ملي پوليس د ناټو پر پوځي ټکان وکړه او ويې واژه
ناټو وايي چي د افغانستان په سهېل کي يوه تن چي د ملي پوليسو لباس يې اغوستی و خپل د توپک خوله د ناټو پوځيانو پر خوا راواړول او يو پوځي يې ځای پر ځای وواژه . په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي ناټو نور هيڅ ډول جزیات نه دي ورکړي .
تر دې مخکي هم د ملي اردو او ملي پوليسو له منځه ځينو کسانو د ايتلاف او ناټو پر ځواکونو په بېلابېلو ځايونو کي بريدونه کړي دي چي د ځينو لامل لفظي شخړي يا د بهرنيو پوځيانو لخوا د افغانانو کلتور ته نه درناوئ ښوول سوی دی .
د نننۍ پېښي په اړه چي افغانستان په وخت ماخستن لس نيمي بجې د ناټو لخوا خپره سوه ، نه د وژل سوي سرتيري هويت ښوول سوی نه د پېښي ځای يا د بريدکوونکي د سرنويشت په اړه څه ويل سوي دي .