امريکايي سناتور جان مکين له ولسمشر کرزي سره وکتل

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2012


د امريکايي سناتور جان مکين په مشري يوه امريکايي پلاوي نن په جمهوري رياست کي د ولسمشر حامدکرزي سره وکتل ، په دې کتنه کي د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږدمهاله پوځي اډو د تړون ، د سولي پروسې او شپې لخوا د پوځي عملياتو په اړه خبري وسوې .د ولسمشر کرزي مطبوعاتي دفتر څخه د ترلاسه سوو مالوماتو له مخي د خبرو اصلي ټکی د شپې لخوا د پوځي عملياتو بندېدل و ، ددې خبرو وروستي جزيات تر اوسه رسنيو ته نه دي ورکړل سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024