کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا روغ پاتې کیدل نا ممکنه ښکاري

پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا روغ پاتې کیدل نا ممکنه ښکاري

د امريکا په کانګرس کې د خپلواک بلوچستان لپاره وړاندې شوي قرارداد د پاکستان سخت غوسه کړى او دغه قرارداد يې په کلکه غندلى دى، خو بل لور ته د بلوچستان بلوڅو ملتپالو پر دې قرارداد خوښي څرګنده کړې او دا قرارداد يې پر واقعيت ولاړ ګڼلى دى.
د امريکا د جمهوري غوښتونکیو د ګوند د يوه غړي روهرابابکر له خوا د امريکا کانګرس ته وړاندې شوی قرارداد که د پاکستان حکومت غوسه کړى، خو د ملتپالو بلوڅو په شمول زیاتره عام بلوڅان يې خوشاله کړي دي. په بلوچستان کې دبلوچو او پښتنو تر منځ پر همدې قرارداد باندې خبرې اترې تودې دي.
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل، د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي، د پخواني کلات رياست خان سليمان داود.برهمداغ بگتی. دایران بلوچستان کی دبلوچوملی گوند او دافغانستان بلوچانو مشران په امريکايي کانګرس کې د بلوچستان په اړه وړاندې شوى قرارداد- چې پکې بلوڅانو ته د خپلواک بلوچستان د جوړولو د حق غوښتنه شوې- پر واقعيت ولاړ بللى او ويلي يې دي چې له پاکستان او ایران سره د بلوچو د ستونځو يواځينۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه په بلوڅو کې يو ټولپوښتنه تر سره کړي.
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مینګل هم رسنيو ته ويلي چې بلوچستان يو خپلواک او ازاد مملکت وو، چې په زور او جبري توګه په پاکستان ګډ کړاى شو.
اختر جان مینګل وویل زه په دې خبره حیران یم چې ددې قرارداد پر کوم ټکې د پاکستان اعتراض دی. که چیري ددوی اعتراض په حق خود ارادیت باندې دی. نو دا بلوڅو په خپله نه دی جوړ کړی. بلکې د اقوام متحده په لومړي چارټر کې دا ویل شويدي. چې هر قوم ته حق خود ارادیت حق حاصل دی. او که چیري ددوی اعتراض په بلوچستان باندې وي نو دا هم هغه بلوچستان دی چې ټول پاکستان يې له لومړۍ ورځې راهیسې لوټي. لاکن ددې دبلوچستان خپل وګړي تر ننه پوري وږي دي. که چیري ددوی اعتراض په حق خودارادیت او بلوچستان دواړو باندې دی. نو زه له دوی څخه دا پوښتنه کوم چې پاکستان همدا ټکی او نعره د کشمیر لپاره کاروي نو سمه ده اوکله چې دا ناره د محکوم او مقبوضه بلوچستان لپاره کارول کیږي نو دوي ته ولي تکلیف دی..
. تر کومه ځايه چې مجموعي د بلوچستان د خلکو خبره ده نو هغه به د يوه منټ لپاره هم دباکستان سره ونه اوسي. او ددې لپاره ښه طریقه دا ده چې د اقوام متحده يا يورپي يونین تر سیوري لاندې دي له خلکو څخه وپوښتل شي. که بیا هم د بلوچستان خلکو اکثریت وویل چې موږ له پاکستان سره اوسو نو ماته هیڅ اعتراض نشته.
د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي رسنيو ته ويلي هغه کسان چې د امريکا د کانګرس قرارداد د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼي، ولې يې دا هیر کړل چې امريکا له ١٩٥٢م کاله راهيسې تر نن ورځې د پاکستان په هره چاره کې مداخله کوي، وايي پر دې قرارداد قهرېدليو خلکو ولې په بلوچستان کې پر بلوڅانو باندې د کیدونکې ظلم او وژنو په پټه خوله ننداره کوله، دى زياتوي چې د پاکستان واکمنو تل بلوچستان خپله نيول شوې کالوني او بلوڅان تل خپل غلامان ګڼلي دي.
بل لور ته د بلوچستان د پخواني قلات رياست مشر خان سليمان داودخان دغه قرارداد د ملتپالو بلوڅو مشرانو او د بلوڅ ولس برياليتوب ګڼلى دى، وايي بلوڅان د امريکا د کانګرس د غړي ډينا روهرابکر مننه کوي چې نړۍ ته يې د دې باور ورکولو هڅه وکړه چې له بلوڅانو سره د سياسي او نسلي تبعيض له مخې بد چلند کیږي.
