کور / راپور / په کوټه کې د خاټول ګل مشاعره وشوه

په کوټه کې د خاټول ګل مشاعره وشوه

د مارچ د مياشتې پر دېرشمه نېټه (د يکشنبې په ورځ) د سوهېلي پښتونخوا په مرکز کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د (خاټول ګل) په نامه يوه ستره پسرلنۍ مشاعره وشوه. په دې مشاعره کې د کوټې په شمول د دې ايالت د دوکۍ، کلاسيف الله، مسلمباغ، ږوب، پښين، برښور او چمن سيمو په سلګونو شاعرانو ګډون کړى و. مشاعره د ورځې پر يوولسو بجو د کوټې د پريس کلب په لوى تالار کې پيل شوه چي د وياندۍ چارې يې د پښتو ژبې تکړه شاعر محمدنعيم ازاد تر سره کولې او د ماسپښين پر دوو بجو پاى ته و رسېده.


د مشاعرې مشري سپين ږيري شاعر او ليکوال ښاغلي مقدس خان معصوم کوله او نوميالي فولکلوريسټ پوهاند سيال کاکړ د غونډې مشر مېلمه و، د کوټې د تاجرانو د اتحاديې مشر عبدالرحيم کاکړ د ځانګړي مېلمه په توګه په مشاعره کې ګډون درلود، همدا رنګه نابينا شاعر شفيق العالم معذور، نوميالى کالم ليکونکى عمرګل عسکر، قاري عبداللطيف جان دلسوز او پر پښتو او پښتنو مين ليکوال عبدالخالق مندوخېل هم په دريځ کې برخه لرله.



له ښي لوري: عبدالخالق مندوخېل، ډاکټر شفيق، عمرګل عسکر، معذوريار، معصوم، سيال کاکړ او دلسوز


 


که څه هم دا د خاټول ګل په نامه پسرلنۍ مشاعره وه، خو د پسرلنيو شعرونو تر څنګ نور شعرونه هم پکې ولوستل شول، د مشاعرې وياند ښاغلي نعيم ازاد نه يواځې دا چي يو پل بل پسې يې شاعرانو ته د شعرونو ويلو بلنه ورکوله، بلکې د يوۀ او بل شاعر تر منځ به يې د خاټول د ګل په اړه هغه شعرونه هم لوستل، چي زموږ پخوانيو شعرونه ويلي او د خاټول يا غاټول ګل يې پکې کارولى و.



د مشاعرې په پاى کې ښاغلي عبدالخالق مندوخېل د خپلې وينا په ترڅ کې يواځې دا دوعا وکړه، چي خداى دي پښتنو ليکوالو ته اتفاق ورکړي، خو ښاغلي نعيم ازاد ورپسې زياته کړه، چي نه يواځې پښتنو ليکوالو ته دي خداى اتفاق ورکړي، بلکې د جاويداقبال اقبال په وينا، چي وايي:


اې خدايه پښتانه دا لر او بر کړې سره يو
اټک نــه چي ازاد تــر کنــــدهاره ځو راځو



د مشاعرې په پاى کې اعلان او غوښتنه وشو، چي د خاټول ګل مشاعره بايد هر کال د پسرلي په لومړيو ورځو کې جوړه شي، پر دې خبره ټينګار وشو، چي لازمه نه ده چي راتلونکى کال به بيا د پښتو ادبي غورځنګ له خوا جوړېږي، بلکې وويل شول چي د خاټول ګل مشاعره بايد جوړه شي چي هر څوک او هره ټولنه يې جوړوي، ځکه چي وايي د ګل د مشاعرو دا دود ژوندى کول د لرو او برو پښتنو شاعرانو د يوۀ فکري ملي وحدت پيلامه ګرځېداى شي. د مشاعرې په پيل کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا يادونه وشوه، چي دا مشاعره د هغو پسرلنيو مشاعرو د لړۍ يوه کړۍ ده، چي په ننګرهار کې د نارنج ګل، په وردګو کې د مڼې ګل، په لوګر کې د سنځل ګل، په زابل کې د بادام ګل او په کندهار کې د انار ګل په نامه جوړېږي. د مشاعرې تر پاى ته رسېدو وروسته د مشاعرې په تالار کې ټولو راغليو کورنيو او بهرنيو شاعرانو ته ډوډۍ ورکړل شوه او وروسته خداى پامانى سره واخيستل شو.



 



 


                                               پوهاند سيال کاکړ


 



 


نابينا شاعر شفيق العالم معذوريار