سپي خوشي کړه. موټروان له ويرې يوازې ورته وويل: په سترګو صاحب !
په ډېره بيړه يې سپي راښکته کړل او په ښا رکې يې خوشي کړل او سپيو په ډيره خوښۍ سره ساه ګانې واخيستې او په ښار کې په ترپکو شول .