همدارنګه د بلوڅو د قومي جبهې يا بلوچ نیشنل فرنټ وياند رسنيو ته ويلي چې د بلوچستان په اړه د امريکا په کانګرس کې وړاندې شوي قرارداد د پاکستان واکمن اندېښمن کړي دي، خو وايي بلوڅان له هغه وخته راهيسې چې په پاکستان ګډ کړاى شوې د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او د هماغو قربانيو په نتيجه کې يې د امريکا د کانګرس په تالار کې د بلوڅو د قومي خپلواکۍ ازانګې واورېدل شوې.
د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکې بلوچ ريپبلکن ګوند مشر برهمداغ بګټي د کوټې خبريالانو ته د يوه ټيليفوني خبري کنفرانس له لارې په امريکايي کانګرس کې د خپلواک بلوچستان د قرارداد په کلکه ملاتړ کړى او ويلي يې دي، چې د پاکستان حکومت او د ځينو ګوندونو مشرانو چې د دې قرارداد غندنه کړې، دوي په اصل کې پنجاب په خطر کې ويني.
برهمداغ بګټي د کوټې خبريالانو ته په مطبوعاتي مرکز کې له سويزرلينډ هیواده د ټیليفون له لارې په خبرو کې د امريکا د کانګرس له خوا د خپلواک بلوچستان پر قردارداد خوښي څرګنده کړه او د کانګرس له غړيو يې مننه وکړه:
برهمداغ بګټي وويل پاکستاني چارواکې په اصل کې د بلوچستان نه، بلکې د پنجاب د راتلونکې په اړه اندېښمن دي
\”اوس د پنجاب ځينې سياسي مشران نوازشريف او نور له بلوڅانو سره دومره خواخوږي شول، چې په امريکا کې د بلوچستان په اړه تر غونډې او قرارداد وروسته بلوچستان ته ځي هم او غونډې هم کوي.
زه فکر کوم له دوى سره تر بلوچستان زيات د پنجاب غم دى، د پاکستان رسنيو ته هم بلوچستان اوس ور په ياد شو، په هره خپرونه کې بلوچستان ږغېږي، دا په اصل کې دوى د پنجاب راتلونکى په خطر کې ويني.\”\”د بلوچستان اوسنى حکومت چې زه لاسپوڅى ورته ووايم که څه ورته ووايم، د اوسني نظام برخه دى، زه له دوى غوښتنه کوم خصوصاً له اعلى وزير نواب اسلم رييساني، والي يا ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي او نورو بلوڅانو غواړم چې د بلوڅ قوم، د بلوڅو ميندو خويندو په خاطر خپلې موقتي او شخصي ګټې پرېږدئ او په قومي تحريک کې شامل شئ.\”
د پاکستان حکومت او ځينو اپوزيسون ګوندونو اعلان کړى چې د روانې فبرورۍ د مياشتې په پاى کې به په کوټه کې د بلوچستان د خرابو حالاتو او په کانګرس کې د وړاندې شوي قرارداد په اړه د ټولو ګوندونو يو ګډ کنفرانس را غواړي. برهمداغ بګټى وايي د بلوچستان ستونځه اوس تر کنفرانسونو تیره شوې ده:
\”دا کنفرانس هم هغه څوک را غواړي چې يوې خواته زموږ وروڼه ميندې خويندې را وژني او بلې خواته له موږ سره خواخوږي کوي، نور څوک که باور پرې کوي، خو زه په دې خبره نه پوهېږم چې دوى يوې خواته موږ وژني او بلې خواته د خبرو لپاره لاس را اوږدوي.
اوس د بلوڅانو د قربانيو په نتيجه کې د بلوچستان خبره نړيواله شوه، د پاکستان حکومت کله کله د اقتصادي پکېج يا په نورو پلمو موږ ته هډوکى را وغورځوي او راته وايي چې راسره خبرې راسره وکړئ، خو دوى بايد په دې پوه شي چې زموږ ستونځه دا نه ده.\”
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هم پرون له يوه پاکستاني ټلويزون سره په مرکه کې وويل چي بلوڅ ملتپال ګوندونه په دې کنفرانس کې برخه نه اخلي، نو دوى هم پکې برخه اخيستل بې ګټې بولي، هلته په لندن کې میشت د پاکستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين هم ويلي دۀ به له ډېره وخته ويل چي بلوچستان ته بايد توجه وشي، خو اوس چي خبره سنګين حد ته رسیدلې، د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس به يې د ستونځو په هوارولو کې هيڅ نتيجه ور نه کړي.