پوليسو د جعلي سناتور پلټنه پيل کړېده

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2012


د کورنيو چارو وزارت وايي د جعلي سناتور محمد اصف سرحدي پلټنه يې پيل کړې ده ، نوموړي تېره اوونۍ د کندهار والي ، ملي امنيت ريس ، امنيې قومندان او يو شمېر ريسانو سره ليده کاته کړي او يو شمېر مهيم اسناد يې لاسته راوړي دي خو وروسته معلومه سوه چي دغه سړي د مشرانو جرګې سره هيڅ ډول تړاو نه درلودئ بلکي د کندهار چارواکي يې خطا ايستلي دي .


دا په داسي حال کي ده چي تېرکال هم د کويټي ښار يوه دکاندار په دې نامه چي ګواکي د طالبانو استازی دی څو واري له سپين بولدک څخه کندهار او بيا په کابل کي د ولسمشر حامدکرزي سره ليده کاته وکړه او مليونونه ډالره يې ترلاسه کړه خو وروسته معلومه سوه چي دغه سړي هم ټول تېر ايستلي وه .

Copyright Larawbar 2007-2024