کور / شعر / نور به يې هيڅ د راتلو لار نه څارم!!!

نور به يې هيڅ د راتلو لار نه څارم!!!

زه خو پښتون ومه پښتو مي کړله
او د پښتو په سر مې
له ډېرو خلکو سره
تل جنجالونه کول
ما ځان پښتون ګڼلو
ځکه چې
ما وې شيدې د پښتنې رودلې
خو د ژوندون په دغه ستړې لاره
لوړي،ژوري راغلې
نو زه خو پښتون ومه تنها پرې تلمه
له نیم مزل نه وروسته
په یوه بڼ راغلمه
د بڼ د شنو ونو تر سیوري لاندي
کښیناستم دمه مې کړه
که ګورم بل څوک هم تر ونې لاندي
لکه چې دمه کوي
ما وېل لیږ ور به شم چې ویې ګورم
نو ور روان شومه
هغې هم دېخوا او زما ولور ته
راته رډ، رډ یې کتل
دا یوه ښکلې پښتنه انجلۍ وه
دواړه له یو بل سره
ښه په خبرو شولو
زما د ژوند په دغه ستړې لار یې
د مل کېدو کلکه وعده وکړله
دواړه د ژوند په دغه ستړې لاره
قرار قرار روان شوو
چې لیږ له لوړو او ژورو تېر شوو
د ژوند دا خوږ ملګری وړاندي شو لیږ
زه ورپسې تیز شومه
ورپسې منډي مې کړې